fbpx
مقالې

د شېرشا سوري پښتنو ته وینا او د خوشال بابا ځواب

لیکوال جلال بازوان

که چېری قسمت زما لاس نیوي وکړي، زه به ډېره کمه موده کې هند د مغولو واکمنۍ څخه پاک کړم، ځکه چې مغل له افغانانو څخه په توره وهلو کې هېڅ برتره او تکړه نه دي. دا د افغانانو د خپل منځي اختلافاتو وجه وه چې د هند امپراطوري له يي لاسه ووتله. تر هغه چې ما د مغلو ترمنځ مې ژوند کړی او د هغوي د ژوند له کړو وړو څخه خبر یم، په دې راز پوه شوی یم چې مغولي شاهان هېڅ نظم او ډیسپلین نه مراعتوي. د مغولو بادشاهان د خپل مقام او د پیداېښت د مغروریت له وجې د حکومتي چارو څارنه نه کوي. دوي ټول اعتماد په ملکانو، اربابانو او وزیرانو کوي او د همدې له وجې يي حکومتي چارې ټولې همدوي ته ورسپارلې دي. دغه غوړه مالان په هره قضیه کې په فاسده انګیزه کار کوي که هغه د عسکر،کروندګر او که د بغاوت کوونکي بزګرو قضیه وي. هر هغه څوک چې مال دولت لري، که هغه د مغولو واکمنۍ ته وفادار وي او که نه مګر کولای شي چې د دولت په زور خپل مشکل حل کړي، برعکس هغه ډله خلک چې مال دولت ونه لري که څه هم هغوي به خپله وفاداري په سل هاو ځله ثابته کړې هم وي مګر هغوي به بیا هم ونه کړای شي چې خپل حق ترلاسه کړای. د زرو او مال د لاسته راوړلو په هوس کې ډوب دغه غوړه مالان هېڅ د دوست او دښمن ترمنځ فرق نه کوي. که قسمت راسره دوستي وکړي نو زه به واړه افغانان تر خپل کنټرول لاندې راولم او هېڅکله به يي وېش او نفاق ته پرې نه ږدم.

خوشال بابا په ځواب کې ورته وايي:
که رشتیا وایم شېرشاه دا هسي نه ؤ
لکه موږ یو نه پیدا له کوهستانه
پښتانه چې بې ننګي کا څوک يي څه کا
ګورستان لره به درومو له ارمانه
د خټکو د نفاق له ناپوهیه
یا چې غم لرم، له خپله خاندانه
چاته وایم څه به کښم څه هونبره ندی
چې تمام سي له مذکوره له بیانه

Leave a Comment