fbpx
ساهو برلاس مقالې

نريندرا مودي

لیکوال ساهو برلاس
که څه هم د مودي په حقله ليکل شوي او بيا بيا تکرار شوي کورني او شخصي مالومات د سيمي له سياست سره هيڅ تړون نه لري خو د شخصيت په جوړولو کې اساسي رول لوبوي. هم دا شخصيت د آسيا د دويم لوی دولت مشر ټاکل شوی او د سيمي په سياست کې به اساسي رول لوبوي.
که څه هم مودي د يوې غريبي کورنۍ غړی وو. ده د پلار سره د چای په يو سټال کې کار کولی. مور به يې د نورو کورونو مزدوري کول خو دا شاليد د ده په شخصيت هيڅ منفي اغيز نه دی کړی. داسي خلګ که څه هم په داسي کمزوري شاليد شرميږي او هڅه کوي چې پټ يې کړي خو مودي له دې څخه ګټه واخيسته. او خلګو ته ېې ځان د دوی په هيڅ (يو غريب) و پيژانده چې د يو شهزاده (راهول ګاندهي) سره يې سيالي ده.
د هيواد چاري په خپل سر، او سرزوري نه چليږي. په هيواد کې د طاقت بېلا بېل مرکزونه وي. که يې څوک له پامه وغورځوي نو پای يې د مصر د مورسي غوندي وي. خو ويل کيږي چې مودي ځان خوښی سړی دی او د کار کولو طرز يې د يو آمر دی. ده پخپل کيرير کې لوړي ډېري، ژوري لږ ليدلي. خپل مشران، ايډواني غوندي خلګ (چې د ګجرات په شخړه کې يې له مودي سره مرسته وکړه) يوې خوا ته کړل او په ټاکنوکې هم د ګوند کارکونکو ته د ګوند په ځای د “مودي سرکار” شعارونه ورکړل شوي وو. خو په هند کې جمهوري او دولتي ادارې دومره زوروري دي چې آمريت په هيڅ يو شکل کې هم ځای نه شي موندلی.
پاکستان کې د مودي ټاکنو ته ډېر په ويره کتل کيږې. دې ويري ته په ښکاره داسي رنګ ورکول کيږي:
۱. مودي د ګجرات لوی وزير وو چې بې ګناه مسلمانان ووژل شول او دی، لا د ده د حکومت خلګ په دې وژنه کې ککړ وو.
۲. د بابري جمات د شهادت پس د رتهـ ياترا تياري د مودي پغاړه وه.
۳. مودي د راشټريه سيوک سنګهـ RSS غړی دی چې يو انتها خوښی تنظيم دی د هندوانو او د مسلمانانو ضد دی.
د مودي له دې کيريکټر سره د هند سيکولر خلګ (کانګريس ــــ چې د بي جے پي سره يې سيالي وه) هم موافق دي خو د دوی هيله دا ده چې د باجپائ (مودي هم شاعر دی او د ټاکنو لپاره په ويناګانو کې لويه برخه د ده هم وه) غوندي به دی هم د حکومت واګي په لاس کې اخستلو پس په دې پوهـ شي چې د ده فکر او حقيقت تر منځ توپير شته او پخپل دريځ کې به نرمي و ښائي. په ټاکنو کې مودي د مسلمانانو په حقله ښه دريځ وړاندي کړی. د يو کشميري ځوان څخه د يو تيلي ويژون وال پوښتنه وکړه چې په کانګريس او مودي کې مو کوم يو خوښ دی، ده ويل چې مودي ښه دی. ښه دی که بد، يو څه خو کول غواړي، يو څه خو کولای شي. کانګريس خو د يوې نما هم نه وو.
دا د څه کولو توان مودي ته د خلګو ډيري هيلي اړولي. د هند معيشت (چې مودي د ګجرات د برياوي په رڼا کې ورته ګوري) ښه کول، د کارپوريټ سيکټر سره ښې اړيکي، د کاروبار له پاره زمينه مساعده کول او د عادي وګړو لپاره د روزګار بندوبست کول به د مودي لپاره لومړي اهداف وي.
د سيمي په سياست کې به دا بريا ښه رول لوبوي. د خلګو دا ګمان وو چې بي جے پي به دومره څوکۍ نه کړي تر لاسه او په پايله کې به يې يو کمزورې ائتلافي حکومت منځ ته راشي چې قاطع پريکړي به نشي کولای. خو اوس مودي (بي جے پي) او د ده نيشنل ډيموکريټک الائنس ښه په هوسا حکومت جوړولای شي او د سيمي په حقله زروري پريکړي کولای شي.
د پاکستان ويره دا ده چې اوس که کشمير کې ترهګري ته څه مرسته کوي نو د مودي لخوا به توند غبرګون ويني. او دا غبرګون به په دې حالاتو کې پاکستان و نه شي زغملای. د پاکستان د کشمير په حقله کمزور شوی دريځ، غير فعاله خارجه تګلاره، بې خونده او کمزورې ډيپلوميسي به د مودي فعاله، جارح خارجه تګلاري مخنيوی څه، چې په ګړځ کې به هم نه ښکاري.
پاکستان به د سيمي له سياست او چارو څخه نور هم په شا ځي. د ناټو د ستنيدلو پس به د پاکستان نړيوال ارزښت هم پاتې نه شي. دا دوه فېکټرز پاکستان پريشانه کړی خو کورني کړکيچ، د حکومت او پوځ تر منځ تاو تريخوالې په دې حالاتو کې د څه ښېګړي امکان هم نه لري.