fbpx
ژباړې فایق ایسپزئ

شپږویشت سړي او یوه جینئ(څلورمه برخه)

لیکوال فایق ایسپزئ
پوځي سخت خښمیدلی و. پورته تنور ته وختلو او وغورېدلو.
نه ماته ووایه څوک؟
تاته ووایم ؟ تنورچي ورته راوګرځیدلو.
سمه ده ، ته تانیا پيژنی؟ هن ؟ په هغې کوشش وکړه . ته ،،،
تانیا ؟ هغه ماته هیڅ هم نه ده. ګورو به . ته په ئی ګوری. بس ماته یوه میاشت وخت راکړه. تانیا په کې لا څه وي، بس دوه اونۍ راکړه.
پوخي ته څومره ډوزمار ئی.
بهر ووځه . ځه ورک شه. تنورچي بیلچه پورته کړه . پوځي وروستو شو. او بیا ولاړلو. د بړیکې په وخت موږ ټول چپ ناست وو. خو چې پوځي ولاړلو نو یو شور او خبرې اترې جګې شوې. یو کس په تنورچي چیغه کړه چې دا دی ډیر غلط کار وکړلو. تنورچي ورته په ستغه ووئیل خپل کار کوه.
موږ پوهه شو چې پوځي پیغور په زړه خوړلی و. او اوس تانیا په خطر کې وه. خو موږ ډیر بې تابه او ناقلاره هم وو. چې څه به کیږي. تانیا به پوځي ته ټینګه شی او کنه؟ ټولو په کلک باور چیغه کړه چې تانیا به ټینګه شي. پوځي تانیا په بربنډ لاس نه شي رانیولی. موږ خپله تانیا ګوډئ په ازمیښت کې واچوله. موږ هسې کلک شو چې زموږ پاکي د باور پاکي ده. او زموږ باور به ګټي.
د هغې ورځې ورستو زموږ ژوند بدل شو، زموږ فکر بدل شو. یو فکرمند او شک من ژوند پیل شو. موږ به ټوله ورځ د یو بل سره دلائل وئیل. موږ د شیطان سره جګړه پیل کړې وه. او زموږ مورچه تانیا وه او چې موږ د تنرچي د خلې خبر شو چې پوځي په تانیا جالونه ویشتل پیل کړي دي نو موږ یوه خوندوره ویره احساسول شروع کړل. ژوند داسې په زړه پورې شو چې موږ هډو پوهه نه شو چې زمو ږ مالک موږ ته خمبیر څورالس سیره د ورځې دروند کړی دی. خو موږ په کار نه ستړي کیدو. ټوله به ورځ به د تانیې نوم زموږ په خله و. او هره ورځ به موږ په ناشنا بې صبرئ هغې ته کتل. موږ به کله کله داسې خیال وکړلو چې یوه ورځ به تانیا راشي او هغه به بیخي بدله وي. موږ هغې ته د بګړې په هکله هیڅ نه و وئیلي. خو رویه مو هم ورسره نوره ښه شوې وه او مینه مو هم ورسره ډیره شوې وه.بیا یوه ورځ موږ ته تنورچي ووئیل چې یارانو نن هغه ورځ ده.
موږ خبر و چې نن هغه ورځ ده. خو موږ سخت لیواله و. نن ورته ګورئ تانیا به نیغه دلته راځي.یو کس ورته ووئیل ولی؟ بیا یو تود بحث وشو، نن به موږ ته پته لګیدله چې هغه څنګه ده چا پورې چې موږ خپل ټول امیدونه او هیلې تړلې وې. نن موږ ته درک ولګیدلو چې موږ څومره لویه لوبه پېل کړی ده. نن به موږ خپل ټول باور وبائیلو.یا به پاکي وګټو. ټوله اونۍ پوځي په تانيې پسې لګیدلی و. خو موږ د هغې نه هیڅکله پوښتنه نه کوله چې هغه څه کوي؟ هغه هر سهار راتلله خپل ککوړي ئی وړل او موږ سره هم هغه د پخوا شان وه.
په هغه سهار هم موږ د هغې ږغ واوریدلو ! اوهه غریبو زندانیانو، زه راغلم.
موږ ور خلاص کړلو، موږ ټول چپه خله ولاړ و، زموږ سترګې په هغې ښخې وې. موږ نه پوهیدلو چې هغې ته څه ووایو؟ څه پوښتنه ترینه وکړو؟ موږ یو غمژن او چپ کنډک ولاړ وو. هغه هم د نورکله نه بې کراره ، زیاته سپینه او حیرانه وه، راتاو شوه او پوښتنه ئی وکړه. تاسو ولی نن داسئ یی؟
او ته ؟ تنورچي ترینه په نرم او غمژن ږغ پوښتنه وکړه.
زه ولی؟ هیڅ هم نشته. ژر ماته ککوړي راکړئ.
د دې نه مخکې هغه هیڅکله بیړه نه وه کړی. تنورچي خپل سترګې په هغې ښخې کړی وې او ورته يی ووئیل ډیر وخت دی. بس هغه ناڅاپه تاو شوه او په دروازه کې ورکه شوه. تنور چي بیلچه پورته کړه او غلی غونده یی د ځان سره ووئیل ، دا ولاړه، د دی کیسه د هغه غويي پوځي سره جوړه شوه. ځناور، د خر بچی. بس موږ چپ کیناستلو او خپل کار مو شروع کړلو. یوه شیبه وروستو یو کس وويل هو اخر نو ….. تنورچي چیغه کړه . خله بنده کړئ. موږ پوهیدلو چې هغه هوښیار و، زیرک و. او د هغه ږغ داسی و لکه چې موږ په پوځي لوبه بائلله. زموږ زړونه مات او حوصله پریوتله.