هسې خو درېیمه نړۍ د ستونزو کور دی، دا ځکه خو ورته “درېیمه” نړۍ ویل کیږي. مګر که د دې ټولو ستونزو یوه لړۍ وپېیل سي نو درې مهم سر ټکي به ولري. دا هغه درې مهم سر ټکي دي چې د مغالطو او مبالغو ولیې★/جرړې دي او له دې ځایه څخه د بې سیوادۍ او بربادۍ چینه راوځي.
وړاندې تر دې چې دغه درې سرټکي په دقت سره مطرح کړل سي، لږ شانتې ذکر دا هم کول پکار دی چې د دې ستونزو په مینځ کښې ربط/تړون جوړول و یو بېل او اوږده بحث ته اړتیا لري، خو دا څرګنده ده چې دغه درې واړه ستونزې د فکري افراطیت، اولسي بې اعتنایۍ، جذباتيت، له رجعت سره همکاري، له جدت سره دښمني، د سرنوښت نستوالی، د ابادۍ زیاتوالی، د معلوماتو کمی او له رښتیا څخه د تېښتې شریک لاملونه لري. هر څوک چې و دې بحث/ستونزو ته اماده کیږي، تر لمخه باید دغه لاملونه هم په پام کښې ونیسي.
مشکل مګر دا دی چې څنګه دي یو اکاډمیک دې نتیجې ته ورسیږي، چې و دې دریو ستونزو ته پر اساس د حجم/وساره د بحث لپاره د لومړیتوب درجه ورکړي؟ ولې چې د بلها تضاداتو په مینځ کښې دا ابهام یقیني دی چې ګواکې یو څوک دي د خپلې خوښې پر اساس دغه درې موضوعات لومړۍ او بنسټیزې ستونزې وګرځوي. بیا هم پیمانه دا ده چې د اولس اکثریت په دې ستونزو کښې نښتی/ښنتی ښکاري، د اولس کړنې بې اغېزه پرېوځي، عمومي روحیه له صفر/شونې سره ضرب خوري، او د ستونزو اساسي لاملونه له همدې دریو ټبرونو څخه را ولاړیږي نو ځکه په اکاډمیک بحث کښې د درېیمې نړۍ اساسي ستونزې د مذهب، تاریخ او سیاست تر سرټکیو لاندې مطرح کېدلی سي. دا درې واړه (مذهب، تاریخ او سیاست) هغه سرټکي دي چې هم بېلتون لري، هم یې تر مینځ تړون سته او هم یې پر نامه استحصال hegemoney اډاڼه کېدلی سي. دغه سرټکي هم ستراتژیکي دي او هم یې ټولنیزه روحیه اغېزمنه کړې ده.
مذهب
په درېیمه نړۍ کښې مذهب هغه ګنډه ده چې تر اوسه یې هیچا د خلاصولو هڅه و نکړه. دا پوښتنه چا و نکړه چې په دې پړي څوک د چا لخوا تړل سوي دي؟ مذهب تر نسلونو نسلونو په بشري وسیله رارسېدلی دی مګر و هیڅ بشري پام او فکر ته دا اجازه نه ورکړل سوه چې د دې جنس و کومې/پاتال ته دي ځان ورسوي او له رښتیا دروغ څخه دي ځان خبر کړي. بیا هم، موږ تاسې وینو چې مذهب د اجارې په توګه کارول کیږي خو موږ یې درک نسو لګولی چې تر شا یې استفاده کونکي څوک دي؟ که هر څوک غواړي د مذهب په هکله خپله رایه یا نظریه جوړه کړي یا ورباندې څه ډول څرګندونه ورکړي نو هغه به لومړی خپل “جنس” بدلوي او د “رهبانیت” جامې به اغوندي. په دویمه مرحله کښې به هغه د یو میکېنزم برخه جوړیږي او د مذهب په اړوند به د (ښو یا بدو) څرګندونو جرات کوي. خو دا په ډاګه ده چې دغه څرګندونې اکثریت له تنقیدي فکر څخه بې برخې وي، ولې چې مذهب دلته د سوچه سیاسي موخو لپاره کارول کیږي، یا تر مرحلو د راوتلو په دوران کښې یو مذهبي وګړی له تخلیقي، تنقیدي او تحقیقي استعداد څخه بې برخې پاتې کیږي.
دلته مذهب فقط دومره امکان لري چې له معرفي definatory اړخه دي لږ تغیر وخوري، یا دي د جزیاتو لومړیتوبونه priorities بدل کړي. له دې ور ها خوا هیڅ امکان نه پاتې کیږي چې مذهب دي تش و انساني فکر ته د ګټې په توګه وکارول سي، اخذ دي کړل سي یا د یې شرحه وسي.
