fbpx
جلال بازوان خبرونه او شننې سیمه او افغانستان مقالې

چین په افغانستان کې فعال رول لوبولو ته ملا تړلې ده

چین او افغانستان
لیکوال جلال بازوان

د طالبانو د رژیم له ړنکېدو وروسته په ۲۰۰۲زکال کې د انتقالې دورې مشر ښاغلي کرزي د ۱۹۶۸ز کال را وروسته لومړی افغان ولسمشر ؤ چې يې چین ته سفر وکړو. د انتقالې دورې د مشر په حیث د ښاغلي کرزي دغه لومړنی بهرنی سفر هم ؤ. د کرزي د سفر په دوران کې چین له افغانستان سره د ۳۰ میلیونه چینايي یو آن بېړنۍ او یو میلون نغدي مرسته وکړه. همدارنګه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د بیا رغاونې په برخه کې چین د ۱۵۰میلیونه امریکايي ډالرو  مرسته هم اعلان کړه. له دې را وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو په وار وار سره لیدنې کتنې شوې او د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه اړیکو پراختیا موندلې ده.

چین د افغانستان مسلې ته تل زیاته توجه کړې ده او یو مهمه وجه يې هم د چین د لویدیځو یغور توکم مېشتو سیمو د امنیت او په دې وروستېو کې په منځنۍ او سویلي اسیا کې د چین د یو کمربند یو لار د سترې پروژې په برخه کې په لویه کچه د پانګونې د امنیت مسله نغښتې ده. په افغانستان د امریکايي یرغل وروسته چین په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې د بیارغاونې په برخه کې فعاله ونډه واخیسته خو په افغانستان کې له هر ډول مستقیم نظامي مداخلې څخه يې ځان لرې وساتلو. دا چې امریکا او ناټو د افغانستان په امنیتي، نظامي او اقتصادي برخو کې مخکښ رول لوبولو نو چین د لویدیځو ملګرو د یو شریک او ملګري څخه ځان ګوښه وساتلو.

له ۲۰۰۱ز کال را وروسته د افغانستان-چین اړیکې په درې مختلفو پړاونو کې:

له ۲۰۰۱ز کال را وروسته دا چې امریکا د افغانستان د نوې دولت په تشکیل او بیا رغاونې مشري کوله چین د افغانستان د مسلې اړوند خپل تت موقف غوره کړو، د تت موقف او دریځ مانا دا نه ده چې ګواکې له افغانستان حکومت سره يې د ټيټې کچې اړیکې درلودې بلکه د ۲۰۰۱زکال د نوې افغان حکومت د رامنځته کېدو راهیسې چین د افغان دولت سره دوستانه او نژدې اړیکې پاللې دي خو نه يې غوښتل چې د امریکا او ناټو په څېر رول ادا کړي.

 

لومړی پړاو: له ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې چین له نړېوالې ټولنې د نورو هېوادونو سره یوځای د جګړې را وروسته د نوي افغان دولت اړین ملاتړ او مرسته وکړه. په دغه پړاو کې چین د نړېوالې ټولنې د ګډو هڅو او بیا رغاونې په برخه کې فعال رول ولوبولو. په ۲۰۰۶ز کال د لندن په کانفرانس، د ۲۰۰۸ز کال د پاریس کانفرانس، د ۲۰۰۹ز کال د هاګ او په نورو نړېوالو کانفرانسونو لکه د لندن، ایستانبول او د کابل په ۲۰۱۰ز کال کانفرانس کې یې ګډون وکړو.

دوهم پړاو: له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د افغانستان اړوند د چین بهرنې پالیسي په عمومي توګه له تت دریځ څخه راووتله او د پخوا په پرتله يې زیات فعال رول لوبولو ته ملا وتړله. چین د جګړې وروسته د افغانستان د بیارغاونې او په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت چې د چین لپاره احتمالي ننګونه ده اندېښمنه کړه او اړینه يې وګڼله چې د افغانستان په بیارغاونه کې له پخوا زیاته فعاله ونډه واخلي. دا باید هېره نه شي چې په دغه پړاو کې چین کله هم په افغانستان کې د امریکا د تشې را ډکولو هڅه نه وه، او نه هم چین غوښتل چې د افغانستان سره د ښه ګاونډي او ملګرتیا لاره بدله کړي. په ۲۰۱۲ز کال کې چین-افغانستان د ستراتیژیک او همکارۍ ګډه اعلامیه خپره کړه. د ستراتیژیک او همکارۍ دغه سند د دوه هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، بشري، امنیت او د نړېوالې او سیمه ایزې همکارۍ اساس کېښودو.

