fbpx
مقالې نړۍ نعیم خان

نړیواله ترهګري

لیکوال نعیم خان
نړیواله ترهګري د نړیوال قدرت والو هغه مفکوره ده چې له مخې یې ټوله نړۍ د یوه نالیدلي او پیچلي دښمن د ویرې لاندې ژوند کولو ته اړباسي. ویرې ته په دې مفکوره کښې اساسي ځای ورکړل سوی دی او نړیواله میډیا او نړیواله څارګریزه ټولنه چې په دې وخت کښې باید ټولنې ورته وویل شي، د دې ویرې په خورلو کښې لویه دنده په خپلو غاړو لري. نن د نړۍ اویا فیصده میډیا او نوی فیصده څارګریز عملیات په دې بوخت دي چې د ترهګرۍ شوشه د خلکو په مغزو کښې ژوندۍ وساتي.
په پنځلسمه پیړۍ کښې چې د سیاستمدارانو پلار میکاویلي چې د ایالت ساتنې لپاره کوم سیاسي عفریت جوړ کړی و، ایله نن یې په یویشتمه پیړۍ کښې سا واخیستله. نن دې عفریت غونډه نړۍ د خپل ویرونکي سوري لاندې راوستي.ټول جهان د یوه امنیتي ایالت په څیر د یوه نالیدلي دښمن سره په جګړه کښې ښکیل دی.هر سړی په شخصي توګه او د جهاني ټولنې استازي سیاستمداران، پوهان،هنرمدانان،لیکوالان، ویناوال،کارپوهان او په تیره تیره امنیتي مسولین یا خو د ترهګرۍ په مضمون په خبرو اترو بوخت دي او یا بیا ورسره په عملي ډګر کښې لاس او ګریوان دي.
که د یو څو دقیقو لپاره داسې انګیرنه وکو چې نړیواله ترهګري لکه د یوې ډرامې په څیر په یوه ارامه
کوټه کښې لیکل کیږي او لومړی هدف یې دا وي چې د ترهګرۍ ټکی (terrorism) د نړۍ هر کور ته وروپیژندل شي نو دا هدف یې تقریبآ تقریبآ لاس ته راوړی دی.
باید د نړیواله ترهګرۍ په مضمون له پوهې لپاره په لومړي پړاو کښې هغه اصلي پوښتنه وکړو چې اخیر دا کار څوک کوي او ولي یې کوي؟ دا کار ولي کول کیږي، په دې خبرې سیړنه کیدلای سي خو دا کار څوک کوي، د دې پوښتنې ځواب باید د امریکه د اولس مشر سره هم نه وي.
باید لومړی پردې وغږیږو چې نړیوالو سوداګرو په درسته نړۍ د ترهګرۍ عفریت ولې ورسم کو؟ د امریکا اولس مشررونلډ ریګن په خپله یوه وینا کښې داسې وویل “we need to discover our universal enemy”
له دې وروسته د امریکا او اروپا په پوهنتونونو کښې د environmental sciences په نامه د کورسونو یو بهیر پیل سو او هدف یې دا و چې په چاپیریال کښې د یوه داسي زورور عفریت څیره راپیدا کړي چې له ویرې یې ټوله نړۍ د یوې چترۍ لاندې پناه اخیستلو ته اړ باسي او دغه چترۍ به د امریکا په لاس کښې وي. د ناسه کارکونکو د زورورو توپانونو، کاوکو سیلۍ جپاړونو، سونامیانو او ان په لمر کښې د بدلون خبرونه خورول پیل کړل خو دا فکر خورول که یو اړخته د لګښت له لمخه لوړبیه و نو بل اړخته یې خورا ساینسي پوهې ته اړتیا درلودله. هیره دې نه وي چې په دې لړ کښې د هالي وډ فلم جوړونکي کمپنۍ ډیرې هسې وکړي چې دغه پټ دښمن چې ریګن ورته په خپله وینا کښې ګوته نیولي وه، د خلکو په مغزو او فکر کښې ورته ځای پیدا کړي خو هغه نتجه یې ورنه کړه د کومې نتجې لپاره چې نړیوالو سوداګرو د ( Environmental Nightmare ) خاکه جوړه کړې وه. که څه هم د ویرې خورولو دغه پروسه لا تر ننه دوام لري، خو نړیوالو سوداګرو خپل هدف ته د زر رسیدلو په خاطر یوه بله پارونه رامنځته کړه.
د زبرګ جارج ایچ بش په وختو کښې د یوه نړیوال نظام (New World Order ) یوه نالوستي او نالیکلي خاکه په هغه وخت کښې چې زبرګ بش په اټلانټه کښې په رخصتیو و، په یوه نارسمي ناستي رابرسیره کړه. د یوې پوښتنې په ځواب کښې مشر ښاغلي جارج ایچ بش وویل چې نړیوال نظام یو لیکلی دستاوېز نه دی خو د خلکو د عکسل امل په نتجه کښې یوه د جوړیده په جریان کښې دستاوېز دی. په یولسم ستامبر کال نولس سوه یو نوي کښې د کانګرس غبرګو ناستې ته ښاغلي بش داسې وویل
“We have before us the opportunity to forge for ourselves and for future generations a new world order — a world where the rule of law, not the law of the jungle, governs the conduct of nations. When we are successful — and we will be — we have a real chance at this new world order, an order in which a credible United Nations can use its peacekeeping role to fulfill the promise and vision of the U.N.’s founders.”
که څه هم د یوه نوي جهاني نظام ټکي د ویلسن او چرچل په ویناوو کښې رابرسیره کیږي چې په نتجه کښې یې دویمه جهاني جګړه او د ملګروملتونو سازمان رامنځته کړی سو چې د نړیوالو سوداګرو ګټې وساتي خو دا ځل یې د نوي نړیوال نظام په هغه وخت کره کتنه وکړه چې د صدام حسین عراق یې په کویت کښې مات کړ.عراق د لویدیز والو لپاره یوه پراخه د تجربې کوټه وه، دوی دغلته د هر ډول وسلو کارولو پرته هغه فکري او اډیالوژیکي وسلي هم په کار واچولي د کومې ترمخه به چې په راتلونکي کښې بې د څه ډزه او عسکرو لیږدولو په یوه ټاکل شوي هېواد برید کولای شي او خپلواکي به یې د لمنځه وړلای شي. اصلي پوښتنه دا ده چې دغه اډیالوژیکي وسله کومه ده؟ دغه وسله د تالبانو او ترهګرو ورپیژنده او په درسته نړۍ د هغو د ویرې غیلاف خورول و.نن د عراقه نیولي تر پاکستان افغانستانه بشمول ټوله اسلامي نړۍ او په تیره تیره عربي هېوادونه د یوه نالیدلي ویرې سره په تماس کښې ژوند کوي.دا هغه غفریت دی چې رونلډ ریګن په چاپیریال کښې لټو او استخبارتي اورګانونو ورته په مځکې راپیدا کړو.

