fbpx
ژباړې

روبوټي ګاډي د مريخ په مخ باندې تاريخي کنسته اوکړه

د امريکاي ادارې ناسا مر يخ ته لېږلي شوي رو بوټي  ګاډي ، چې کيوراسټي نومېږي اخر  د مريخ په مخ سوري کولو کې بريالی شوی دی او د برمه کولو نه يې دومره رېګ يا بوره لاس ته راوړې ده چې مخکې ازموينې پرې اوکړی شي.

د برمه کېدو په وخت د مريخ  په مخ  د تيږې نه سليټي رنګه رېګ راوتلی دی چې روبوټ دغه رېګ د مريخ د مخ نه پورته کي او تجروبه ګاه کې يې د شننې دپاره واچوي. د دې ساينسي شننې دپاره څه وخت پکار دی چې دغسې د دې د پايلو نه مونږ خبر شو.

په ټول انساني تاريخ کې دا يو تاريخي پک يا موقعه ده چې انسان جوړ کړی شوي ماشين د ځمکې نه برسېره د يو بلې سيارې په مخ باندې د ساينسي شننې او کتنې دپاره غر سوری کوي. په دې کاميابۍ د ناسا ساينسپوهان ډېر خوشاله دي او دا ستره کاميابي بولي.

کيوراسټي يا روبوټي ګاډي دا سوری په…..ګېل……نومې ډوغل کې دننه اوکړو او ساينسپوهان د دې کړنې (عمل) نه دا مالومول غواړي چې په مريخ باندې چرته ساکښ تېر شوي دي او که څنګه؟ د دې څېړنې دپاره داسې کول اړين دي ځکه چې د مريخ د ګټو لوټو شننه کولو نه بغېر داسې څه مالومول ممکن نه دي.

په تيږه کې دننه د څو سانتي مېترو د سوري کولو نه ساينسپوهان د مريخ په مخ باندې د موسمونو بدلون  او د تپکارۍ (تابکاري) نه د خونديتوب  شواهد  لاس ته  راوړی شي.

په تيږه کې د سوري کولو دپاره د ناسا ساينسپوهانو پورا شپږ مياشتې څار اوياست او د تيږې د برمه کولو په وخت يې د ډېر اختياط نه کار واغستو چې   روبوت د څه پېښې سره مخامخ نشي. روبوټ اول سټک په يو تيږه باندې اوازمايلو او په دويم وار يې د ډرل ماشين اوکارولو چې په تيږه کې يې دوه درې سانتي ميتره سوری اوکړو. روبوټ  دوه سوري اوکړل وړومبی د دې دپاره چې برمه د ځمکې نه ځان سره د رېګ د لرلو اغېزې نه پاکه کړي او د دويم سوري نه رااوتی رېګ د شننې دپاره پکار راولي.

په کومه تيږه کې چې سوری اوکړی شو د دغه نوم جان کلاين دی . جان کلاين د ناسا کيوراسټي هلځون(مشن) ساينسپوها وو چې اوس اوس مړ شوی دی.

سرچينه:بي بي سي اردو سروس