که څه په لومړۍ او دویمه نړۍ کښې هم مذهبونه سته، مګر د درېیمې نړۍ مذهب دا ستونزه لري چې هغه یو مذهبي وګړی کله هم دې ته نه پرېږدي چې په مقابل کښې دي د نورو مذهبونو لوست وکړي بلکې دوی تل پر یو اړخیز دریځ اډاڼه کوي. دغه یو اړخیز دریځ په مذهب کښې د بشریت تصور له مینځه وړي او په بدل کښې و مذهب ته د قبیلویت، تفرقې، وحشت، جغرافیې او نسب پر اساس د بربریت احساس ور دننه کوي. یعني د درېیمې نړۍ مذهب کله هم د یو عادي وګړي اثاثه نسي جوړېدای بلکې دا پر داسې ادارو/سرچینو اډاڼه کوي چې په خپله خوښي افراد روزي/تربیه کوي. دغه ادارې کله هم و انساني پوهنه ته نه تسلیمېږي، پر ځای د دې د انسان روحي جنس ور بدلوي او هغه له پوهنې او عقل څخه د حېرانتیا او عاجزۍ لوري ته بیایي.
د درېیمې نړۍ مذهب پر اولس او راهب یو ډول ور ټېل وهل سوی ښکاري. په درېیمه نړۍ کښې، که یوې خوا ته له اولس څخه د هماغسې مذهبي کړنو او لارو چارو غوښتنه کیږي څنګه چې یې د دوی مذهبي راهبان او پېشوا خلک کوي، نو بلې خوا ته په شعوري توګه د اولس ستر اکثریت له مذهبي زدکړو څخه بې برخې ساتل سوی دی. یو څوک هم دا پوښتنه نه کوي چې زه ولې د یو پنډت، ملا یا پېشوا غوندې شکل جوړ کړم او د هغوی غوندې عبادت دي وکړم؟ دا ملایان او پنډتان خو په مذهبي زدکړو کښې له موږ څخه وړاندې دي نو پر دوی زیاته پړه راځي چې د مذهب پالنه دي وکړي مګر دوی موږ هم په خپل لړ کښې ولې اچوي، او که مو اچوي نو ولې د هغې برابر واک نه راکوي؟ او دا پوښتنه خو بېخي نه کیږي چې په مذهبي زدکړو کښې به د مذهبي پېشوا رول د مذهب د استازي په توګه ولې وي؟ یعني که یو فرد له یو پېشوا څخه د مذهبي زدکړو تابیا کوي نو هغه به لومړی دغه مذهبي پېشوا ولې د مذهب د استازي په توګه تسلیموي؟
بله دا چې، په درېیمه نړۍ کښې مذهب، پر ډلو یا فرقو د وېشل کېدو، طبعیت لري. د درېیمې نړۍ په مذهبي کړنلاره کښې دومره توان نسته چې د مذهب ولکه دي پراخه وساتي، بلکې دوی پر اساس د مختلفو سرحداتو مذهبي ولکه رالنډوي. دا ځکه چې په دوی کښې د پېشوا پوهنه تر بل هر چا زیاته موثر منل کیږي، او دوی ورباندې کلک ټینګار کوي. پر مخ چې د مذهب ولکه د پراخېدو هڅه کوي، نو هغه له مختلفو بنسټونو لکه جغرافیه، ټولنه، تهذیب او کلتور سره ټکر خوري. د دې ټکر په نتیجه کښې د مذهب لمن تنګیږي او پر ډلو وېشل کیږي. ځکه خو که یوې خوا ته مذهب چې د افاقیت دعوا لري او بیا هغه هم پر ډلو وېشل کیږي، نو فطري خبره ده چې افراطیت او تندلارېتوب به خپلوي.
د درېیمې نړۍ مذهب، که څوک یې تاید کوي او که نیوکه ورباندې کوي، د پرمختللې یا وړاندې نړۍ لخوا تشریح کیږي. ځایي خلک کله هم، که د مذهب موافق دي که مخالف، د مذهب په اړوند له مشقت څخه نه تېریږي. دوی د مذهب په اړوند کله هم ټولنیزې اړتیاوې په پام کښې نه نیسي، نو ځکه خو مذهب په پاللو کښې “جبر” ښکاريږي او په پرېښودلو “کفر”. و دې خلکو ته دا نه دي ورښودل سوي چې په انساني طبعیت کښې ماده پرستي او روحاني سکون کوم مقدار لري، څه وخت حرکت کوي، او پر کوم پړاو سره بېلیږي؟؟؟ همدغه توازن دی چې تر اوسه د ټولنې او مذهب تر مینځ نه جوړیږي.
