fbpx
تهذیب ژباړې مقالې

دهرم اؤ مزهب لکه ځنګل اؤ سارا :لویک اوتمان

لیکوال افغان جرګه

د راجېو ملوترا د کېتاب ٫٫بېنګ ډېفرنټ٬٬ څخه

ځنګل اؤ سارا ډېر توپېر لرۍ. ځکه ېې د اوسېدونکو په خوېونو اغېزې هم د ېو بل نه ډېرې بدلې وۍ. په دې لېکنه کې به د ځنګل اؤ سارا تر منځه توپېر په کار راولو چې د دهرم اؤ مزهب تر منځه توپېر بېان کړې شو.

د ټولو دمخه راځئ چې دا په ډاګه کو چې په دې لېکنه کې دهرم څه ته وائې؟ اؤ مزهب څه ته اشاره ده؟

دهرم: دا د سنسکرت ژبې ټکې دې . په انګرېزئ ژبه کې داسې ټکې نشته چې دا خېال پکې راټول شۍ. دهرم د هاغه فلسفو، روحاني تجروبو، دودونو، رسمونو اؤ لمانځنو نوم دی چې د همالېه اؤ هندوکش د لوړو غرونو نه د رابهېدونکو سپېځلو رودونو ( اباسېن، ګنګا، جمنا، راوي، ساراسوتي اؤ کابل…) په غاړو د زرګونو کلونو نه اوسېدونکو د خپل ځان پېژندنې په تکل کې پېژندلی دی. د دې پر مټ چې کوم ښارمنتیا (سېولائزېشن) د زرګونو کلونو نه غوړېدلی دی هغې ته هیندي ښارمنتیا (انډېن سېولائزېشن ېا دهرمک سېولائزېشن) وائي. هندوازم، بدهزم، جېنزم اؤ سېکهزم د دې داسې اړخونه دۍ چې د دهرم په تار تړلي دي اؤ د ېوبل سره بېخي ډډه لګوي.

مزهب: دا د اربئ ژبې ټکی دی اؤ په انګرېزئ کې ورته رېلېجن وائي. مزهبونه د اربو په تودو ساراګانو کې د ځانګړو اؤ ېواېستوو پېښو په نتېجه کې منځ ته راغلي دي. په دې کې درې غټې پېښې داسې وې چې د هغې نه  درېو لوېو مزبونو وده اوکړه. دا درې مزبونه ېهودېت، مسسهیت اؤ اسلام دې.اسلام پخپله ځان له د ېو سېولائزېشن داوه دار دې. مسهیت  بېا د ېوناني فلسفې سره په ملګرتېا چې کوم سېولائزېشن جوړوي هغې ته لوېدیځه ښارمنتیا (وېسټرن سېولائزېشن) وائې. دا درې واړه مزبونه ېو شان موخې لرۍ خو د ېو بل سره ېې بېخۍ ګوزاره نه کېږۍ.

اوس به راشو د ځنګل اؤ د سارا خوېونو اؤ اغېزو ته:

ځنګل کې د ژوند ګڼه ګوڼه (ډائېورسټۍ) وۍ. د هر نوغي ونې، ځناور اؤ انسانان پکې اوسېږي. د ځنګل په یوه یوه لوېشت کې چې د ژوند څومره ګڼه ګوڼه وي دومره به په پوره ښار کې هم پېدا نه کې. په دنېاګانو کې دننه  دنېاګانې  وي. بې پاېه او بې انته رنګارنګي  وي.

د ژوند دا ګڼه ګوڼه په ځائې نه وي ولاړه. هر وختې اؤ پرله پسې بدلېږي اؤ پرله پورتوالی (اېوالوشن) کوي. د ځنګل د ژوند اړخونه په ېو بل ډډه لګوي اؤ دغسې ېو بل سره د ژوند کولو چل ورځي. د دهرم دخلکو د پاره ځنګل د ښېرازئ نښه وي، د ګڼې ګوڼې نوم وي، په ېو بل د ډډې اړ اړې ښکارندوېه وي، د ېو بل سره د ګوزارې اؤ د پرلَپورتوالي (اېوالوشن) چل ورته ښائي.

ځنګل ېو مېنه ناک کوربه وي. د ژوند نوو اؤ د بهر نه راغلېو نوغو ته د خپل کور ورونه پرانیستي ساتي. نوي مېلمانه په ځان کې داسې ځائی کوي  چې د هغوئ بېا تلو ته زړه نه کېږي اؤ کوربانه ترېنه جوړوي. په ځنګل کې نوی ژوند د زاړه ژوند په بېه نه وي بلکه د زوړ اؤ نوي ژوند دواڼو پرلَپورتوالی (اېوالوشن) روان وي.

ځنګل کله هم اخېرينی اؤ بشپړ نه وي اؤ پرلپسې د بدلون غزوونې کوي اؤ د ژوند په ښکلا کې رنګونه بدلوي رابدلوي. هم دغسې د دهرم موندنې اؤ سوچونه هم اخېري اؤ بشپړ نه ګڼل کېږي اؤ بدلون ته د خپل فکر ورونه ارت او بېرته پرانیستي ساتي. د دهرم سوچ پرله پسې د پېچلو لارو بهیر نه تېرېږي.

