fbpx
مقالې

ټولنیز شعور

لیکوال ولي ولسپال
دټولنی وګړی د خپل شعور تعین د معروض څخه کوی او په دی کی په ځانګړی توګه ټول داخلی او خارجی عوامل خپل ژور اثر پریږدی چی عمومی شعور ته تشکیل ورکوی او بیا دا عوامل او هغه عرض او معروض چې شخصیت او هم ټولنه پکی اوسیږی د شخصیت په بڼه کی خپل اظهار کوی دا هغه څه دی چې شخصیت یې د ټولنیزو عواملو څخه اخلی هم دا رنګه ټولنیز شعور په انسان کی را پیدا کیږې چې د ټولنی د ستونځو او مادی حالاتو عکاسی کوي. دا یو مادی غبرګون دی په مادې حالاتو پوری تړلی دی له دې څخه پرته بل هر هغه فکر شعور او نظریه چې د مادی نړۍ سره تړاو نه لری یواځی خیالی نړۍ ده. چې زموږ د ژوند په لارو چارو کی هیڅ لاس نه لری. د یو ټولنیزی نړۍ د تشکیل لپاره یواځنۍ ټولنیزه نظریه چې مارکسی نظریه ده د ټولنی ټولی ستونځې او عوامل په مادی توګه واضع کوی او په اجتعمای مادی بنسټونو دی ټولو تضاداتو ته د پای ټکی ږدی.