همدغه مذهبي جمود دی چې نه خپل ځان تشریح کوي، نه و نورو خلکو ته د ځان په هکله د تشریح کولو اجازه ورکوي او نه د ژوند په نورو چارو کښې ازادو تشریحاتو ته ځای پرېږدي. پر ځای د دې مذهبي مدار بیا بیا دومره تکراریږي چې و نتایجو ته د رسېدو امکان ګړسره نه پکښې پايي. دغه غبرګ حالتونه له انساني پوهنې څخه د عمل کولو توان اخلي او دوی و یو ځانګړي اقلیت ته په لاس ورکوي. دوی بیا د ژوند هره لاره چاره د مذهب په سوټي وهي او د این سټاین په وینا، “څوک چې یو حرکت په پرلپسې توګه کوي او نتایج یې بېل غواړي نو وګڼی چې دغه څوک لېونی دی!”
تاریخ
دلته د تاریخ تصور له پرمختللې نړۍ څخه ډېر بېل دی: دلته له تاریخ څخه د زدکړې پر ځای د قوت تر لاسه کولو کار اخیستل کیږي. د درېیمې نړۍ تاریخ اکثریت هغو خلکو لیکلی چې له ډګر/میدان څخه تښتېدلي، په دربارونو کښې پاتي سوي، د خپل عصر نندارچیان پاتې سوي یا د نورو موخو په پلمه تاریخ لیکنې ته کښېنستي دي.
د درېیمې نړۍ تاریخ کله هم د قامونو لپاره پرته له افتخار، مېړانې او اتلولۍ څخه بل څه نه دي راوړي. حد تر دې، چې دغه افتخار، مېړانه او اتلولي داسې انعکاس سوي چې په ننني وخت کښې یې عملي کول ناشونې ښکاري. دلته په تاریخ کښې له جذباتو څخه کار اخیستل سوی دی او نژدې هر تپه په دې لټه کښې پاتې سوې چې څنګه خپل اصل زبات/زباد کړي. زموږ په تاریخ کښې کله هم پر جزیاتو بحث نه کیږي، پر ځای د دې یې همېش کلهم/مجموعي کریکټرونه راته څرګند پرېیښي دي.
د درېیمې نړۍ تاریخ زیاتره له انفرادیت څخه ډک دی. یعني که مېړانه ده او که سپیتانه★★، موضوع په انفرادیت کښې راڅرخیږي. ورسره دا چې دلته تاریخ د یو “علمي” اساس په توګه منل کیږي. و تاریخ ته د فلسفې، ادب او نورو ټولنیزو او طبعي علومو هومره ځای ورکول کیږي. یو تاریخپوه ته د هغه د معلوماتو پر اساس د ژغورونکي او پالونکي درجه ورکول کیږي یا له هغه څخه تمه کیږي چې د ستونزو حللاره به را وباسي. مګر په پیاوړې نړۍ کښې تاریخ تش د روایښت او کره والي لپاره پکار راوړل کیږي. دلته تاریخ له تنقید او تحقیق سره د تخلیق موضوع هم ګرځېدای سي مګر پیاوړې نړۍ له تاریخ سره و دې ورستي چلند ته کله هم څوک نه پرېږدي.
په درېیمه نړۍ کښې تاریخ د اولسونو تر ژوند ژواک، قامي افتخار، او پاچاهیو پورې محدود وي. دوی د نورو بنسټونو لکه علوم، تقویم، جنس او داسې نورو ته پام نه کوي. زموږ تاریخ د تجربې له ځانګړتیا څخه بې برخې پاتې سوی دی او د تجربې تاریخ هم نه لري. زموږ تاریخ تل په داسې وخت کښې مرتب سوی دی کله چې یې حاجت پېښ سوی وي. د دې تر څنګ زموږ تاریخ له تسلسل څخه هم پر واټن پاتې سوی دی. نو ځکه خو د منحوس تجرید ښکار برېښي.
په درېیمه نړۍ کښې تاریخ د مذهب او سیاست مرېیه اوسېدلی دی. مذهبپاله ډلې د خپل مذهب له سرچینې وړاندې د نړۍ او قامونو تاریخ هدر/نېست بولي او ورباندې هر ډول څېړنه یې جرم ګرځولی دی. سیاست هم هغه وخت تاریخ مرتب کړی دی کله یې چې پاڅون کړی یا یې د مخالف فکر یو کمزوری نوبت تر سترګو سوی وي. زموږ تاریخ د نظریاتو په پالنه کښې ډېر جدي پاتې سوی دی، یا ګړسره دا مغالطه هم روانه ده چې که څوک په ازاد ډول د تاریخ مرتب کولو هڅه و هم کړي نو د نظریاتو په تله تلل کیږي.
