fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې

زړې ګناه ته نوے رنګ ورکی زمان زمان۰۰۰ د قبلیدلو نه دې…(اولډ وائین ان نیو باټل)

لیکوال اودلئ ارین
نن سبا په پاکستان کی یو وار بیا د ازادی مارچ، او انقلاب مارچ تر نامه لاندی یوه نوې ډرامه روانه ده. او دغې موسمی ډرامې مقصد په وزیرستان کې روان د دهشت ګردی او د ترهګر په نامه، “د ائی ډی پیز مسئله”
او په اپریشن ضرب عضب کې د پاکستان د فوځ پښتون دښمنه کردار تر خاورو لاندې کوو. . تر یو… میلیون… سیوه پشتانه بې کوره او بې ګوره او د پشتون وطن لوټه له لوټې سرا ور واوهله… او بلې خوا ته په بلوچستان کې راوان د بلوڅو ځوانانو اغو کول او د بلوڅو پُر کورو روان اپریشن د ازادی مارچ او انقلاب مارچ پدې ډرامه کې اورشیډو شوو.. او ډیر ژر به دغه ډرامه موجوده حکومت ته بې له څه ضرر خپل منطقی پاۍ ته ورسی
دا څه نوې خبر نده. لوبه هغه پخوانې ده.. طریقه یې ور بدله کړېده. یعنی” خر هغه دی بس کته یې بدله ده”. اولډ وائن ان نیو باټل……
که چیری موږ د پاکستانی سیاست په تاریخ یو نظر واچو، نو د خبره به راته ډیره زرڅرګنده شی چی پاکستانی اسټبلشمنټ به پخوا په پاکستان کې را ګیر شوی قامو او د اغو په وسائلو باندی قبضه کولو … هغه له خپل واک اختیاره څخه لرے ساتلو دپاره د خپل استعماری مقاصدو د سر کولو د پاره د بیلا بیلو قوتو مرسته اخستلا. د مثال په توګه، د پښتون نیشنلزم د وهلو دپاره ې اول د پشتانه په ټولنه کې مُلا د جماعت علما اسلام، فضل رحمن ګروپ، سمیع الحق ګروپ، او بیا جماعت اسلامی ته په پښتون معاشره کې مورال ور پورته کولو د پاره اقتدار ورکو او هر تعلیم یافته، افسر، ټهیکدار، بیوروکریټ، او پښتون ډاکټر،انجنئر به د خپل پوسټنګ او ملازمت دپاره مُلا ته مات وو. هم د رنګه له پدې هم زړګی نسو سوړ، او بیا ئۍ د پښتون نیشنلزم په مکمل توګه لمینځ وړلو دپاره تر ټولو خطرناک قوت…. لاهوری تبلیغ…. ډیر په شیدت سره په پښتانه معاشره کې را مخ تکو چی هغه ټول پشتون قام بلخصوص د انقلاب سر خیلان یعنی ځوانان د “دین لاهوری”په هیروئینو/ نښه اخته کړل. او هم داسی ټول پښتانه یې ذینی او سیاسی طور…” خصیان” کړل. او په اخیر کی د طالب غوندی قوت ر ا منځ ته کو چی هغه بیا ټول پشتانه قام په نړی کې د یو ترهګر، جاهل قام په توګه مشهور کوو. او ورسره سره ېې پښتونی ټولنه، نرمز، پښتنواله، مشران، پشتون نیشنلزم په خاورو ولړی.
هم دغه لوبه پاکیستانی استخباراتو او فوځ له سندهی، بلوڅ، سرائیکی او بنګالی سره په بیلا بیلو شکلو وکه. له بلوڅو سره اول د سردارونو، نوابانو په شکل کی، او نن سبا د تبلیغ، مُلا او سیکټیرئن قوتو د لارې د بلوڅو د غلامی زنځیرونه را ټینګوی، او یو لیبرل بلوڅ معاشره په شدت پسند او مذهبی معاشره کې بدلولو دپاره کار پیل شوې دی. او که دا حال وو، نو هغه د چا خبر چی…” بیا ما مړ وبله.”…. د سندھی نیشنلزم د کریښ کولو دپاره هم پاکستانی بالادست قوتو اول د پیپلز پارټی مرستی واخسته، او بیا د ایم کیو ایم په شکل کې د سندهی د کراچی قیمتی ځمکه، سائل او وسائل، د کراچی سمندر او ټولې سنده صوبې واک اختیار …اردو سپیکنک بلخصوص ایم کیو ایم واکداران کړل، او نن سندیان په خپل وطن او خاوره واک نه لری.
