fbpx
ډاکټر لطیف یاد سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

په افغاني ټولنه کې د ولور اوپه هند او پاکستان کې دجهیز (Dowry) په نامه ناوړه دودونه

لیکوال لطیف یاد
موږ اوتاسو ټولو ته معلومه ده چې له بده مرغه دافغانستان په خلکو او په تیره بیا په ځینو پښتنوکې د ( ولور) په نامه ناوړه دود اورواج شته .هغه داچې کله یوه کورنۍ خپله لور اویاخور دبلې کورنۍ هلک ته په نکاح کوي نو دهلک پر کورنۍ دولور په نامه پیسې ږدي چې په ځینو پښتني سیمو کې دغه پیسې لکونو افغا نیو ته رسیږي او ډیر وخت داسې شوي دي چې دهلک کورنۍ دغه پیسې نه شي پوره کولی .په دې توګه هم هلک زوړشي او هم نجلۍ زړه شي چې داپه خپل ذات کې یو ملا ماتوونکی او داسلامي شریعت نه خلاف عمل دی .ترټولوبده یې دا چې ځینې وخت دنجلۍ کورنۍ دغه دولور پیسې پخبله مصرفوي او دخپلې لور داړتیا وړ شیان لکه سره زر او نور ورته نه اخلي او نه یې ورکوي ، خو په ځينو کورنیو کې دغه دولور پر پیسو خبلې لورته دهغې داړتیا وړ شیان اخلي او کله یې چې لور او یا خور ودیږي نو دهغې دودلو سره سم دولور په پیسو شیان دزوم کورته لیږي . که څه هم دولور دغه بدمرغه دود اوس دافغانانو په روښان فکره کورنیو کې لږشوی دي ، خو دغه روښانفکران بیا دنکریزو دشپې ، اوومې او تخت جمعۍ په نامه نور ناوړه او ملا ماتوونکي دودونه لري چې داهم بې ځایه لګښتونه دي او د ډیرو خلکو تر وسې بهر وي .
په هندوستان کې بیا خبره بل ډول ده هغه داچې دنجلۍ ( جینی) کورنۍ مجبوره او مکلفه ده چې دهلک کورنۍ ته جهیز ( Dowry ) ورکړي او په دې کې دهلک لپاره دکورسامان آلات ،طلا او سره زر، یخچال ( فریج) ، ټي وي اونور څیزونه اخلي چې ځینې کورنۍ یې وسه لري او ځينې بیا بې وسه وي . ما دهندوستان په ټولنه کې هم په هندوانو او هم په مسلمانانو کې داسې ډیرې کورنۍ لیدلي دي چې دجهیز دناوړه سیسټم پر بنسټ دجنی کورنۍ دهلک کور نۍ ته جهیز نه شي پور ه کولی او په دې توګه دنجلۍ دکورنۍ ډیر پلرونه ځان وژنې کوي او یا یې لور زهر خوري او خپل عمر ته دپای ټکي ږدي .
یوه ورځ دهند دډیلي جامعه ملیه اسلا میه پوهنتون دذ ‌اکر نګر په سیمه کې مې یو مسلمان بوډا سړی ولید چې ژړل یې او په زوره زوره یې چغې وهلې چې ای خلکو دالورمې چاته څلور کلونه وړاندې ورکړې ده دهغوی کورنۍ را نه جهیز غواړي اوزه یې نه شم ورکولای زما سره مرسته وکړئ .خدای شته ور نږدې شوم او ورته مې وویل چې بابا څومره درنه غواړي؟ ویل یې پنځوس زره کلدارې . چې دسپين ږیري حال مې ولید زړه مې پرې وسو او پوه شوم چې غریب سړی دی او داپیسې نه شي پوره کولای .ما ورسره دځبل توان په اندازه مرسته وکړه خو پوه شوم چې دخیر اوسوال په پیسو به دده کار ونه شي .
ددې لیکنې نه زما مطلب داو چې نه ولور او نه هم جهیز ( Dowry ) کوم انساني عمل دي . اسلامی شریعت دښځو لباره پ( شرعي مهر )ټاکلی دي او بهتره داده چې پر هغې عمل وشي .
لور او خور دپيسو په مقابل کې چاته ورکول یو دکرکې وړعمل دی او باید وغندل شي ، همداراز زموږ روښانفکران هم باید دملا ماتوونکود ودونو ، دنکریزو دشپو او تخت جمعیو پر خلاف مبارزه وکړي . زه نه وایمه چې دخوشیالیو په مراسمو کې دې څوک بیسې خرڅې نه کړي بایدپیسې خرڅې کړو خو باید دبیسو په خرڅولو کې داعتدال نه کار واخلو.خو ولور او جهیز بیا یو غیر انساني عمل دی .انسان ( لور او خور)لوړ مقام لري او پر زرو اوپیسو نه شي خر څیدلی.