د نوي جهاني نظام په چوکاټ کښې په لومړي سر کښې د یوې جهاني استخبارتي ټولنې رامنځته کول چې ورسره یوه جهاني میډیا پلوي کوي او کوم ډول عکس چې دا ټولنه نړۍ ته ښودل غواړي باید میډیا هم دغه څیره هو بهو نړۍ ته ښکاره ګړي. په دویمه څوکۍ تالبان او ترهګر دي، د جهاني استخباراتي ټولنې لمړۍ دنده د ترهګرانو پیداوښت، د هغوی پالنه او روزنه ده. ویلی شو چې نوی جهاني نظام به د تالبانو او ترهګرانو پر مټ په نړۍ ورتپلی شي.
په دې ټوله کیسه کښې تر ټولو مهمه ټولنه هم هغه ده چې په دې ټوله کیسه کښې هېڅ چیرته په نظر نه راځي. دا هغه ټوله ده چا چې د استخباراتو، ترهګرو او میډیا دغه درې ګوټیز چوکاټ درولی او د دې چوکاټ د فعاعلیتونو ټوله ګټه ورته رسي.
د نوي جهاني نظام د رامنځته کولو موخه څه ده او ولې ورته اړتیا لیدل کیږي؟ که لوستونکي په یوه ټکي سر خلاص کړي چې د نړۍ د هر خوځښت ، د هر بدلون د هرې جګړي او د هر نوي ایجاد تر شا یوه اقتصادي لامل و نو بیا د نني جهاني نظام تر شا هم هغه نړیوال دوکانداران ولاړ دي د چا د ګټو خوندیکولو لپاره چې دا لویه لوبه پر لوی لاس روانه ده. د زموږ نړۍ چې موږ ته یوه پراخه او لویه جغرافیه بریښي په اصل کښې د دې دوکاندارانو لپاره یوه کوچنی دوکان دی چې په کښې د زموږ دا ستر ستر هېوادونه د دې دوکان وړې وړې خونې دي. دلته د دوکان د مالک او په دوکان کښې د کارکوونکو ګټې د یو بل په بیداد کښې دي، د یو ګټه بل ته تاوان دی. ویره دا ده چې چیرته دا کارکوونکي د خپلو ګټو لپاره ږغ پورته نه کړي او هرومرو به یوه ورځ دا کارکوونکي د خپل حق لپاره ږغ پورته کوي نو ځکه یې په دې دوکان کښې پټې او ویرونکي خونې جوړې کړي. په دې خونو کښې پیریان دي ټالبان دي او په وسله سمبال ترهګر.
اوس راځو چې دا نړۍ چې پورته په دوکان اوښتي، اوس یې د یوه بازار په عکس کښې وګورو. دا د بیموو insurances د خرڅلاو یوه لوی بازار دی، ډول ډول کمپنۍ په کښې په ډول ډول نومونو بیمې خرڅوي، ټول خرڅوونکي د یو بل په ضد په اخستونکو بمې خرڅوي. د اخستونکي لپاره ‍ډیرې دروازې دي او چیرته چې یې خوښه وي او کوم دلال ورته ښه شرایط په ارزانه بیه ورکوي نو د هم هغه دوکان نه خپله سودا وکړي. دوکاندار خوښ دی چې د ګاونډي په پرتله یې ګیراکان زیات دي، اخستونکی خوښ دی چې د ښه دوکان یې ښه سودا په ارزانه بیه واخیسته. خو دواړه په دې پوه نه دي چې د ټول بازار مالک خو یو کس دی، مانا که سودا د هر دوکان څخه خرڅیږي، خو ګټه یې هم د یو کس جیب ته لویږي.
هیره دې نه وي چې هم دغه د بازار مالک یا د ګوتو په شمیر یو څو مالکان دي چې تا او ماله د یوه نړیوال نظام تابیا کوي. ویره د دوی زوروره وسله او ترهګر د دوی کارکونکي دي.