fbpx
سیمه او افغانستان

د سیګار موسسې او افغان حکومت له درکه ۹۱ میلیارده ډالر نادرکه دي

لیکوال افغان جرګه
د سیګار موسسې او افغان حکومت له درکه ۹۱ میلیارده ډالر نادرکه دي
تیرو څو میاشتو کې د سیګار موسسې راپورنه چې افغان حکومت سره ۱۰۴ میلیارده ډالره مرسته شوې ناسم څرګند شول.
د بې بې سي پښتو راپور په بنسټ د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدلهادي ارغندیوال د افغانستان سره د ۱۰۴ میلیاردو ډالرو مرسته ناسمه بللی او واي چې ۷۳ میلیارده مرسته شوی چې له دې څخه یوازې په ۱۸ فیصدو د افغان حکومت واګی وو چې دا ۱۳ میلیاردو ته رسیږي.
سوال دا دی چې ۹۱ میلیارده چې د افغانستان سره د متحده ایالاتو مرسته شوې چیرته تللي؟
ایا فساد کې د افغانستان حکومت ښکیل دی که متحده ایالت؟
د افغانستان او امریکا خلکو ته باید د افغانستان او امریکا حکومت ځواب ورکړي چې دا ۹۱ میلیارده ډالر په څه لګول شوي چې افغانستان ته یې ناامني او فساد راوړی؟