fbpx
جلال بازوان سیمه او افغانستان لیدلوري مقالې

امریکا: په افغانستان کې د بغاوت/بلوا ضد مبارزه او د ترهګرۍ ضد مبارزه (Counterinsurgency  او Counterterrorism)

لیکوال جلال بازوان

د یوولسم سیپتمبر پېښې وروسته چې کله امریکا په افغانستان حمله وکړه نو یو نوې اصطلاح رامنځته شوه چې  Counterterrorism يي بللو. د افغانستان تر اشعال ترمخه دغه ويی کله نه وه استعمال شوې. د امریکا د دفاع وزرات مطابق کاونټر ټرریزم/د تروریزم ضد مبارزې سټرټیجي د حکومت له خوا د ترهګرۍ د مخنیوي ضد اقداماتو ته ویل کېږي.

په کاونټر ټرریزم کې یوازی تروریستان په نخښه کېږي او هغوي له منځه وړل کېږي. د ۹/۱۱ سیپتمبر پېښې ترمخه د کاونټر ټرریزم سټرټیجي کله نه وه استعمال شوی.

په کاونټر ټرریزم کې مهمه نه ده چې امریکایانو د طالبانو رژیم ړنګ کړی وای بلکه د امریکا هدف یوازی نړېوال تروریستان او د القاعده شبکه وه نو دوي باید د دغې تګلارې له مخې یوازی د القاعده شبکې مرکزونه هدف کړي وی ځکه امریکا کورني امنیت ته خطر القاعده او ورسره تړلې نورې ترهګرې شبکې وې. دا اوس یو ډول کنفیوژن دی چې دوي که څه هم په افغانستان حمله د تروریزم  په نخښه کولو (Counterterrorism) تګلاره وه مګر تر ډېره دغه تګلاره ګډه وډه او ذهني معشوش والی يي‌ رامنځته کړی دی.

امریکا او ملت جوړونه:

د ټولټاکنو ترمخه ولسمشر بوش په په وار وار په خپل ټاکنیز کمپاین کې دا خبره کړې وه چې که دې ولسمشر شي نو په نړۍ کې به ملت سازونه باندې پانګونه نه کوي او امریکا باید دغه کار ته نور د پای ټکې کېږدي. د ټاکنیز کمپاین په مهال کونډه لیزه رایس چې وروسته بیا د ملي امنیت مشاوره شوه د بوش تګلاره په خپله یو مقاله کې واضحه کړه چې د ولسمشرۍ په دوران کې به په ملت جوړونه پانګونه نه کوي. کله چې د یوولسم سیپتمبر واقعه پېښه شوه نو دوي د غچ اخیستو لپاره د (Operation Enduring Freedom) ترنامه لاندې په  افغانستان حمله وکړه چې په نتیجه کې يي د طالبانو رژیم ړنګ او د بن کانفرنس په نیتجه کې انتقالي اداره رامنځته شوه. تر اشعال وروسته امریکا د افغانستان مسلې ته کوم ځانګړی توجه نه کوله او یوازی په افغانستان کې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره يي عملیات کول. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن وايي: امریکا د دې لپاره چې د ملت جوړونې په مسله کې يي پوځیان مصروف او له هغوي اصلي هدف چې جنګونه دي پاتې نه شي  نو له دې امله يي خپل پوځیان یوازی د القاعده شبکې د مرکزونو له منځه وړلو لپاره ګمارلي ول او د ایساف سره يي چندان نژدې اړیکې نه ساتلې ځکه چې په دې کار سره به د امریکايي پوځيانو خپل اصلي هدف پاتې کېدو او په نورو ملکونو کې به په ملت جوړونه کې مصروف شوي وای.

په ۲۰۰۳م کال کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو قوماندان David Barno هڅه وکړه چې په افغانستان کې د کاونټر ټرریزم تګلاره په COIN (Counterinsurgency)  ته بدل کړي ځکه هغه په دې پوي شوی ؤ چې تر هغه چې په افغانستان کې په خپلو پښو ولاړ نظام چې هغه د ولس غوښتنو ته ځواب وویلي شي موجود نه وي د نړېوالو هڅې بې مانا دي. دغه تګلاره د زلمي خلیلزاد، جنرل ایکنبیري او د رونالډ نیومن ټولو خوښه وه. دوي په وار وار له امریکا غوښتنه وکړه چې باید دلته یو داسې نظام رامنځته شي چې هغه ولس ته عدالت، امنیت او د ژوندانه نورې اسانتیاوې ورکړای شي چې له دې سره به د ولس او دولت ترمنځ واټن کم شي مګر د ملي امنیت مشاورې کونډه لیزه رایس او د دفاع وزارت ترمنځ په ملت جوړونه کې د اختلافونو، افغانستان زیات مهم نه ګڼلو، د عراق جګړې او له ځینو نورو وجوهاتو له امله د بغاوت ضد تګلارې (Coin 1.0) ته کله هم بودیجه ورنه کړل شوه.

