By A Web Design
افغان جرګه
د سیکولرواو ملتپالوافغانانو جرګه
Secular & Nationalists' Afghan Jirga
د سیکولرواو ملتپالوافغانانو جرګه
Secular & Nationalists' Afghan Jirga



By A Web Design
په نړﺉ کې رنګارنګ خترناک وایرسونه شته چي اینسانان، څاروي او ان بوټي وژني. پخوا چي به پښتنؤ کښې یوچا ته وایرس لګېدلی ؤ، نؤ هغه ته به یې "وړجن" ویلؤ. مانا دا چي دا کس له ځانه سره وایرس او ناروغي وړي او بیا یې نؤرؤ کسانؤ ته ورپوري کوي.
دغؤ وړجنؤ به "کَوی" او "شری" هم نؤرؤ خلکؤ ته ورپوري کولؤ. د غاړې او شنې ټوخﺉ وایرس هم د ملایانؤ تر فتوا لا چټک خورېدلؤ. یو بل خترناک وایرس بیا "لچ" ؤ چي له نؤر بدن سره کار نه لرلؤ بس د ادمیانؤ پر سترګؤ مین ؤ. چي یوه کلي ته به راغؤ نؤ بیا به یې ټؤلې پرګنې او تپې پسې راواخیستلې. په تېره بیا ماشومان به ډېر ربړول. مندو به هم د ماشومانؤ سترګؤ ته سور "ګوَل" وراچولؤ. دا یو سور رنګ ؤ چي د ګلاب له اوبؤ به جؤړ ؤ او سترګې به یې پاکې او سوتره مینځلې.
خدای بخښلي خان ابدولولي خان به له نن څخه ۲۰ ماله مخکې په وارو وارو دا ویل چي اسلي جیهاد به هله پیل شي کله چي یو ملا د بل ملا وژنه پیل کي.
د ښاغلي ولیخان دا پېښوینه خو هغه وزباتېدله کله چي مجاهدین په کابل کښې د یوه بل پر مرﺉ سپاره شول نو هم یې ځانونه وشرمول او هم یې افغانستان له برباد کؤ.د ملایانؤ وار لا نه ؤ تېر شوی چي چڼي ورپسې راغلل. چڼیؤ بیا داسي شرمول وکول چي خدای خبر د تاریخ راتلونکی لیکوال به یې په کوم کلم لیکي.
د ملا او تالیب دا شرمولؤ دا بېخرته سیالي په درځ روانه وه چي د دوی دواړؤ اهل کتاب پلار ورپسې راغؤ نؤ دا خونړﺉ ډرامه یوه بل پړاو ته ننوتله.
تېر کال د دوبي په یو توده غرمه د پغمان په یو باغ کې په ساړه سیوري سره ناست وو او یو پخواني جهادي قومندان چې یو څو ورځې اول د پاکستان ګرمۍ وهلی وو، د پغمان د ساړه شمال په ستاینه بوخت وو. دا مشر یو پوه او ګرځېدلی سړی وو، او هره خبره يې درنه او په تول تللې کوله. دې مشر تر جنګ لمخه د کابل د ښائست په اړه داسي خبرې کولې چې ماته افسانې ښکارېدې او دا مي ومنله چې کابل په ښائست او پر مختګ کې د سیمې تر هیڅ کوم ښار کم نه وو.
امریکني سناتور، جان کېري، ویلي دي چي پاکستان دي له خپلې خاورې د ترهګرئ ځالې ایسته کي، کنې امریکه به پخپله کار وکوي. موږ يې د ښاغلي کېري دا نوی دریځ ستایو او پوره ملاتړ یې کوو.
دا هغه خبره ده چي افغان اولسمشر، پارلیمان، او هر افغان له تېرو لسؤ کلنؤ راهیسته هره ورځ کړې ده، خو امریکایانؤ به د سزا او دړکې پرځآی هر ځل نړاند پاکستان ته نؤرې پیسې او شابسي ورکولؤ.
یو بله د هیرانتیا خبره دا ده چي امریکې لا تراوسه هم د هکاني په شان ډلې "ترهګر" نه دي بللې. د سوله دوستؤ افغانانؤ غؤښتنه دا ده چي هر هغه کس او هره هغه ډله پکار ده چي ترهګره وبلل شي
د ښتون لیکوال او شایر خدای بخښلي اجمل خټک پر مړستون چي تالیبه نن تا چاودنې وکولې او یوځل دي بیا هغه لویه ګوناه وکوله چي د نړئ په تاریخ کښې به یې بېخی کم ساری پیدا شي.
تا خو د پښتنو د واکمانانؤ له مړيؤ سره هم لؤبې او تماشې وکولې.
تا د افغانستان یو مشر د لونګئ په بم ووژلؤ.
تا د رامان بابا زیارت هم والوازلؤ او د همزه بابا هغه دي هم تالان کؤ.
تا خو د کابل په ګډون د افغانستان د هرښار په هر لؤبغالي کښې په زرګونؤ پېغلې او ځوانان سنګسار کړل.
افغانان په تاریخ کې
د سردار ایوب خان له مزار څخه غلا
د محمود خان اڅکزي وینا