fbpx
ژباړې فایق ایسپزئ

شپږویشت سړي او یوه جینئ(څلورمه برخه)

لیکوال فایق ایسپزئ
او بیا یوه ورځ موږ خبر شو چې د هغوي مشر تنورچي ډیر شراب ګوټلي و. او مالک د کاره شړلی هم و او د هغه په ځائ ئی نوی کس هم ګمارلی و. او دا نوی کس یو فوځي و. فوځي به د ساټن ریښمي واسکت اغوستې و. په لاس ئی ګهړئ هم وه او د سرو زرو زنځیر ئی هم په غاړه و. موږ غوښتل چې دغه لاټی برنس هرو مرو ووینو. نو موږ به د هغه د لیدلو په هیله یو په بل پسې انګڼ ته هسې ځغلیدلو. خو یوه ورځ هغه پخپله زموږ سمستې ته راغلو. ور ئی په لته ووهلو او بقه خله ئی پرېښودلو. په ور کې ودریدلو او مسکی شو وئیل ! ستړي مه شئ ، شهار مو په خیر. دا د وارو یخه هوا، د هغه د پښو تاو شوه. هغه په لوړه ولاړ و، موږ ته ئی ښکته پورته وکتل. د هغه د بریښنده نرو او خوندورو بریتو لاندې د هغه زیړ غټ غاښونه ښکاره شول.د هغه واسکټ هم په ودي ګلونو ښائسته و، د سرو غمو تڼئ ئی بریښیدلې، هغه خوندور سړی و، جګ، غښتلی، ګلابي اننګي، او غټې رڼې سترګې، اشنا او خپلې څرګندیدلې. د هغه د کالیو څخه د هغه د تورو سینګاري بوټانو نرو سوکو هم بهر ننداره کوله.
زموږ یو نانبائی هغه ته په پسته ژبه ووئیل چې دروازه بنده کړه. هغه په مزه غونده بنده کړله. او زموږ څخه ئی د مالک په هکله پوښتنې پېل کړلې. موږ ټولو هغه ته په یوه خله خبرې سپینې کړې. زموږ مالک ظالم، خودغرضه، لالچي، سپین سترګې، بې حیا او سپک سړی دی. نورې هم ډیر خامئ چې دلته ئی ذکر نه کوم. فوځي زموږ خبرې واوریدلې بریتونه ئی تاوهل، او په سړه سینه ئی موږ واوریدلو.
هغه ناڅاپه پوښتنه وکړه چې ولی دلته ستا لپاره ډېرې جینکئ نشته ؟ څه . په موږ کې چا وخاندل، څوک حیران شو، هغه یو ورته ووئیل چې دلته نهه جینکئ دي .
هغه سترګه ووهله وئیل تاسو پرې خوند اخلئ ؟ موږ وخاندل په په ورو ورو، ځینې وارخطا شو، موږ غوښتل چې هغه ته وښایو چې موږ د جینکو سره څه اړیکي لرو، خو یو کس ورته ورو غونده ووئیل چې زموږ په ژوند کې دغه خبرې نشته. فوخي ووئیل دا خو بیا ستاسو کار خراب دی. تاسو خو ټول بیا ناجوړه ئی، رنځوران ئی. خو ستاسو موشادې داسی نه دی چې جینئ ولرئ. او ښځه خو سم سړی غواړي، زړه ور، ښائسته ، سنډه ، او ښه روغ بدن. ځکه ښځه خو د بدن قدر کوي، داسې مټې غواړي (خپل مټ ئی بربنډ کړو د ښې لاس لستوڼی ئی پورته کړلو) دا لاس سپین دی مهین دی او غښتلی دی. دا وګورئ. په لاس ئی زیړ چمکدار ویښتان وو. سینه او پښې هم باید غښتلی وي، او سړي به کالي هم د نوي وخت اغوستلي و.ښائسته کالي. چې ښائسته خو ښکاري کنه. زه که ښځو ته اواز ورکړم او که اشاره ورته ورکړم. د وزځې پینځه پینځه زما ځولئ ته ځان راغورځوي. هغه په زمکه په بوجئ ناست و، او موږ ته ئی د ښځو د مینې ټولې کیسئ وکړې. او د خپلې زړه ورتیا هم. او چې هغه ولاړلو او تمبه په یو کریک بنده شوه، نو موږ ډیر وخت خله تړلي ناست و او د هغه په هکله او د هغه د خبرو په هکله مو فکر کولو. بیا موږ په ګډه چپتیا ماته کړله او ټولو ووئیل چې موږ د هغه سره خوشاله یو. څومره ښه سړی دی، ځومره لوئی زړه لري، ګوره موږ له راغلو او موږ سره ئی خبرې وکړې. تز ننه بل هیڅوک داسی په خلاص زړه موږ ته نه دی راغلي. نه راسره څوک داسی ناست دي او نه راسره چا داسی په مینه خبرې کړي دی. موږ په درځڼو جینکو د هغه د بریالیتوب خبرې وکړې. د هغه جینکو خبرې مو هم وکړې چې موږ په انګڼ کې وویني ، تندې ګوړنجې کړي پوزه پټه کړي او تیرې شي. او موږ د هغوي ستائینې کوو، چې کله ئی بهر ووینو، د ژمي د ریښمي جامو ستائینې، د اوړي د ګلګینو ټوپو ستائینې. د هغهوي د رنګارنګ لاسي بټوو خبرې . او موږ داسې خبرې هم کړي دی چې که هغه جینکو اوریدلې وې نو لیونې شوې به وې. یو تنورچي په انديښمن ږغ ووئیل چې بس خدائ دی تانیا د دغه فوځي د منګلو بچ ویاتي. موږ ټول غلي وو، دی خبرې موږ ډیر سخت په یره کړو. تانیا زموږ د مازغو وتلی وه، خو که د فوځي ښکلا ته تانيې ډډه ونه وهله.