fbpx
ژباړې فایق ایسپزئ

شپږویشت سړي او یوه جینئ (لمړۍ برخه)

لیکوال فایق ایسپزئ
میګسم ګورکي
موږ شپږ ویشت کسان وو. موږ ژوندي مشینان وو، چې په یو سیبژنه/ نمجنه لونده، د زمکې لاندې تاخانه کې مو له سهار څخه تر ماښامه بیګار کولو، موږ وړه اخښل او د هغې نه به مو پیړې جوړولې. زموږ د تاخانې کړکئ ته مخامخ یو د ښختو جوړ ځائ و، هغه ځائ هم لوند زنګ وهلی او شین و. کړکئ د بهر اړخ څخه د وسپنو په سیخانو کلکه بنده کړې شوې وه. او په شیشه کې هم د لمر رڼا نه راتلله ځکه هغه هم د وړو په دوړو لړلې وه.
زموږ بادار ځکه دغه کړکئ په سیخانو پئېلې وه چې موږ چیرته بهر سوالګر، وږي، یا یو داسی ملګري ته ډوډئ ورنه کړو چې له موږ سره کار نه کوي. زموږ بادار به موږ ته لټان وئیل. بې کاره خلک. او موږ ته به ئی د د غرمې، د خوړلو لپاره د غوښې په ځائ نیم سوځیدلی بلا بتر راکول. دا لکه د تنور تاوده د ډبرو جوړه سمسته زموږ ځائی و، زموږ د پاسه یو ګنده، لوند ، بد بویه، او د جولا د جالو ډک دروند چهت و. د دغه چهت ، نمجنو دیوالونو، او بد بویه زمکې تر مینځ زموږ ژوند و.
نه ازادي وه، نه تازګي ، بس سهار به پینځه بجې پورته کیدلو د شپږو بجو څخه د مخه به کار ته په کتار و. ژوند کې هیڅ بدلون نه و، د هغه پېړو څخه به مو ډوډئ جوړولې چې زموږ نه مخکې ملګرو به چمتو کړی وې.
د سهار لسو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې، ځینې ملګري به میز ته ناست و، او په لاسونو پورې د نښتو وړو څخه به ئی مینچې رغښتلې. چې لاسونه مو تمبه نه شي. نورو به وړه اخښل. هغه چائنک به راته په ورو او غمژن ږغ سندره وئیله چې مینچې به په کې یشیدلې. کله کله به د نانبائی بیلچه د تنور په سینه وتمبیدله او یو زوګ به ئی جوړ کړو. هغه به په تاودو ښختو ډوډئ اچولې.
د سهار څخه تر ماښامه به په تنور کې لرګې سوځیدل، او د تنور سرې لمبې به د نانوائی په ښختینو دیوالونو ځلیدلې. لکه چې په چپه خله په موږ رشخند وهي. دا غټ تنور داسې و لکه د ښاپېرو د کیسئ د دیو یا د بلا خله، چې د زمکې د تل څخه بهر راوتې وي. غټې وازې جامې، له سور اور څخه سوپلئ، او ګرمه ساه ئي په موږ راپوکله. په دوو سورو کې ئی زموږ نه ختمیدونکي کار ته کتل. دغه دوه سوري د بلا سترګې وې. سړې او بې رحمه سترګې. موږ ته به ئی په کرکجن نظر کتل لکه چې زموږ د دی تلپاتې مرئیتوب څخه ورته کرکه ورځي. او د دی یو حالت څخه تر پوزې راغلې وي. دغې بلا ته زموږ د دی غیر انساني ژوند څخه کرکه ورتلله او له موږ ئی هیڅ تمه یا هیله نه لرله چې موږ به هم چیرته لاس پښې وښورو چې ازاد شو. نو هغې به موږ ته د خپلې یخې هوښیارتیا په ژبه ښکنځه کوله.
۲.
دی تنور کې دننه د وړو خټو او د بوټانو سره د بهر نه راوړلې د خاورو خټو، دا ځائ نور چیړ چقړ کړی و، موږ به په خپلو خولو وړه اخښل، او د خپله کاره مو دومره کرکه کیدله چې موږ به دغه ډوډئ نه خوړله. او د هغې په پرتله به مو توره ډودئ خوړله. یو بل ته به په سټولونو مخ په ناست وو، نهه کسان یو اړخ ته او نهه کسان بل اړخ ته، او په دمداره توګه به مو لکه د مشین پېړې جوړولې، موږ په دی کار کې داسې اموخته وو، چې زموږ هیر و، ګنې چې موږ هم څه کار کوو.
موږ یو بل ډیر ښه لوستې و او موږ یو بل ډیر ښه پيژندلو. موږ د یوبل د تندې هرې ګړونجې څخه خبر و. او موږ هره موضوع د بحث په میدان کې په ځغلولو ستړې کړې وه. نو ځکه به هر وخت غلي زوړند سرونه ناست و. بس کله کله به مو په یو بل ټوقه وکړه. خو په چا ټوقه کول هم هر وخت نه کیږي. بیا چې خلک شپه او ورځ یو ځائی په یو ډول کار بوخت وي. موږ دومره هم پوهه نه و، چې د یو بل په کار کې چینجي وباسو. ځکه موږ خو ټول نیم مړه او نیم په نوم ژوندي وو، سخته مزدوري انساني خواهشات او احساسات ووژني. خو خاموشي هغه وخت بلا شي، شیشکه شي، چې خلک ټولې خبرې خلاصې کړی او ورسره د نورو وئیلو لپاره هیڅ هم پاتې نه شي.
موږ کله کله سندره هم وئېله، دا به داسی وه چې یو کس به سندره پېل کړله، یو کس به لکه د ډیر ستړي اس په سات اوږده ساه راکاږله بیا به موږ ټلو هغه سندره پېل کړله چې د سندر غاړي د زړه بوج سپکوي. لومړی به یو کس سندره وئیله او نورو به په چپه خله اوریدله، دغه سندره به د دروند او لوند چهت لاندې ورکه شوه، لکه د یو کوچني اور د خزان په لونده شپه کې.
نور بیا………….