fbpx
ژباړې فایق ایسپزئ

شپږویشت سړي او یوه جینئ دوهمه برخه

لیکوال فایق ایسپزئ
لیک او ژباړه: فائېق خان یوسپزئ
بیا به بل کس سندره پېل کړه، اوس به دوه نرم پاسته، او مدهم اوازونه وو، چې په دغه تنګه کوټه کې به ږغیدل. ناڅاپه به نورو هم ورسره اوازونه غبرګ
کړل، او سندره به لکه د سمندر د څپې ورغړیدله، لکه د هوا به پورته شوله، داسې به ئی دغه تنګه کوټه ارته بیرته کړله، دیوالونه به خواره شو، د زمکې سینه به لویه شوه،بیا به موږ شپږویشتو کسانو سندره ووئیله. زموږ درنې او خوږې سندرې به دغه تنګه تاخانه ونړوله، اوازونه به بهر ته ووتل، لکه د سلګو، غریو نیولو سلګو، د زړه دړد به ئی ټکور کړو، زاړه زخمونه به ئی وشلول. ارمانونه به ئی په ګډا کړل،سندر غاړ به تاوده تاود اسویلي راکاږل، ناڅاپه به یو کس غلی شو چې بل واوري. بیا به هغه هم خپل اواز په کې ګډ کړلو. یو بل به حیران شو اوهو، او سترګې به ئی پتې کړلې. دغه سندرې به داسی یوړلو لکه په لوئی ارت بیرت سړک چې روان یو. خو د تنور لمبو به دیوالونه سره کړل، د لمبو سیورې به په دیوالونو په نڅا شول. د نانبائی بیلچې به زمکه ووهله زوګ به ئی جوړ کړو. موږ هغه و، چې د نمر رڼا او د وطن تازه هوا ترینه غلا شوې وي، لو د غلامئ تیارو کې ساه نه شی اخیستلې.نو موږ ژوند کولو، موږ شپږ ویشت، په دی تنګ لحد کې.

خو په دې ژوند یوه د ښکلا څړیکه هم وه ، زموږ د پاسه د زرګر په کارخانه کې جینکئ اوسیدلې، هغه یوه جینئ وه چې نوم ئی تانیه و،د شپاړسو کالو یوه وینځه . هر سهار به د کړکئ په ښیشه کې یو ګلابي مخ راوځلېدلو. ښائسته شنې سترګې، یو ښکلی سندریز نرم پوست ږغ.

وړو زندانیانو مننه !!! تاسو زما لپاره ککوړي لرئ ؟ په دغه ښکلي ږغ موږ ټلو به څټونه ورته په یو ځائ وګرځول، او دغه ښائسته جینوټي مخ ته به مو وکتل، چې ډېره خوږه نرمه مسکا به ورباندې غوړیدلې وه. وړه پوزه به ئی د کړکې په شیشه ښخه کړی وه. د نیمکښو نرو شونډو شاته سپین ښائسته غاښونه، زموږ د هرې ورځې مزه وه خوند و. موږ به په یوبل وختلو چې دروازه ورته خلاصه کړو. هغه به رادننه شوه ، رڼه او معصومه. څټ به ئی یوې خوا ته کوږ نیولې و، او په شونډو به ئی مسکا وه. د هغې ښائسته اوږدې زلفې به په د هغې په اوږو او سینو زنګیدلې. موږ ګنده مخو، ککړ بدنو، بدرنګو به په هغې کې نظرونه ټومبلي و. هغه به څلور پوړئ پورته ولاړه وه نو زموږ څټونه به شاته تللی وو، چې سم ورته وګورو. موږ به ورت سهار په خیر او نور ناشنا توري وئیل. دا توري به موږ یواخې د هغې لپاره ساتلي وو.

موږ چې به له هغې سره خبرې کوې نو زموږ اوازونه به پاسته شو، زموږ لیده کاته به نرم شو، موږ د هغې لپاره نور خلک وو، بیخي بدل. نانبائی به خپله بیلچه د ښو پخو او ښکلو ښکلو ککوړو ډکه کړله او د تانيې ځولئ ته به ورګوزار کړله.

اوس ځغله ورکه شه کنه بادار به دی ونیسي. هر وخت به مو دغه وئیل. هغې به په ټق ټق وخاندل، وئیل غریبو زندانیانو !! د خدائ په امان او لکه د مږې به په بیړه وښوئدله.

چې هغه به ولاړه موږ به د یو بل سره د هغې خبرې په خوند خوند وکړې. موږ به هم هغه خبره کوله چې پرون او هغه بله ورځ مو یو بل ته کړی وه. ځکه زموږ ژوند په یو ځائ ولاړ و، لکه د سخا اوبو نو نوي راسره څه نه و.

ژوند هغه وخت تریخ او کرکجن شي چې په یو ځائ ډنډ شی. نه په مخ ځي نه په شا. چې ساه درنه هم نه وځي او زوند درته هم نه راځي. نو ډیر دردونکی حالت وي. کله کله موږ د جینکو په هکله داسې سپکې او قچرې خبرې کوو، چې زموږ غوږونه هم دغه بربنډ او لغړ توري اوریدل نه غواړي. موږ چې کومې ښخې پيژنو باید د درنې ژبې حق نه لري. خو تانیه داسی نه ده، موږ هیڅ سپک توری د هغې په هکله په ژبه نه راولو. موږ هغې ته ډیر درانه ګورو. کېدی شي د دی لامل دا وي چې هغه موږ سره ډیر وخت نه پاتې کیږي. هغه لکه د ستوري راخي او لکه د ستوري ځي. کیدی شي هغه ښائسته وه ، معصومه وه او هر ښائسته او معصوم څیز په ګنده خلکو کې هم پاک وي.
نور بیا……!