fbpx
لیدلوري

د پاکستان سفیر خبرو د طالبانو حقیقت نور هم بربنډ کړو

لیکوال افغان جرګه

په کابل کې د پاکستان سفیر تېره ورځ ویلې دي چې که هند په هندي کشمیر کې د خپلو وژل شوو پوځیانو د قتل غچ هڅه وکړي نو له دې سره به په افغانستان کې د سولې خبرې زیانمنې شي. مانا دا چې که هند په پاکستان حمله وکړي نو پاکستان به لکه د تل په څېر ښه او بد طالبان به د هند سره جګړې کرښو ته واستوي او هلته به مصروف شي نو له دې امله به د خبرو او مذاکراتو روان بهیر هم زیانمن شي.

د پاکستاني سفیر خبرې څو اړخونه لري یو هم دا چې دوي اوس د جګړې د سون موادو او توکو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي او لکه پخوا به يي چې قبایل راپارول اوس هغوي هم د پنجابي په چل پوه شوی دي چې نور د دې ریاست لپاره قربانۍ ورکول نه یوازی دا چې ضایع نه ده بلکه همدې پنجابیانو د دوي کورونو وران کړل، په زرهاوو يي ووژل، په زرهاو يي لاتراوسه لادرکه او ورک دي نو دوي هم سوال راپورته کوي چې د پنجابي ریاست سره د وفادارۍ سره سره هم د دوي کورونه، بچیان، ښځې او ماشومان ولې وزورول شول؟

بله مهمه دا چې دا اوس ۹۰یمه لسیزه نه ده چې د افغان مجاهدینو په نامه اشرار به د جهاد افغانستان دفاع پاکستان په نامه ډرۍ کوي او د پاکستاني ریاست د ګټو لپاره به ګریوانونه شکوي، دلته اوس نوی قشر د ملي او سیاسو ګټو څخه پوره اګاه او خبر دی.

اوس دا چې پاکستاني ریاست د پښتنو په مقابل کې هم خپل کریډیټ ټول بایللی دی نو د هند د حملې په صورت کې به دوي خپل ساتل شوي او روزل شوي طالبان د هند سره په جګړه کې استعمالوي، د دې څخه دا هم مالومېږي چې پاکستان له هند څخه په بدترینه وېره کې دی نو ځکه دوي اوس لکه د لیوني سپي هرڅه ته غاپي چې صرف په یو نه یو ډول د هند له خوا مواجه شوي خطر څخه ځانونه وژغوري.

Leave a Comment