fbpx
جلال بازوان ژباړې سیمه او افغانستان مقالې

تر دوهمې نړېوالې جګړې مخکې د امریکا او افغانستان اړیکې

لیکوال جلال بازوان

په شلمه پېړۍ کې د انګریزي ښکېلاک څخه د ازادۍ اخیستلو ترمخه امریکا د افغانستان په اړه تل یو محافظه کاره او له ابهامه ډکه تګلاره غوره کړې وه. د دغې مبهمې تلګلارې څو غټې وجې دا وې:

۱. په ۱۹۱۹م کال ازادۍ ترلاسه کولو وروسته افغانستان توانېدلې ؤ چې د دوو زبر ځواکونو هر یو روسیه او بریتانیا ترمنځ د واک موازنه رامنځته کړي او له جرمني، ایټالیا، فرانسې او جاپان سره يي خورا ښې اړیکې لرلې. همدارنګه د دوو نړېوالو جګړو په منځ کې امریکا د انزوا(Isolationism)  تګلاره غوره کړې وه او نه يي غوښتل چې په نړېوالو مسایلو کې زیات ښکېله شي نو ځکه افغانستان ورته مهم او ستراتیژیک نه ؤ. د دې ترڅنګ په اسیا وچه کې د نورو سترو هېوادونو ترمنځ ترمخه لا سیالۍ روانې وې او امریکا نه غوښتل چې د نورو سترو هېوادونو سلطه يي واک وننګوي نو ځکه امریکا د اسیا وچې لپاره ډېره محدوده تګلاره غوره کړې وه.

۲. د دوهمې نړېوالې جګړې ترمخه امریکا فکر کولو چې افغانستان موقعیت دومره ستراتیژیک او مهم نه دی نو ځکه يي نه غوښتل چې له افغانستان سره اقتصادي او پوځي مرستې وکړي. په سیمه کې د بریتانیا شتون هم امریکا دې ته هڅوله چې د افغانستان په چارو کې دخیله نه شي.

۳. په وچه کې را ایسار او لرې پروت افغانستان د کلتور،‌عنعناتو او ټولنیز جوړښت او د سیاسي چارو  په اړه امریکا زیات مالومات نه درلودل.

۴. امریکا او افغانستان د یو بل په بهرنۍ تګلارو کې لومړیتوب نه درلود نو ځکه هم امریکا د افغانستان په اړه یو له ابهامه ډک تګلاره غوره کړې وه.

په کال ۱۹۲۱م کې د محمد ولي خان په مشرۍ لومړی افغان هیئت له امریکا سره د سیاسي اړیکو ټینګول او د افغانستان لپاره د امریکايي پانګې راجلبولو په خاطر په سفر ولاړو. د امریکا له ولسمشر (Warren Gamaliel Harding) د افغان هیٍئت سره د بریتانیا له سلا مشورې وروسته وکتل. دغه هیئت د شاه امان الله خان هغه خط هم د امریکا ولسمشر ته وسپارلو چې په کې يي د امریکا سره د اړیکو جوړولو په اړه غوښتنه کړې وه، خو د امریکا ځواب ډېر سوړ، له ابهامه ډک او منافقانه ؤ. د ولسمشر په ځای خط ته ځواب د بهرنیو چارو وزیر (Charles Evans Hughes) وجه دا وه چې که څه هم افغانستان اوس ازادي ترلاسه کړې وه مګر دوي بیا هم افغانستان د بریتانیا نفوذي ساحه ګڼله او هلته هرڅه يي د بریتانیا په سلا مشوره ترسره کول.  د دې ترڅنګ افغانستان یو ورسته پاتې هېواد ؤ نو دوي په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه کم لیدل.

د اروپا د سفر په دوران کله چې شاه امان الله خان وغوښتل چې د امریکا په سفر هم ولاړ شي امریکا په ډېرې بدشرمۍ سره دغه غوښتنه رد کړه. وروسته په ایټالیه کې د امریکا د سیاسي چارو استازي (Wallace Murray) شاه امان الله خان ته یو ټیلیګرام ولېږلو او ورته يي وویل چې د امریکا د خپلې دودیزې تګلارې د محدودیتونو له وجې نه شي کولای چې افغانستان په رسمیاتو وپیژني او د دې ترڅنګ د امریکا لپاره ستونزمنه ده چې د یو هېواد باچا هرکلی دې وکړي. له هغه را وروسته محمد نادرشاه په وار وار د امریکا سره د اړیکو جوړولو په لړ کې منډې ترړې وکړی خو لکه د تېر په څېر امریکا په افغانستان سترګې پټولې.
په کال ۱۹۳۴م کې د امریکا د بهرنېو چارو وزیر (William Phillips) ولسمشر (Franklin D. Roosevelt) په دې قانع کړو چې ولې باید نور مونږ افغانستان نور په رسمیاتو وپیژنو. هغه ولسمشر ته وویل: که څه هم زمونږ په فکر افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی مګر د نړۍ ستر ځواکونه ټول افغانستان په رسمیاتو پیژني او له نوموړي هېواد سره سیاسي اړیکي لري نو بیا ولې مونږ د افغانستان په اړه تل محافظه کاري غوره کړو؟ افغانستان اوس یو باثباته هېواد او سیاسي حاکمیت او استحکام يي ورځ تر بلې ښه کېږي، نو باید مونږ افغانستان په رسمیاتو پېژندلو سترګې پټې نه کړو. ولسمشر (Franklin D. Roosevelt) د خپل بهرنېو چارو وزیر خبره ومنله او محمد ظاهر شا ته يي د دوو هېوادونو ترمنځ د لسو کلونو سړو خبرو اترو وروسته د رسمي اړیکو او د افغانستان په رسمیات پېژندلو اړوند یو لیک ولېږلو.
تر دې د مخه په افغانستان کې د امریکا کومه پانګونه نه وه مګر په کال ۱۹۳۷ کې د نیویارک د تیلو د استخراج یو شرکت د افغانستان په شمال کې پانګونه وکړه خو دوه کاله وروسته دغه پروژه بنده شوه هغه ځکه چې له یوې خوا په افغانستان کې د تیلو تقاضا کمه وه او له بلې خوا افغانستان په وچه کې راګېر هېواد ؤ نو د تیلو استخراج په لوړه بیه تمامېدل.
د دې ترڅنګ یو بل ستر مشکل د شوروي اتحاد نیوکې وې. د شوروي اتحاد د افغانستان په شمال کې د لویدیځو شرکتونو په فعالیت اندېښنه لرله او هغه يي‌ د خپل امنیت ته ګواښ بللو.

ژباړه او راټولونه: ج.ب
نانجینګ پوهنتون
دوشیا کتابخانه

Leave a Comment