درېیم پړاو:  د اړیکو درېیم پړاو چې له ۲۰۱۳ز کال څخه راپداېخو شروع کېږي د چین له خورا فعالې ډيپلوماسۍ څخه پرده پورته کوي. دا چې امریکا او ناټو هغه مهال خپل پوځیان په بېړه سره له افغانستان څخه ویستل، د چین د نوي نسل مشرانو د افغانستان وضعیت ته په کتو سره په نوو تګلارو غور پیل کړو. د اړیکو په دې پړاو کې چین د افغانستان د ستونزې د هواري په موخه سون یوشي ځانګړی استازی وټاکلو. په ۲۰۱۵ز کال کې په کابل کې د چین سفیر ښاغلي دنګ شي جیون د ۴۰کالو وروسته په لومړي ځل د افغانستان سویل ته هم سفر وکړو. سفیر دنګ په کندهار کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل: افغانستان او چین راتلونکی سره تړلې دی ځکه چې د چین امنیت او ثبات د افغانستان له ټیکاو سره تړلی دی. همدارنګه د ۲۰۱۵ز کال په اخر او د ۲۰۱۶ز کال په لومړیو کې د چین مرستیال ولسمشر ښاغلي لي یوآن چاو او دمرکزي نظامي کمیسون رئیس فانګ فنګ حوې هم له افغانستان څخه لیدنه ترسره کړه.

همدارنګه چین په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره يي طالبان چین ته راوبلل او له هغوی سره پټې او ښکاره خبرې وشوې. د دې ترڅنګ چین په څلور اړخیزو خبرو کې هم برخه واخیسته او د رسنیو د راپورونو مطابق هغه چین ؤ چې پاکستان يي دې ته اړ کړ ترڅو په قبایلي‌سیمو کې عملیات ترسره کړي او د ښو او بدو تروریستانو ترمنځ فرق له منځه یوسي.

 

د چین کلنۍ دوه ناستې او چین په افغانستان کې د لا نور فعال رول لوبولو چمتولی

د چین کلنۍ دوه ناستې  (两会 Two Sessions) چې د چین کلنۍ پارلماني ناستو ته اشاره کوي، هغه دوه ناستې دي چې هر کال د مارچ په میاشت کې ترسره کېږي مګر سږ کال د کوویډ-۱۹ وایرس له امله وځنډېدلې. په دغو ناستو کې د چین دوه مهم سیاسي ارګانونه—د خلکو ملي کانګرس (NPC) او د چین د خلکو سیاسي مشورتي کانفرانس ملي کمیټه(CPPCC) د هېواد د اقتصادي، سیاسي، نظامي، سوداګریز او ډيپلوماسۍ پلانونو او تګلارو اړوند د بحث لپاره سره راغونډېږي. سږکال د چین په کلنۍ دوه ناستو کې د نورو مسلو ترڅنګ د کوویډ-۱۹ وایرس له خوا اقتصاد ته د رسېدلې زیان او د اقتصاد د بیارغاونې ته لومړیتوب ورکړل شوی ؤ.

د خلکو ملي کانګرس د غونډې په درېیمه برخه کې له رسنېو سره په خبرو کې د چین بهرنېو چارو وزیر ښاغلي وانګ اي د افغانستان د سولې او د راتلونکې اړوند له نوې تګلارې څخه پرده پورته کړه. هغه د یو پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان حالات څرنګې ارزوي داسې وویل:

افغانستان چې د اسیا د زړه په نوم یادېږي د سیمې په امنیت او ثبات د پام وړ اغیزه لري. په دې وروستېو کې افغانستان د بل هر وخت په پرتله سولې ته نژدې شوی دی، مګر په مخ کې پرته لاره لا هم ډېره ستونزمنه ده. د دې لپاره مونږ په پنځو نقطو تاکید کوو:

اول: د افغان حکومت یووالی او پیاوړي کول، مونږ د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د روغې جوړې هرکلی کوو او زر تر زره عادي کار ته سترګې په لاره یو.

