fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

افغان دولت دې له امریکا وغواړي چې سیاست مو روښانه کړئ

لیکوال افغان جرګه

رسنۍ وايي چې امریکا ویلي چې له دې وروسته به د ملي امنیت مشاور حمدالله محب سره کار نه کوي او نه به هم محب ته د امریکا ویزا ورکړي. لومړی خو دا چې محب د کوم شخصي ادارې کارمند نه بلکه د افغان دولت مامور دی او که تاسې له افغان دولت سره کار کول نه غواړی نو زمونږ هم ۲۰۱۰م کال نه دې هېر شوی چې ویل به مو Kabul Doesn’t Matter، او که تاسې هماغه پخوانۍ لوبې تکرارول غواړئ نو بیا تیار اوسئ چې دا ملت به ډېر زر درته ووايي America Doesn’t matter. بیا به تاسې له دې سیمې خپل لنګرګوټونه ټولوی او مخه به وهئ.

افغان ملت له افغان دولت او امریکا دواړو څخه غواړي چې د ملت د صبر او زغم کاسه ډکه شوې ده او نوره حوصله نه لري چې د بوسو لاندې اوبه تېری شي. امریکا ته باید په زغرده وویل شي چې خپل سیاست دې روښانه کړي ځکه په سیمه کې پاتې کېدل، زمونږ سره دوه مخیتوب کول او نور بلابتر به ستاسې لپاره د سیاست او بهرنۍ تګلارې خبرې وي مګر زمونږ لپاره زمونږ د ملت او هېواد د راتلونکي مسله ده.