سیاست
لکه څنګه چې په تاریخ کښې د رښتیا پر ځای نظریات پلورل کیږي، همداسې د درېیمې نړۍ په سیاست کښې د نظریاتو پر ځای تاریخ پلورل کیږي. دلته سیاست هم د مذهب غوندې د اوږده وساره/حجم توانمن نسي پاتې کېدلی. لومړی دا چې د اولس زور تقسیم سوی دی؛ هغه هم په داسې حال کښې چې د نړۍ هره ستره او نوې فلسفه په درېیمه نړۍ کښې د واکمنې ډلې لخوا د خپلو ګټو لپاره پکار راوړل سوې ده. دلته بلها سیاسي تنظیمونه دي چې په مختلفو سپېڅلیو سیاسي نظریو او فلسفو پورې یې لاس نیولی دی او په عمل کښې د هغو فلسفو او نظریو ضد لګیا دي. بل دا چې د اولسي پوهنې ګچه/کچه دومره ټیټه ده چې که هر څومره سپېڅلې نظریه ورته راوړې نو دوی پرې نه پوهیږي او پردۍ یې ګڼي، او که یې بیا د دوی په معروض او ژبه ورښودلو ته اړتیا پېښه سي نو بیا د “کمپرومایز/مصلحت” په شکل کښې تضاد رامینځته سي. له همدې تضاد څخه برواکه خلک ناوړه استفاده اخلي.
د درېیمې نړۍ اولس په مزاج کښې دومره غیر مستقل دي چې دوی کله هم پر یو سیاسي نهضت یا عمومي خوځښت یو داسې نیوکه کولی سي چې د هغې به له سیاسي چارو سره هیڅ جواز هم نه وي. د دوی غوښتنې هم د دوی د پوښتنو او نیوکو په څېر وي چې د پوره کېدو امکان یې د نه برابر وي. له همدې کبله په مجموعي توګه سیاست د اولس اعتماد په هر پړاو کښې له لاسه ورکړی دی. د دې په مقابل لوري کښې هغو سیاستونو بریا موندلې ده چې تش پر معروضي حالاتو اډاڼه سوي او د ځینو مرموزو هدفونو لپاره یې د اولس توجه تر یوې مودې د ځان په ګټه اړولې وي. هغه د یو فېلسوف په وینا، چې د خلکو تېرایستل اسان کار دی پر ځای د دې چې خلک په دې پوهول چې دوی د چا لخوا تېرایستل کیږي. شاید چې دغه جمله نېغه د درېیمې نړۍ پر سیاستونو برابره ویل سوې وي.
د درېیمې نړۍ سیاست تل له حادثو جوړیږي چې کله هم د کاملې رغونې او بشپړتیا په لور د تګ توان نه لري. دلته سیاست د مکتوبونو پر ځای له مجلسونو (عادي او اولسي) څخه سرچینه اخلي، چې په هغه کښې د فرد او سیاسي ټولنې تر مینځ واضح نفوذ نه جوړیږي. او اکثریت وختونه د جوړجاړۍ پر ځای د بېزارۍ سبب ګرځي.
درېیمه نړۍ دوه ډوله سیاستونه کوي؛ یو خپل مینځي سیاست او بل له پیاوړې نړۍ سره د اړیکو جوړولو سیاست: د خپل مینځي سیاست په اړوند که څه داسې پرېکړې تګلاره نسته مګر د لاملونو پر اساس ډېر څه په ګوته کېدلی سي. البته له پرمتخللې یا پیاوړې نړۍ سره سیاستونه اکثریت پر اساس د اقتصاد کیږي او زیاتره لوبغاړي یې ناڅرګنده وي. له پیاوړې نړۍ سره د درېیمې نړۍ سیاستوالان فقط په خپلو سیمو کښې د هغوی د ګټو د ساتنې ډاډ ورکونکي وي یا لږ تر لږه له دې خوا و هغوی ته دا باور ورکول وي چې ګواکې دوی د اولسونو رښتیني استازي دي. د سیاست دغه اړخ زیاتره پر پټو اژانسونو secret agencies ډډه کوي او اولسونو په یوه بله پلمه د غولولو هڅه کوي.
