fbpx
تاریخ ژباړې مقالې نړۍ

په ېورپ د انډېن تازېب اغېزې ته ېوه لنډه کتنه: ژباړه: باتور خان

لیکوال افغان جرګه

په ېورپ د انډېن تازېب اغېزې ته ېوه لنډه کتنه (د رېنېسانس نه تر نسل پرستئ پورې)

لېک: راجېو ملوترا

(دا کتنه د پښتنو د پاره ځکه اهمه ده چې پښتانه د انډېن سېولائزېشن اېسه وه اؤ د دغه سېولائزېشن په وده کې ډېره غټه ونډه لرۍ.)

د اتلسمې پېړئ په اخېره کې چې کله د بګود ګېتا اؤ زند اوېستا (دا دوه زمونږه  لرغونۍ کېتابونه دۍ) ژباړې ېورپ ته اورسېدې نو د ېورپېانو دسې  لېکنو ته لاسرسې اوشو چې د بائبل اؤ د کلاسېکل ټرېډېشنز ( ګرېکو- رومن ټرېډېشنز ) د لېکنو نه بېخۍ بدلې اؤ خپلواکه وې.

په ۱۷۶۵ کې د جان هالوېل د کېتاب ( انټرسټنګ هسټارېکل اېونټس رېلېټنګ ټو بنګال) د چاپ کېدو سره انډېا د ېورپۍ پوهانو د زړه سر شوه.   هندوازم د مسېحۍ مزبۍ پوهانو تر منځه په منازرو کې د پېاوړو دلېلونو سرچېنه شوه. بېا چې کله په ۱۷۹۱ کې د کالېداسا  کېتاب : شکونتلا : په جرمن ژبه کې اوژباړل شو نو د هرډر، ګوئټې اؤ شېلر غوندې لوې لوې پوهان ېې موتاسره کړل.

په ېورپ کې نسل پرستئ په دوو پړاوونو کې وده اوکړه. په دواڼو پړاوونو کې د پړدې تر شا  ېو شان غرزونه وو:

۱: د جرمن نېشنل ائېډنټېټۍ راټوکېدل اؤ وده کول کومه چې د  نوو جوړو شوو ېورپۍ ژبنۍ اؤ کامۍ ائېډنټېټېانو سره په سخته مکابله کې وه.

۲: د ېورپېانو نېواکګرۍ (کالونېېلزم) په تېره تېره د برتانوېانو هغه. اؤ بېا د دې نېواکګرې تر شا د مسېحېت د تبلېغ اېجنډې.

وړومبې پړاو د نولسمې پېړئ تر نېمې پورې اوچلېدو. په دې پړاو کې ېورپې پوهان د لېونتوب تر پولې په سنسکرت پورې نختۍ وو چې په کار ېې راولۍ اؤ ېورپۍ کلچر له لېنګوسټک ( ژبنئ ) سرچېنه جوړه کۍ.  د سنسکرت د زدهکړې په برکت د پېلالوجۍ  په نوم نوې د پوهنې چوکاټ منځ ته راغې.  دغسې ېورپېان د خپل ځان په تکل شول چې دا مالومه کړۍ چې د دوۍ اؤ د دوۍ د ژبو سرچېنه څه ده اؤ پلرونه ېې څوک دۍ. په نوو مالومو شوو پلرونو اؤ سرچېنو به ېې په خپل منځ کې موشتوګرېوانۍ وه . دا پلرونه دوۍ په ډېرو بدلو نومونو ېاد کړل لکه ارئېنز، انډو- جرمنز، انډو- ېورپئېنز اؤ کاؤکېشئېنز. د سنسکرت ېو لوې پوهاند اؤ د کمپېرېټو لېنګوسټک پلار، پرانز باپ به وئېل چې انډو- جرمنز ورته مه واېې ځکه دا به د جرمنېانو اؤ نورو ېورپېانو تر منځه شخړه پېدا کړۍ نو بس انډو- ېورپئېن ورته وائې. د انډېا اؤ سنسکرت د لاسه شورو شوې د ېورپ د پوهنې دا نوې دور دې ته اورسېدو چې په ۱۸۷۵ کې مېکس مولر د کېتابونو ېو لړئ چاپ کړه : دۍ سېکرېډ بوکس اف انډېا: په نوم. د سنسکرت د رارسېدو سره په ېوه پېړئ کې د ېورپېانو سترګې د مډل اېسټ اؤ ېونان ( مېډېټېرېنئېن ) سره سره د هندوستان پلو راوګرځېدلې اؤ اوس هغوۍ ېوازې مېډېټېرېنئېن د خپل کلچر سرچېنه نه ګڼله.  سنسکرت هغوۍ ته د پوهنې نوې لارې پرانستلې.

