fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

مونږ یوازی زیرو اخیستو ته لکه چې ناست یو؟؟؟

لیکوال افغان جرګه

په قطر کې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په مذاکراتو کې د پرمختګ په اړه وغږېدو همدارنګه تېره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ په سیمه کې یوې غونډې ته په افغانستان کې د راتلونکي نوي حکومت جوړېدو او د دې ترڅنګ د سولې په اړه خبرې وکړې.

خو له بلې خوا بیا زمونږ دولت همدې ته سترګې په لار دی چې یا خو به زلمی خلیلزاد پرې زیری کوي چې څه ډول مامله يي په قطر کې روانه کړې ده او یا به هم د راولپینډۍ د جي ایچ کیو څخه کوم زیری راشي چې څرنګه او په کومو شرایطو به په افغانستان کې سوله راځي. ملي یووالي حکومت نه یوازی دا چې د سولې مذاکراتو په روان بهیر په ګډون کې مکمل پاتې راغلی بلکه د دې ترڅنګ دا خبره هم نه سپینوي چې دوي ولې ټوله تکیه په امریکا او په پاکستان وکړه؟ دوي ولې پاکه نه وايي چې یا خو امریکا له دوي سره چل ول کوي، یا دوي دومره واک او اختیار نه لري او یا هم دا دوي خپله کمزوري او ناکامي ده چې ونه توانېدل په روان بهیر کې ونډه ولري؟

د پاکو او سپینو خبرو وخت دی که نه د ۹۰یمې لسیزې څخه به هم په بدبخته سرنوشت اخته شو.