fbpx
سړوبن کاکړ سیمه او افغانستان لیدلوري

تالیبانو په افغانستان کې د امریکې اډې و منلې

لیکوال سرؤبن کاکړ

څلورو پرنګیانو په کوټه کې د تالیبانو له شورا سره خورا ډېر اوږده اوږده مجلسونه او غورې کړې دي.

په دغو پرنګیانو کې یو مایکل سېمپل دی دی چي څو کاله پخوا ښاغلي کرزي ۲۴ ساعته ورکړي ول چي له افغانستانه ووځي، ځکه چي هغه وخت یې هم له ای اېس ای او تالیبانو سره نيژدې تماس و. ښاغلی سېمپل پر پنجاب خورا مین دی، ځکه چي ماندینه یې هم پنجابئ ده.

له هغه سر بل ملګر ښاغلی اناتول لیبان و. ښاغلی لیبان بیا په پښتون دوښمنئ کې ساری نه لري. د هغه نیکه د پرنګیانو په یرغلونو کې په افغانستان کې د یوه پښتانه له لاسه وژل شوی و. نو ځکه خو اناتول لا تر اوسه هم د غچ په اور کې سوزي. هغه چي چرته هم د پښتنو دوښمن ویني نو خورا یې نازوي. ان کراچئ او لاهور ته ورپسې ځي. کله کله یې بیا په لندن کې له سیتمیانو سره بانډاراونه ګرام ساتلي وي. اوس اوس یې یو کتاب لیکلی دی چي ټول پر دې راڅرخي چي پاکستان یو پیاوړی هیواد دی او نړئوالو ته وايي چي پاکستان هیڅکله نه ماتیږي.

له دوی سره یو بل ملګری رودرا چوهدرئ ؤ، چي یو برتانوی پنجابی دی. نو لوستونکي پخپله پوهیږي چي دغو ښاغلیو چي له تالیب جان سره په کوټه کښې خبرې کولې نو څومره به يې د افغانستان خیر په سترګو کې نیولی وي.

خو خیر دوی درې واړو یو راپور وړاندي کړی دی چي خورا ورباندي نازیږي. په دغه راپور کې نورې ډېرې خبرې دي خو دا دوه لاندي یې د یادولو وړ دي:

۱.    تالیبان به هیڅ کله د ښاغلي کرزي له سرکار سره خبرو ته تیار نه شي.

۲.    تالیبان به د امریکې اډې په افغانستان کې ومني

له نن څخه ۷۳ کاله پخوا کله چي پرنګیانو د ملایانو په مرسته د غازي امان الله خان پرچپه په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره هړودوړ جوړ کؤ، نو د هغه وخت د تالیبانو مشر، ملا رشید، هم دې ته ورته غوښتنه وه. هغه به ویل چي د امان الله خان دي په افغانستان کې نور د ټولو هیوادونو سفارتونه وتړي، او یوازي د برتانیې سفارت ته دي اجازه وي.

لنډه دا چي تالیب جان اوس دا بېخي وزباتله چي د امریکې سپاهي دی او د افغان او افغانستان دوښمن دی.

بشپړه راپور او ویدیو په لاندینئ کړئ باندي وګورئ:

http://www.rusi.org/publications/other/ref:O504A22C99538B/

مایکل سېمپل

اناتول لیبان په کراچئ کې