 دوېم پړاؤ بېا کم نه کم د دوېمې لوې جګړې تر پاېې اوچلېدو. په دې پړاؤ کې ېورپې پوهان د آرېن نسل د تېورئ په رغولو پسې لکه د لېونو سپو لګېدلۍ وو. ېوه داسې تېورۍ چې هغې وروسته د ېهودېانو دوښمنئ ته لاره جوړه کړه. د دوو خېالۍ اؤ لرغونو نسلونو   ( آرئېنز اؤ هېبروز ) د رغولو دپاره ېې د فلسفې اؤ هسټېرېوګرافۍ سم انبارونه اودرول. د دې دوو خېالۍ نسلونو د رغولو سره داسې پوهنېز اؤ سېاسۍ خوزښتونه راووپارېدل چې ېورپ ېې بدل کو اؤ نورې دنېا ته ېې هم تپ اورسېدو.

فلسفۍ ارنسټ رېنان ( ۱۸۲۳-۹۲ ) دا داوه کوله چې هېبروز دنېا د ېو خداېې ( مانوتئېزم ) ډالئ ورکړې ده اؤ ورسره به ېې دا هم وئېل چې ېهودېان په ځان مئېن، ورانکارۍ اؤ په ځائې ولاړ ( سټېټک ) خلک دۍ. د دوۍ  پرتله آرئېنز د ډېرو ښکلو سېپتونو خاوندان وو لکه اېمېجېنېشن، رېشتېالۍ ( رېزن )، سائنس، آرټس اؤ سېاست. دغسې آرئېنز ګڼ اړخېزه خلک وو اؤ په دغه وجه د ګڼوخداېانو منونکۍ ( پولۍ تئېزم منونکۍ ) اؤ پان تئېسټ وو. د دې کسمه خبرو نه د آرئېنز- پلوه پوهانو اؤ مسېحۍ چارواکو تر منځه تاؤ ترېخوالې پېدا شو.

د نولسمې پېړئ  پوهان ېو بل سره په ډېرو خبرو جوړ نه وو خو په دې ېوه خبره ټول ېوه خله وو چې  د ېورپ مسېحېان د دنېا د ټولو نه غوره سېوېلائېزېشن دې. د دوۍ عکېده دا وه چې  د دوۍ په غوره کېدو کې د خداېې لاس دې. وروسته ېورپۍ پوهانو سائنس، پازېټېوزم اؤ کمپېرېټو سټډېز خو راخپل کړل خو تر ننه پورې چې تل ته ېې کوز شې نو په ېورپېانو اؤ امرېکاېانو کې هم دغه عکېده شتون لرۍ.  ېورپېانو به دا وئېل چې دوۍ دسې خلک دۍ چې د آرئېنز اؤ هېبروز ښه سېپتونه پکې را غونډ شوۍ دۍ.

د سنسکرت سټډۍ د هسټرۍ نه را اونېسې تر مائېتالوجۍ، کمپېرېټېو رېلېجن اؤ ، رېس سائنسونو ، پورې سوشل سائنسونه په بله واړاول. د ېورپ آئېډنټټۍ پالېټکس ېې په دسې لارو بوتلو چې د سنسکرت د راتلو نه مخکې د هغې خېال کول ګران وو.  ځکه خو د سنسکرت د پېژندلو نه شاووخوا ېوه پېړئ وروسته د ېورپ ېو پېاوړې پوهان مېکس مولر( ۱۸۲۳-۱۹۰۰)  داسې لېکلۍ:

٫٫ دا ډېر ښه ووشو چې مونږه د انډېا ېوه لرغونې ژبه ېانۍ سنسکرت بېاموندو….اؤ دا بېا ډېره ښه خبره ده چې دا ژبه د ېورپ ژبو ته نزدې ده….د پخوانۍ تارېخ په زدهکړه کې اوښتون ( رېوالوشن ) راغې٬٬

کله چې د انډېا کېتابونه دې ېورپۍ پوهانو ښه اوکنستل اؤ خزانې ېې ترې راووېستې، اؤ دغه خزانې ېې د ژباړې، غلتې ژباړې، غلا (پلېجرزم)، رټلو ترټلو اؤ نورو مېچنو تېرې کړې اؤ په دې ډاده شو چې د انډېن نالج  په ځاېې به ورته اوس خلک وېسټرن نالج وائې نو د انډېا نه د دوۍ زړه موړ شو. بس نو بېا د انډېا نه زدهکړې څېزونو ( ارټس، شاعرۍ، فلسفه ) ته لاندې وتل اؤ لکه د ناوېته (اېګزاټک) ټوټو ېې په ېو دسې انځور کې اولګول کوم ته چې دوۍ وېسټرن سېولائزېشن واېئ. د انډېا کلچر نه د ېورپېانو د ډول سېنګار شې جوړ شو. انډېا ېې خپلو عجائب ګرونو کې ځاېې خو کړله خو د خپل ٫٫ رومانټک اېنډ پرائمټېو پاسټ٬٬ په نوم. په دې کار سره انډېن سېوېلائزېشن خپل ېووالې اؤ ساهووالې د لاسه ورکړو اؤ ېورپېانو ورته په ټوټو کې کتل، داسې ټوټې چې دوۍ په خپل کلچر کې د خپل پاسټ په نوم ځاېې کولې شوې اؤ دغسې د خپل انډېن سرچېنې نه ېې راووشکولې اؤ بېرته ېې په ېورپۍ چوکاټ کې ځاېې په ځاېې کړې.