دوهم: د خبرو اترو لپاره یو کاري چوکاټ رامینځته کول او په ټولو ډلو ټپلو غږ کوو چې سمدستي دې دښمني ختمه او د هېواد د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه خبرو اترو لپاره دې د بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی ونیسي.

درېیم: په مناسب او منظم ډول د بهرنېو ځواکونو وتل: د متحده ایالاتو سرتیري باید په مسولانه توګه له افغانستان څخه ووځي پرته له دې چې د افغانستان او یا هم د سیمي هېوادونو ګټې زیانمنې کړي.

څلورم: د تروریزم سره مبارزه: ټولې خواوې باید  په دې سره متمرکز شي چې  د تروریستانو د بیا منظم کېدو مخه ونیسي.

پنځم: د بهرني ملاتړ تامینول: د افغانستان او پاکستان اړیکې لا ښه کېدو ته اړتیا لري. د سولې او پخلاینې پروسې لپاره  نړېوالې مرستې او همکارۍ رامینځته کولو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.

ښاغلي وانګ اي زیاته کړه: د چین په نظر دا پروسه باید د دریو اصولو له خوا رهبري شي:

لومړی: د سولې او پخلاینې پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي.د افغانستان ولس او خلک باید پرېښودل شي ترڅو د خپل هېواد راتلونکي او سرنوشت په اړه پخپله پرېکړې وکړي.

دوهم: سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي. هیڅ ګوند او ډله ټپله د خپلو ګټو د پراختیا لپاره د ځواک کارولو ته لاره هواره نه کړي.

درېیم: پروسه باید پراخ بنسټه او ټول شموله وي ترڅو د یو جامع، متحد او پیاوړي افغانستان لپاره لاره هواره شي. وانګ اي د نوې تګلارې څخه د پردې پورته کولو په اخر کې وویل: افغانان د جګړې له سوري څخه لرې او د ښه ژوند حق لري. د یو نژدې ګاونډي او ورور په توګه د چین ولس د افغان ولس سره اوږه په اوږه ولاړ دی. پرمخ به ځو او چین به د افغانستان د بین الافغاني خبرو اترو، سولې او ثبات په راوستلو او د افغانستان په اقتصادي بیارغونې او سیمه اییزې همکارۍ په برخه کې فعال او رغنده رول ولوبوي.

پروفیسر جاو حواشنګ د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو شننونکی دی. هغه په 2012ز کال کې پخپله یو ریسرچ پاڼه (چین او افغانستان: د چین ګټې، دریځونه او لیدلوري) کې لیکي چې په افغانستان کې د چین ګټې یوازی د یغور مېشتو سیمو د امنیت پورې نښغتې دي، خو اوس حالاتو په مکمل ډول بدلون موندلی دی. له یوې خوا امریکا له افغانستان څخه د پوځيانو د مکملې انخلا خبرې کوي نو له بلې خوا په نړېوال اوډون کې د بدلون خبرې هم خورا ګرمې دي. چین یوازی د خپل ملي امنیت نه بلکه د یو کمربند یو لار د پروژو د پانګې د امنیت او خوندیتوب اندېښمن کړی دی. د افغانستان امنیت او دلته یو پخپلو پښو ولاړ دولت یوازی د افغانانو نه بلکه د چین او د ټولې سیمې په ګټه دی. د چین وروستۍ تګلاره او له امریکا سره د روس هغه تړون چې په افغانستان کې به امارت نه رامنځته کېږي هغه څه دي چې سیمه تر بل هر وخت زیات د افغانستان حالاتو ته خپله ژوره پاملرنه کوي.