fbpx
ژباړې فایق ایسپزئ

شپږویشت سړي او یوه جینئ(دریمه برخه)

لیکوال فایق ایسپزئ
بله دا ده چې جبري بیګار له موږ څخه ویده لیوان او غوایان جوړ کړي دي. موږ بیا هم انسانان و، او لکه د نورو انسانانو مو د یو څیز یا بل څيز عبادت کولو، خو موږ ته هغه د هر چا په پرتله ښه وه، یواخې هغې دا خبره محسوسوله چې موږ په سمسته کې ژوند کوو. نور درنګه خلک و، خو هغوي دا پروا نه کوله. هغه موږ ته خپله ښکاریدله، زموږ خپله تانیه. زموږ د ککوړو تانیه. موږ وار په وار هغې ته ککوړي ورکول. دا زموږ د خپلې ګودئ د پاره قرباني وه. موږ هغې ته سلاګانې هم ورکولې. تاودې جامې اغونده، دومره په منډه په پوړو مه خیژه، د لرګو درانه پنډونه په سر مه وړه. هغې به دا ټولې سلاګانې په مسکې مخ واوریدلې، په خندا به ئی ځواب کړې، خو عمل ئی ورباندې هیڅکله نه کولو. موږ هم هغې ته دا ښودله چې موږ ستا څومره خیال ساتو په تا څومره مئین یو. کله کله به هغې موږ ته خواست وکړلو چې د تاخانې دروازه ورته خلاصه کړو او لرګي ورته وچوو. موږ به دا کار هم کله کله ډیر په ویاړ کولو. او نور کارونه هم که به هغې وغوښتل. بس یو وار زموږ یو ملګري هغې ته خواست وکړو هغه ته د هغه یوځینې کمیص وګنډي نو هغې په مسکا ووئیل چې بس نور څه امر ؟ موږ به هغه ملګری بیا تنګولو. هغه بیا ورته د بل هیڅ کار ونه وئیل.
زموږ د هغې سره مینه وه، سړی هر وخت خپله مینه په چا برابروي. سره د دی چې کله کله هغه مینه وچقوي او کله ئی وغندي. کله کله هغه بل ته زهر ورکړي ځکه چې هغه د دلبر پروا نه کوي بس خپله مینه پالي. موږ مجبور وو چې په تانیا مئین شو ځکه چې موږ د مینې لپاره بل څوک نه لرل.
کله کله به په موږ کې یو تن دا دلیل ووئیلو چې موږ د دغه وینځې سره مبنه ولی کوو؟ په هغې کې څه دي؟ موږ ټول به په هغه رابرند شو.خله وتړه. موږ څوک غواړو چې مینه ورسره وکړو. موږ هغه موندلې ده او مینه مو ورسره کړی ده. او موږ شپږویشتو چې له چاسره مینه کړی ده هغه بدلیدونکې نه ده. هغه مقدسه ده پاکه ده. سوچه ده. که چا بل ډول خبره وکړه هغه د ټولو دښمن دی. موږمینه وکړه، په شپږویشت کسه که یو هم مینه وکړي باید هغه د ټلو لپاره د منلو وړ وي. موږ خو شپږ ویشت یو.
زموږ مینه د کرکې نه کمه درنه نه وه. ځینو به فکر کړی وي چې موږ لکۍ وهو خو که داسې وې نو هغوي زموږ نه تیښته ولی نه کوله؟
زموږ د کار د ځائ څخه پرته زموږ د مالک یوه بله نانوائی /تنور هم و. دا هم په دغه ودانئ کې و. خو جلا و. بس په یو دیوال سره وو. خو هلته چې کوم څلور تنورچیان وو، هغوي خپل ځانونه له موږ څخه درانه ګڼل. هغوي کله زموږ خواته نه راتلل. خو چې موږ سره به په انګڼ کې مخامخ شو نو په موږ به ئی وخاندل. موږ هم د هغوي د کار ځائ ته نه ورتللو. دا ورتګ زموږ مالک بند کړی و چې هسې موږ ښکلی ښائسته خوږه ډوډئ غلا نه کړو.
زموږ هم هغويۍ بدي شول، ځکه چې د هغوي کار اسان و، خو مز ورته ډیر ملاویدلو. د هغوي ډوډئ هم تر موږ ښه وه، رڼا ئی هم لرله، کوټه ئی هم ارته بیرته وه. او هغوي پاک او روغ بدنه خلک وو. او هم دغه لامل و چې موږ له هغوي کرکه کوله. موږ ټول خړ زیړبخن ښکاریدلو، په موږ کې درې تنه په یوه جنسي ناروغۍ اخته و. ځینو د څرمنې خارښ لرلو، هغه یو کس د جوړو ناروغي لرله. په رخصتۍ او اوزګار وخت کې به هغوي پاک کالي، کړپندي بوټان، ښائسته کوټونه اغوستل او د ښارګوټي باغ ته به جکر ته هم وتل. موږ خیرنې ریښې اغوستلې، د غتي څرمنې بوټان مو په پښو کول نو پولیس موږ کله د هغوي په څیر د ښارګوټي باغ ته ایله کولو؟