fbpx
تحقیقي مقالې ژباړې ساهو برلاس

زردشت ويل ـــــــــــ نيچه

لیکوال ساهو برلاس
کله چې زردشت د ځنګل غاړي ته راغلۍ نو يو ښار ته دننه شو. ډېر خلګ په بازار کې راغونډ شوي وو. يو سړي په کلک تړل شوي پړي روان وو. د خلګو ګمان شو چې زردشت رنګ ماسټر دی چې د پړي وال سړی ورباندي پيژني. دوی ورته راغونډ شول چې واوري. زردشت خلګو ته وينا وکړه:
زه تاسو ته د ستر انسان Overman ښوونه کوم. بشريت داسي شی (څيز) دی چې لاندي کول يې ښه دی. تاسو د دې لپاره څه کړي دي؟
ټولو موجوداتو تر خپل ځانونو غوره شيان تخليق کړي دي. تاسو غواړئ چې د ستري څپې بيا ګرځيدل تاسو شئ او بيا درندګان درڅخه جوړ شي. تر دې به ښه دا وي چې بشريت لاندي کړئ. بيزو د انسان لپاره څه ده؟ د خندا کڅوړه، د شرم شی. هم داسي انسان و ستر انسان ته ښکاري (د خندا کڅوړه، د شرم شی). تاسو له چينجي څخه انسان ته وده وکړه خو بيا هم ستاسو دننه لويه برخه د چينجي ده. يو وخت تاسو بيزوګان واست، او اوس هم انسان له بيزوګانو بتر دی.
په تاسو کې ستر پوهاند هم د بوټو (نباتات) او بلا ګډوډتيا او دوه رګه دی. نو زه به تاسو ته دا نه وايم چې تاسو بوټي يا بلاګاني شی.
ګوره! زه تاسو ته وايم چې سترانسانان جوړ شی. ستر انسان د دې مزکي مفهوم دی. پريږدئ چې ستاسو تکل Will ووائي؛ ستر انسان به د مزکي مفهوم وي. زما وروڼو زه له تاسو څخه خواست کوم، له مزکي سره وفا وکړئ، او په هغه خلګو باور مه کوئ چې تاسو ته د جهان د هيلو خبري کوي. دوی زهر ورکونکي دي، که دوی ورباندي پوهـ وي که ناپوهـ. دوی له ژوند څخه کرکه کوي. خپلو ځانونو ته زهر ورکوي او وراسته کوي يې، له دوی څخه مزکه ستړې ده نو له دوی نه ليري ليري ګرځئ.
يو وخت د خدائېګوټو بې حرمتي لويه بې حرمتي وه خو خدائېګوټي فنا شول او سپکاوی کونکي ورسره فنا شول. اوس د مزکي سپکاوی لويه ګناه ده. هم داسي د نامالوم سره مينه د مزکي له مفهوم څخه لويه ګڼل ګناه ده.
يو وخت روح بدن ته په سپکاوي کتل او دا سپکاوی لوی کار وو. روح غوښتل چې بدن ضعيف، بې ډوله او نهر وي. ځکه روح غوښتل چې د بدن او مزکي څخه وتښتي. خو هغه روح پخپله ضعيفه، بې ډوله او نهره وه، او ظلم د دې روح خوشالي وه. نو زما وروڼو! ماته ووائي: ستاسو بدن ستاسو د روح په حقله څه وائي؟ ستاسو روح نيستي، خيره (مرداري) او ذليله قناعت نه ده؟
په رښتيا چې انسان يو خيرن رود دی. څوک چې دا خيرن رود ځايول غواړي هغه بايد چې سمندر وي. سمندر به نه خيرنيږي. زه تاسو ته د ستر انسان شوونه کوم. هم دی دغه سمندر دی. په ده کې ستاسو ستر اهانت (حقارت) پټېدلای شي.