fbpx
تهذیب

دروهتاس پو ځي او تاریخي کلا دسوري شیرشاه دواکمنۍ یوه نخښه

لیکوال لطیف یاد

دروهتاس مشهوره اوپوځي کلا چې داوسني پاکستان دپنجاب ایا لت دجهیلم په ولسوالۍ کې موقعیت لري دهند دپښتون واکمن شیرشاه سوري ( ۱۴۷۶-۱۵۴۵ زیږدیز) دواکمنۍ په وخت کې ودانه شوې ده .
دروهتاس دکلا دنوم یا دتسمیې دوجې په اړوند بیلابیل نظریات شتون لري .ځینې په دې آند دي چې دروهتاس مانا ( غریزه ډګر) دی ، خوځینې بیا وایی چې دروهتاس مانا دسپینې هګۍ په نامه دی او که چیرې دغه کلا وګورو نو دهګۍ په څیر بیضوی بڼه لري .
که څه هم ددغې کلا دجوړیدو نه څلو نیم سوه کلونه تیرشوي دي ، خو بیا یې هم ځينې بر خې ودانې دي .
تردې دمخه دهندوستان دبیهارپه ا یا لت کې دروهتاسګړ په نامه یوې کلا شتون درلود چې سوري شیرشاه نوموړې کلا دیوه سیمه ایز راجا هري کریشن رای نه په ۱۵۳۹ زیږدیز کال کې ونیوله.
وروسته بیاسوري شیرشاه دروهتاس په نامه بله کلا داوسني پاکستان په جهیلم کې هغې لارې اوسړک ته څېرمه جوړه کړه چې ( Grand Trunk Road) یا جي .ټي .روډ یا جرنیلي سړک یې هم بولي او دغه سړک هم دسوري شیرشاه دواکمنۍ په وخت کې جوړشوی و.
شیرشاه سوري دا کلا ځکه جوړه کړه چې د ګهګړو مخه ونیسي ، خکه هغوی دده پر خلاف دمغولوسره مرسته کوله .
دروهتاس کلا په څلورسوه ایکړه ځمکه کې جوړه شوې ده او دولس دروازې لري چې په دغو دولسو دروازو کې یوه کابلي دروازه ده .دروهتاس کلا ۶۸ برجونه درلودل او دجګړه ایزو تاکتیکونو پر بنسټ یوه پیاوړې کلاوه چې دیرش زره پوځیان بکې ځائیدلای شول.
کله چې مغولي همایون ددویم ځال لپاره دهندوستان واګې په خپل لاس کې ونیولې نو ددغې کلا ځینې پرخې یې ونړولې او غوښتل یې چې دروهتاس ټوله کلا ورانه کړي ، داځکه چې دده دتاریخي دښمن پښتون شیرشاه دلاس نخښه وه ، خو بیرم خان ده ته مشوره ورکړه چې دا کلا باید ورانه نه شي ، ځکه دبیت المال بیسې پرې لګیدلي دي .
باید زیاته کړو چې شیرشاه په دغې تاریخي کلا کې لنګرخانه، څا ګانې ( کوهیان) اوجوماتونو هم شتون درلود . که څه هم اوس ددغې تاریخي کلا ډیرې برخې ورانې دي ، خوبیا یې هم ډیرې برخې شته او ددغه کلا نه ترشیرشاه وروسته مغولو، ګهګړو ، سکانو ، افغاني دراني واکمنانو او انګریزانو هم دخپلو پوخي موخو لپاره ورنه ګټه اخیستلې ده . دغه کلاپه ۱۹۹۷ زیږدیز کال کې دملګروملتونو دیونسکو دسازمان له خوا دنړۍدخلکو دګډو او مشترکو کلتوري میراثونو په فهرست کې شامله شوه .

Leave a Comment