د بغاوت/یاغیانو/بلوا ضد سټرټیجي څه شی دی؟

د دې لپاره چې د بغاوت ضد سټرټیجي وپېژندل شي اول باید پخپله بلوا/بغاوت وپېژندل شي. د جنرل ډیویډ پیټریس له خوا د ۲۰۰۶م کال په دوران کې چمتو شوی لارښود وايي: یاغیتوب/بغاوت/بلوا هغه منظم تحریک ته ویل کېږي چې د ولس لخوا یو منل شوي او رسمي دولت پرضد وسله واله مبارزه او د هغه نظام د ویجاړولو هڅې یاغیتوب/بلوا/بغاوت دی. د یاغي/بلوا تحریک هدف ولس او عام وګړي نه وي بلکه د هغوي‌ هدف دولت وي.

د جنرل مک کریسټل د هغه راپور له مخې چې ولسمشر اوباما ته يي سپارلې ؤ هغه د بغاوت/یاغیانو/بلوا ضد سټرټيجي د دولت هغه هڅې ګڼلې چې یاغیانو ته ماتې ورکړي. هغه راپور زیاتوي: د بلوا ضد کامیابې مبارزې په نتیجه کې به طالبانو ته ماتې ورکړل شي او افغان دولت به په ځان بسیا او د خپل ولس غوښتنو ته به ځواب وویلی شي.

د بلوا ضد مبارزې سټرټیجي (COIN)، طالبان او امریکایان: 

د بلوا ضد مبارزې سټرټیجۍ د تعریف مطابق باید طالبانو ته ماتې ورکړل شي او افغان دولت  په ځان بسیا او متکي وي ترڅو خپل ولس ته د ژوندانه سهولتونه برابر کړي او بله هم دا چې د بلواګرو او یاغیانو هدف یوازی دولت وي نه هم عام ولس، خو دلته پوښتنې را ولاړېږي او هغه دا چې: طالبانو له دولتي چارواکو زیات عام ولسي وګړي په نخښه کړې دي او ارقام زمونږ او ستاسې ترمخه پراته دي چې دوي مکتبونه، پلونه، سړکونه، روغتونونه، بانکونه په نخښه کړي او همدارنګه تر بل هر چا ډېر عام ولسي وګړي د طالبانو په حملو او ځانمرګو بریدونو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

له بلې خوا امریکایانو هم د ولس په یاغیتوب کې تر ټولو ستر رول لوبولی دی او هغه دا چې خپلسري شپېني عملیات، په کلو، بانډو، ودونو او حتا د افغانستان په ملي امنیتي ځواکونو ړندې بمبارۍ، د افغانستان په خاوره شخصي زندانونه، د دولت سره موازي ادارې او نور ډېر څه د دوي ابتکارونه دي چې د ولس او دولت ترمنځ يي واټن رامنځته کړی دی.

همدارنګه امریکا د افغان دولت په خپلو پښو درولو، په ځان بسیا کولو، د امنیتي او سټرټیجیک تړونونو کې د شوو موافقو کې پاتې راغلې او د دې ترڅنګ د افغانستان په کورنۍ چارو کې مداخلت څخه هم لاس نه اخلي.

د تروریزم ضد مبارزې سټرټیجي (Counterterrorism) طالبان، امریکایان او د سولې خبرې:

د کاونټر ټرریزم د تعریف مطابق د تروریستانو په نخښه کول او د تروریزم مخینوی د دې سټرټیجۍ هدف دی. په دغه سټرټیجۍ کې رژیم ړنګول نشته بلکه یوازی د هغو تروریستانو چې د امریکا کورني امنیت ته ګواښ جوړوي باید په نخښه کړل شي او د منځه ولاړ شي. په دغه سټرټیجۍ کې امریکا باید د پوځونو شمېر راکم، هوايي بریدونه او د بې پیلوټه الوتکو څخه ګټه پورته کړي. د دې ترڅنګ په دې سټرټیجۍ کې د امریکا لګښتونه کم او په ملت سازونه کې برخه نه اخلي.

اوس دا چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرې اترې روانې دي نو مونږ پوهیدای شو چې طالبان د اولې ورځې د امریکایانو هدف نه ول، ځکه چې په ۱۹۹۶م کال کې د بېنظیر بهټو مطابق ولسمشر کلینټن دوي ته شین سیګنل ورکړی ؤ چې طالبان دې حمایه کړل شي. له بلې خوا مونږ په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ د ریکارډ هوايي بمباریو شاهدان یو چې امریکا په افغانستان کې ترسره کړی. امریکا غواړي چې د کاونټر ټرریزم سټرټیجۍ مطابق طالبان بېرته په واک کې راوړل شي او له دې لارې یوازی هغه تروریستان چې د امریکا کورني امنیت ته خطر پېښولای شي خپل هدف وګرځوي. په دوحه کې د روانو مذاکراتو کې د امریکایانو تر ټولو ستره غوښتنه هم د طالبانو او د نورو نړېوالو تروریستي شبکو ترمنځ د اړیکو پرېکون او د افغانستان خاوره د امریکا د ملي امنیت پرضد نه استعمالولو موافقه ده چې دواړه خواو سره پرې موافقه کړې ده.

نور بیا…….

نوټ: ما دلته یوازی د ۲۰۰۳-۵ کلونو ترمنځ د کاونټراینسرجنیسي په اړه یادونه کړې ده. د COIN 2.0 په اړه به بیا کله څه ولیکم.