د داخلي سیاست له پلوه، په درېیمه نړۍ کښې هیڅ سیاسي اقتصاد شتون نه لري. دلته که سیاسي تنظیم وی یا سیاسي مفکوره و ډېرو خارجي مداخلتونو ته اړتیا لري. زیاتره د اولس باور ته چندانې توجه نه ورکوي، پر ځای د دې و دوی ته د اولس غولول هوسا پرېوځي. د دې ترڅنګ دلته اولس د بلها افتخاراتو (مذهب، تاریخ، قام، جغرافیه، نسل او نور) په پلمه په مغالطه کښې اچول کیږي.
په درېیمه نړۍ کښې جمهور د ناپوهۍ او بې باورۍ سیمبول ګڼل کیږي. دولتونه او هیوادونه د یو بل د سیاسي مروړلو لپاره د یو بل په جغرافیه کښې لاس وهنه کوي. ځکه خو اولسونه تل په دې کړلېچونو کښې خپل سیاسي سفر و ژورو کندو ته غورځوي.
دا هم مهم ټکی دی چې دلته د اولس اکثریت په سیاسي نبض نه پوهیږي. لومړی خو د اولس له مینځه د مشرتابه رالټېدل ممکن نه وي؛ که یو نیم وخت داسې و هم سي، نو بیا پر سم وخت د سمو پرېکړو وړتیا نه لري او زیاتره وختونه دوی د بایللي لښکر سرخېلان پاتې سي. دلته د اولس اکثریت سکوت status quo خوښونکي وي او لکه څنګه چې دوی په تاریخ او مذهب کښې له مشقت څخه څنډ وهي همداسې دوی په سیاست کښې هم له مشقت څخه لیرې تېښتي. د دې یو لامل په اولسي روحیه کښې د تازیلې/تادي زیاتوالی دی. په تازیله/تادي کولو کښې اولس هم ملامت نه دی، ولې چې درېیمه نړۍ دومره سیاسي اقتصاد نه لري چې د اوږدمهاله حاصلاتو لپاره دي یو اوږد انتظار وکړل سي. که چیري اولس ډېر انتظار کول غواړي، یا د بشپړو او روغو نتایجو لپاره له مصلحت څخه ډډه کوي نو د دوی ټولنیز ژوند ژواک، چې یو لامل یې د ټیټې درجې اقتصاد او د نفوسو زیاتوالی دی، بې توازنه کیږي.
د درېیمې نړۍ په سیاست کښې یوه ستونزه، پر سیاسي ډګر تر نیمي زیاته د مذهبي اغېز زیاتوالی، هم دی. دلته سم نیمی سیاست د مذهبي (پر عقدوي اساس) خلکو تر ولکه لاندې دی. دغه لامل دی چې یوې خوا ته په خپل مینځي سیاست کښې، د مذهبونو د ګڼوالي له کبله، اولسي تړون نه جوړیږي او بلې خوا ته مذهبي فکر لرونکي خلک و مترقي او روښنفکره سیاست ته په ټولنه کښې ځای نه ورکوي. د دې علت ګټه نېغ په نېغه واکمنې ډلې ته رسیږي.
لنډیز
که څه هم د مذهب، تاریخ او سیاست تر څنګ ادب هم د درېیمې نړۍ په مهمو ستونزو کښې شمېرل کیږي. مګر دلته موږ ادب یو ضمني ستونزه ګڼلی سو یا یې ګړسره پر خاړپوڅو بللی سو، ولې چې زموږ پر ادب د همدې درې ستونزو ډېر ژور اغېز پروت دی. نو که یو ښه ادیب په داسې حالت کښې ادب تشریح کول غواړي نو هغه به ګړسره و دې موجوده ادب ته ادب هم نه ووایي. دلته خو ادب ژورنالزم/ریپورټنګ دی یا د پروپاګنډ یو وسیله ده. ځایي ادب تر اوسه نه دی توانېدلی چې د مذهب، تاریخ او سیاست په لوبه کښې دي ځان بې طرفه وساتي، پوښتنه او نیوکه کول خو لا د غره له هغه بلې خوا دي.
★ولیې خدای خبر چې څنګه لیکل کیږي خو په تلفظ کښې دا “ولې” ویل کیږي مګر په لیکلو کښې د “ولې” تور د پوښتنې یا استفهام په جمله کښې د why په مفهوم کارول کیږي او “ولي” د venerable یا وزرګ/بزرګ په معنا کارول کیږي نو مي له دې دواړو څخه بېل د “ولیې” sort توری وکیښ چې کره هم پاتې سي او له نورو توریو سره ګډ هم نسي.
★★ سپیتانه توری زه کله هم په سپي پورې نه تړم، ځکه چې سپی د وفادارۍ یو ستر علامت دی. خو د یو مروج توري له کبله مي دلته په “بده” معنا راوړی دی.