fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا لیدلوري

د جنوبي او شمالي وزیرستان ولس د جلدي ناروغېو کړېږي

لیکوال افغان جرګه

د راپورونو په اساس په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د کالدانې/لشمانیس ناروغۍ باندې یو لویه برخه خلک اخته شوې دي. د همدې له امله په دغه سیمه کې صحي ایمرجنسي لګېدلې ده. د نړېوال صحت عامه د راپور له مخې دغه ناروغي دغه ناروغي عموماً د نړۍ په هغو سیمو کې زیاته وي چېرته چې د غربت ګراف لوړ، د استوګنې حالت خراب وي، د کډوالي او بې ځایه توب ،د بدن د کمزوري دفاعي سیستم او د کمو مالي سرچینو په سیمو او خلکو کې زیات موندل کېږي.

دغه ناروغي د اب وهوا د خرابۍ او بدلون سره مستقیم اړیکه لري چې هر کال لږ تر لږه تر پنځه شپېته زرو پورې خلک له دغې ناروغۍ مړه کېږي.

د پښتنو په سیمه د لسیزو اوږدو ترهګرۍ او په دې وروستېو کې هلته د نړۍ رنګارنګ وسلې وازمویل شوې چې له دې سره نه یوازی دا چې خلک کډوال شول، کورونه يي ړنګ شول او په لویه برخه مالي او ځاني زیانونه خلکو ته ور واښتل بلکه د سیمې په اب او هوا يي هم ستر اغیزه وکړه او هرڅه په بارودو بدل شوې دي.

د ۲۰۱۴م کال د پښتنو په سیمه د ضرب عضب په نامه د پاکستان پوځ له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پښتنو قبایلو سیمو ته ستر تاوانونه ور واوښتل چې په پای کې يي په سل هاو زره ولسي وګړي له خپلو سیمو کډوال شول او د دوي کورونه ړنګ او سیمې يي په کنډواله بدلې شوی. اوس دا چې ولسي وګړي بېرته خپلو ځایونو ته ستنېږي نو هلته له هر ډول مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي. د تعلیم څخه رانیولی بیا تر خوراک څښاک او د صحت په هره برخه کې دغه خلک له هرې بدبختۍ سره مخ دي.

شاید ډېره خلک به ووايي چې له دغه پوځي عملیاتو پخوا هم هلته صحي مرکزونه او سهولیات نه ؤل مګر لږ تر لږه له دغو عملیاتو ترمخه سیمه کې د اب وهوا د خرابۍ او د اقلیمي بدلونونه مشکلات هم نه ول مګر اوس هوا که هوا تنفس کوي، که اوبه څښي او که سبزیجات خوري دا ټول په بارودو ککړ دي.

پښتون افغان ته په کار ده چې باید په خپلو سیمو د هر ډول وسلو د استعمال پرضد اواز اوچت کړي، که نه خدای مه کړه په راتلونکي کې به نه یوازی دا چې اقلیمي ستونزې لاپسې ژورې شي بلکه راتلونکي نسلونه به يي تبا شي.