څنګه چې په ځنکل کې بې پاېوه لارې چارې (بهیر) روانې وي دغسې په دهرم کې خداې ته د رسېدو لارې هم بلا دي. خداې د حندون (نېچر) نه جدا نه ګڼل کېږي اؤ د حندون (نېچر) هر ېو شې د خداې شکل ګڼل کېږي. د دهرم لېکنې اؤ کېتابونه ېو بل ته لکه د ځنګل د چېنو اؤ رودونو پشان په ېوه ډېره پېچلې توګه وربهېږۍ. په داسې پېچلې توګه چې هېڅوک ېې هم د کره کتنې او شننې (کرېټېکل اېډېشن) په شکل کې نه شي راوستلې اؤ نه ېې څوک د پرله پوري تاریخونه (لېنئېر کرونالوجېز) بېانولای شي.

د ځنګل د ژواکیږ پرله پورتوالي (ارګېنک اېوالوشن) تجروبې د دهرم په فلسفه، خداېانو، دودونو، کېتابونو  اؤ لمانځنو کې جوتې ښکاري. جندون اؤ خدای د ځان نه جدا نه ګڼل کېږي اؤ په دغه وجه جندون (طبیعت) ته  د پرتم او درنښن په سترګه کتل کېږي. ځانونه د خدای د اړخه د زمکې ټاکل شوي ټېکداران نه ګڼي. دا ځکه د دهرم خلکو کله هم د خداې په نوم په نورو خلکو برېدونه نه دي کړي.  د ځنګل د ګڼې ګوڼې او شورماشور نه ېې دا زدکړه کړې ده چې په دنېا کې رنګارنګي (ډائېورسټي) زروري ده اؤ ځکه خو تبلېغې اېجنډا او موخې نه لري.

د دې په پرتله د سارا ژوند ابراهېمۍ مزبونه رغولي دي. سارا کې د ژوند ګڼه ګوڼه نه وي. د سارا تشوالې د سړي په زړه کې ېره ترهه راټوکوي. سارا د سختو حالاتو اؤ ېروونکي  چاپېرچل نوم دی. سارا د ېوازېوالي احساس لکه د چړې د سړي په زړه ټومبي.

په داسې حالاتو کې د اوسېدونکو خوېونه د ېرې ترهې د احساس ، د ګڼې ګوڼې د کمي، د ېوازېتوب د چورت اؤ د سختو حالاتو د جبر په لاسونو کې رغېږي. د سارا اوسېدونکي د پاره جندون (نېچر)  ېوه مېنه ناکه مور  نه ده بلکه ېو خترناکه بلا ده چې د کابو لاندې راوستل غواړي، د زورنې او دباؤ لاندې ساتل غواړي اؤ (د دوي په اند) ښارمند کول (سېوېلائز  کول)  غواړي.

د سارا اوسېدونکي  د سارا  تشوالي  دې ته مجبوره کړي وي چې ځان له د جندون (نېچر) نه بهر ېو داسې خداې اولټوي چې د دوی مرستې له راشي. د خدای مرسته ورته د ېو څو امرونو د لړئ په شکل کې راشی. په بدل کې ورنه خدای ډېره تمه لري. په بدل کې به دوی خپل خدای هر وختې خوشاله ساتي اؤ بخښنه به ترې غواړي. خدای د مېنه ناک نه سېوا غوسه ناک وی. په سارا کې د پرله پورتوالي (اېوالوشن) اؤ د بدلون د نشتوالي په سوَب دا امرونه هم اخېریني ګڼل کېږي اؤ هم پوره او بشپړ. دغسې د سارا په اوسېدونکو د بدلون ورونه بند شي.

څنګه چې سارا د حالاتو د انتولئ ( اېکسټرېم ) بېلګه ده هم دغسې ېې مزبونه په خېالونو کې بنسټپاله او انتپاله وي.

د ګڼې ګوڼې او رنګارنګئ ( ډائېورسټۍ ) د نشتوالي په سوَب د سارا اوسېدونکي د ګڼو تګلارو سره نه وې بلد. که د سارا اوسېدونکي د ځنګل په اوسېدونکو پېښ شي نو هڅه کوي چې د دهرم د ځنکل نه د مزب سارا جوړه کړي.

 ځنګل په سارا بدلول بربادي ده اؤ په سارا کې ګلونه کرل ابادي ده. د سارا خلک د شنېزګې اؤ ونو بوټو دومره ارماني وي چې مزبي بېرغونه ېې اکسره شنه وي. د جنت خوبونه چې وېنۍ نو د شنو باغونو اؤ ونو بوټو او لښتیو او ویالو خوبونه وېني. د دې په پرتله د ځنګل اوسېدونکي د سارا ارماني نه وي اؤ کله هم په دې تکل نه دي وتلي چې په ساراګانو ولکې وکوي. د ځنګل اوسېدونکي پخپل ټاټوبی کې خوشاله وي.

په سارا کې ډېر شېان نه وي اؤ دغسې د اوسېدونکو په سَد بَد (کاګنېشن) کې ېې د بلا شېانو کمی وي اؤ په دې سوَب د پېچلو حالاتو اؤ رشتو سره ورته ګوزاره  ګرانه شي.

په دې هېله او ارمان چې پښتون به نور خپل ځنګل په سارا د بدلېدو نه وَ ژغوري.