پنجاب کی د سرائېکی قام د ځمکې، وسائل د نیولو او د سرائکانو غلامی ته دوام ورکول دپاره هلته لشکر جهنګوی، لشکر طیبه، جیش محمد او داسی نور قوتونه جوړ کړل چی د هغو د لارے په جنوبی پنجاب کې سیکټرین یعنی شعیه او سُنی مسلک په خپل اپس کی دست و ګریبان کوو.
هم دغه شیان کافی نه وو. ځکه د په چاونی کې ناست واکدارونو د سیاست په ډګر کی دا مات ګوډ جمهوریت هم ځان ته او د ځان د مفاداتو دپاره خطره وګڼله. او هم داسی چی پاکستان جوړ شو.. نو… “۹ کاله” دا فیډریشن د یو ائین بغیر ویچلولو. ائین یې جوړیدو ته نه پریګدی. او بیا له ایوب خانه راواخلې بیا تر پرویز مشرف تر وخته پوری، په دی هیواد تر ۴۰ کالو پورې ارمی په اقتدار ناسته پاته شوه. او د دی کار دپاره به پاکیستان ارمی او د هغه جاسوسی ادارو په خپل ګرین هاوس په ګهملو کې شیډو سیاست دانان را خوټول او بیا بې د هغو له لړې د جمهوری حکومت د مینځ وړلو دپاره بیله بیلې پلمې کوې. خو، د نائن الیون پس.. نن دنیا ډیرتغیر کړي دی، په پاکستان کی دننه هم خلګ اوس تر پخوا باشعوره شوی دی….خو،،، خو.. د پاکستان فوځ او جاسوسی ادارې نن هم توبه نا باسی. خلګ پدی پوه شو چی په اقتدار ته دا راتګ دپاره فوځ ځینی سیاسی ګوندونه پکاروو، ځکه هغه سیاسی ګوندونه لکه نواز شریف، پیپلز پارټی او یا بیا سیاسی مذهبی ډهلې په بربنډه توګه او د پخوا پا شان دخپلو زړو بادارانو ملاټر نشی کویې. ځکه پاکستانی فوځ اوجاسوسی ادارو د جمهوریت د کمزورکولو دپاره او د پخوا په شان د پشتون، بلوڅ، سندهی او سرائیکایانو و غلامی ته د دوام ورکولو،، او له اصل مسائیلو او وسائلو څخه د خلګو د سوچ اړولو د پاره،، د انټرنیت، ټیکنالوجی، او ګلوبل ویلج په دی نړی کې د غلامی نوۍ زنځیرونه د پاکستانی عدلیه، میډیا په شکل کې را منځ ته کړی دی.. او داسی د مذهبی قوتو د الټرنیټ په توګه نوی شکل لکه طاهر القادری دی، او د سیاسی، ، نام نهاد لیبرل او د ځوانانو د پاره پی ټی ائی نوی مخونه را منځ ته کړ.. په تیر حکومت کې د ازاد عدلیه او ازاد میډیا تر نامه لاندې دغه لوبه راوان وه… او نن طاهر القادری، عمران خان او شيخ رشید غوندې قوتو د لارې یو خو سیاسی او جمهوری ګوندونه بلیک میل کویۍ او بلې خوا ته د پاکستان کی راګېر کړل شوی نور قامونو حقیقی مسائلو لکه د وزیرستان اپریشن، د بلوچستان مسله او په سندھ کې د بې درکه سیاسی خلګ. او د پښتون، بلوڅ او سندهی قامی سوال .قامی مسائیل د خلګو له نظر پټ ساتلو ناکام کوششونه او سازشونه پرت بل هس ندی…. خو…
خو بلې خوا ته د پښتون، بلوڅ، سندهی او نورو قامو… قامی تحریکونه هم نن د دې سیاسی ډرامې په نرغه کې راګیر دی.. او په نتیجه کې هغه د خپل واک او اختیار په ځاۍ د اسلام بی بی، د پښتونو خوندومندو ده ناموس او عزت پُر ځاۍ په اسلام بی بی (اسلام اباد) ډیر پریشانه ښکارۍ. او په خاصه توګه د باچا خان د” انغری” او د خان ښهید د “انغری” مالکان او د پښتون قامی تحریک دغه دوو معتبر” ټبر” په خپل اپس کې د اتحاد او د پښتون قام دپاره یو مشترکه لائحه عمل پُر ځائ کله د سنده دا پی پی پی لمن نسی او کله بیا د پنجاب د نواز شریف..