fbpx
تهذیب ژباړې مقالې

مزهبونه ( هسټرۍ- سنټرزم ) اؤ دهرم ( اېمباډېډ- نووېنګ):لېک: لوېک اتمان

لیکوال افغان جرګه

مزهبونه ( هسټرۍ- سنټرزم ) اؤ دهرم ( اېمباډېډ- نووېنګ)

Religions (History-Centrism)

Dharma (Embodied-Knowing)

د راجېو ملوترا د کېتاب ٫٫بېنګ ډېفرنټ٬٬ څخه

د ابراهېمۍ مزهبونو اډاڼه په دې ولاړه ده چې خداېې پېغمبرانو ته په ٫٫ځانګړو وختونو٬٬ کې وحۍ رالېږلې ده چې په ټولنېز ډول د انسانانو د پاره لارښودنه ده.  انسان د ازل نه د نافرمانئ په ګناه ککړ دې، چې بابا ادم اؤ بۍ بۍ خوا ېې  بنېاد اېښې دې. د دې وجې د ابراهېمۍ مزبونو موخه دا ده چې انسان ته د ٫٫نجات٬٬ رو ګودر سم کړۍ. د نجات لاره ېوه ده اؤ هغه دا چې د خداېې تابېدارۍ ووکۍ خو په دسې ترېکه کومه چې خداېې د پېغمبرانو په لاس ښودلې ده. دا پېغمبران په تارېخ کې په ٫٫ځانګړو وختونو٬٬ کې راغلۍ دۍ. د پېغمبرانو راتلل ځانګړې تارېخۍ پېښې دۍ. دا پېښې په تارېخ کۍ د خداېې لاسوهنې دۍ. خداېې کله کله غوښتلۍ دۍ چې په ځانګړو وختونو کې په تارېخ کې لاس ووهۍ.  دغه وجه ده چې د دې تارېخۍ لاسوهنو رېکارډ ډېر په احتېات ساتلې کېږۍ اؤ د دې لاسوهنې په نتېجه کې لاس ته راغلې اکېکت په زوروره توګه خلکو ته ور رسول کېږۍ. دا تارېخې پېښې ېونېورسل ګڼل کېږۍ. د انسانانو د تکدېر پېسله به په ېو ٫٫ځانګړۍ تارېخ٬٬ ( اخېرت  کې ) کېږۍ.

په ابراهېمۍ مزبونو کې  د تارېخ دا ټولواکۍ انسان پخپله خوښه  روحانۍ لټون ته نه پرېږدۍ نو ځکه خو په ابراهېمۍ مزبونو کې ملنګانو اؤ جوګېانو ته د شک په نزر کتل کېږۍ چې هسې نه د اکېکت نور داوېدار پېدا شۍ. هغه خلک چې د دې تارېخې پېښو(د پېغمبرانو راتګ ) نه ناخبره دۍ  هغوۍ په تېارو کې پاتې دۍ ځکه چې هغوۍ خداېې ته د رسېدو د ېوازېنئ لارې نه بې برخې دۍ.

د دې د پاره ما د ٫٫ هسټرۍ-سنټرزم٬٬ ټکې راوېستلې دې چې د ابراهېمۍ مزبونو د تارېخ د ټولواکئ اؤ تارېخۍ داوو پلو ستاسو فکر راواړومه. د ېو ابراهېمۍ مزب داوه د بل ابراهېمۍ مزب د داوې سره ډډه نه لګوۍ.

 

د دې په پرتله په دهرم ( هندوازم، بدهزم، جېنزم اؤ سکهزم  )  کې خداېې ته د رسېدو لاره بېخۍ بدله ده. دهرم د  روحانۍ تجروبو اؤ د شعور د ودې نوم دې. د دې کار د پاره چې دهرم کومه ټېکنالوجۍ اؤ اېنر- سائنس پېژندلې دې هغې ته ٫٫ ادهېاتما- ودېا ٬٬ وائې. ادهېاتما- ودېا د پوهنې اؤ ټېکنېکس د ېو داسې انبار نوم دې چې د زرګونو  کلونو د روحانۍ تجروبو په نتېجه کې منځ ته راغلۍ دې. دا روحانې تجروبې چې فرسټ-پرسن اېمپېرېسزم ورته وائې د انسانانو هغه هڅې دۍ چې د خپل شعور ( کانشسنس ) د لوړولو د پاره ېې کړۍ دۍ اؤ ډېرو پېاوړو اؤ په مخ تللۍ پرېکټېشنرز پکې برخه اخېستې ده.  د دغه پرېکټېشنرز اؤ د هغوۍ د پرېکټس د کېسو درنښت خو کېږۍ خو د هغوۍ کېسې اخېرنئ اؤ بشپړ نه ګڼل کېږۍ. اؤ نه دغه پرېکټېشنرز پېغمبران ېا مسېحاګان ګڼل کېږۍ. د هغوۍ د تجروبو نه زدهکړه کېږۍ خو د هغوۍ د تجروبو لېکل شوې کېسې وحۍ ېا ټولواک کېتابونه نه ګڼل کېږۍ. د هغوۍ تجروبې خلک پخپل سر بېا بېا لټوۍ اؤ پخپله دهاغه تجروبو نه تېرېږۍ اؤ نورې زېاتۍ تجروبې پکې ورګډوۍ.

د دې دپاره ما د اېمباډېډ-نووېنګ ټکې غوره کړې دې چې  ادهېاتما- ودېا  اؤ اېنر- سائنس ته ستاسو فکر راواړومه.