fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان لیدلوري

د هېواد په جنوب کې څه روان دي؟؟؟

لیکوال افغان جرګه

د هېواد جنوب څخه تل د غمونو خبرونه وي نن یو ځل بیا کندهار د یوې بدې پېښې شاهد دی. په جنوب کې بانفوذه شخصتونو ترور لړۍ له ډېری پخوا څخه را راونه ده او هېڅوک د دې قتلونو ترشا د راز په اړه اواز نه اوچتوي. دا دې څو میاشتې د شهید قهرمان او شهید عبدالرزق د ویر نه دې تېري او نه هم د هغو دوو سترو هستېو د غم اوښکې وچې شوې چې نن يي د هېواد یو بل خوږمن بچی عبیدالله بارکزی شهید کړو.

د عبیدالله بارکزي وژنه په داسې حال کې چې له یوې خوا د سولې خبرې د امریکا او د طالبانو ترمنځ په تیزۍ او سرعت سره روانې دي پېښېږي. د ولسي بانفوذه کړېو او مشرانو د ترور او قتل کیسې د امریکايي او د ملي یووالي حکومت هغه پخواني پلان څخه پرده اوچتوي چې د طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې به طالبانو ته د افغانستان جنوبي سیمې ورسپارل کېږي.

ولس باید د دې قتلونو کلکله پوښتنه وکړي که نه اوس خو د ګوتو په شمېر یو څو مشران په نخښه شوې دي، هسې نه چې په نژدې راتلونکي کې دغه سلسله تر دې هم غټه شي او سبا ته هېڅ د سر سړی په ولس کې پاتې نه شي.