fbpx
خاطر مانېروال ژباړې

په مريخ  د اړنګمنو ډاګو ليدنه

د امريکا  خلاي ادارې ناسا روبوتي ګاډي، کيوراسټي ( ارغونځ ) د مريخ نوي انځورونه رااستولي دي چې په هغې کې د ډاګو نوي رنګونه ليدلي کيږي. دې روبوتي ګاډي د ماونټ شارپ (څوکورغر)  کوم چې د دې  هلځون (Mission)مهم ټاپی دی، ټولين (Panorama) انځورونه او په يو بله سياره باندې غږيز ريکاردېنګ  (هدوګن*) هم رالېږلی دی .

د دې رسنيزو هلو ځلو سربيره کيوراسټي، چې خلاي  ليبارتي هم نومېږي  د خپلو بې سارا ساينسي الاتو په مدد سره د دې سرې سيارې د جاج اغستو دپاره تياری نيسي. د ناسا د وېنا له مخه کيوراسټي داسې مالومات رااستولي دي چې هغه زمونږ دپاره نوي دي. دا روبوټي ګاډی  چې څلور اوونۍ مخکې مريخ ته لېږلی شوی دی ، د خلاي ساينس په تاريخ کې زړه ور کار بولي او هيلمن دي چې د دوو کالو په  موده کې په مريخ باندې د ژوند شتون او ناشتون ته غوڅ ځواب ورکړي.

                                                                                                                                                                                          دمريخ په مخ باندې دوې رنګه ډاګې                                                                                                                               

د دې هلځون د ټولو نه مهمه دنده د سرې سترګې  جنوب ته  هاغه څوکور غر  ته  ځان رسه ول  دي کوم چې د روبوټ نه شپږ کلوميتره بيرته دی . دا واټن به په دوه کلونو کې سرکړی شي. دا وخت روبوتي ګاډی د هاغه نښانونو  جاج اخلي  کوم  چې د ګاډي کوزولو په وخت د مريخ په زمکه باندې کرېن (ډينګلۍ) جوړ کړي وو.

د دې شننې نه وروستو کيوراسټي دا مالومول غواړي چې په مريخ باندې چرې اوبه وې او که نه. دا لېبارتري د خپلو ساينسي الاتو په مدد سره کولی شي چې د بېلابېلو غازو او د غر د تيږو جاج واخلي او موندنې يې زمکې ته رااولېږي. دا روبوټ کولی شي چې دغر تيږې د ځانګړو او ځواکمنو وړانګو په وسيله  د شننې دپاره بړاس کې بدلې کړی.

 

د څوکور غر لمنه او ډاګې. دا ټولين (Panorama) انځور روبوت رااستولی دی.

د ناسا ساينسپوهانو دپاره د ټولو نه زړه پورې څيز د ماونټ شارپ هاغه ټولين انځور دی چې په هغې کې د غر لمنوته څېرمه دوه رنګه ډاګې ليدلې کيږي، خاورينې او ايرنې. د ايرن رنګ ډاګې په ښکاره توګه  د اورين غرايرې مالومېږي او يا د زوداره زلزلو نښې نښانې. خو د غر نه ګېرچاپېره په مخ باندې پرتې د بوختو نښانونه داسې څه شهادت نه ورکوي.

د کيوراسټي مخکې پړاو هاغه ګينلګ نومې ځای دی چرته چې د مريخ درې بېلابېلې ډاګې سره يو ځای کيږي. دا ځای د روبوټ نه څلور سوه ميتره لرې دی او د څوکور غر په لاره کې  پروت دی.

خاطرمانېروال

بي بي سي ويب پاڼه