fbpx
ساهو برلاس مقالې

بوکو حرام او زموږ بنسټپالونکي

لیکوال ساهو برلاس
بوکو حرام په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې، په نائيجريا کې يو انتها خوښونکې محمد يوسف جوړ کړ. د ده په وينا د لويديځ تعليم کول کفر دی او لوستونکي يې د وژلو دي. په دې تور تورن ډېر لوستونکي يې حلال کړل. محمد يوسف ونيول شو او سزا ورکړل شوه. د دې سازمان غړي د ابوبکر شيکاو په مشري کې بيا سره راغونډ شول او داسي اسلام يې نړۍ ته وړاندۍ کړ کوم چې زموږ طالب، عرب او چيچن مجاهدين هڅه کوي چې وړاندي يې کړي. دې سازمان يواځې د ۲۰۱۴ په اولنۍ درې مياشتو کې تر ۱۵۰۰ ډېر خلګ ووژل. حکومتي چارواکي د دوی په ضد ځکه ګړندي عمليات نه شي تر سره کولای چې د دوی خواخوږي په پوځ او امنيتي ځواکونو کې هم شته.
د ۵۷ منټونو په يوه ويډيو کې ابوبکر شيکاو له خپلو ملګرو (په موسکا څيره او ويرونکي وسلو سره) د برمته شوي جينکئيو خپلوانو، حکومت او نړۍ ته پيغام ورکړ چې په دې جينکئيو کې کومي چې د ۹ -۱۲ کلني دي، دی به له خپلو مجاهدينو سره په نکاح کړي او کومي چې لوی دي هغه به خرڅي کړي. د ده په وينا دا مال غنيمت دی.
زموږ بنسټپاله ګوندونه او وګړي دا خبره کوي چې بوکو حرام د اسلام دروغژنه څيره نړۍ ته وړاندي کوي. موږ يو څو پوښتني لرو؛
۱. زموږ په هره کوڅه کې يو “بوکوحرام” نشته؟ د جمعې په هره خطبه کې ملا عصري زدکړي نه غندي؟ عصري زدکړو ته د لويديځ او د کفار تعليم نه وائي؟
۲. د کوټې (سهېلي پښتونخوا) د جينکئيو په پوهنتون بريد، او لوستونکي وژل او د بوکو حرام جينکۍ برمته کول يو ډول کار نه دی؟ داسي ډېري بېلګي يې موږ وړاندي کولای شو چې کار ته تلونکي ميرمني، لوستونکي جينکۍ يا وژل شوي، يا يې په مخ تيزاب ور شيندلي. دا ټول زموږ مجاهدين کوي. د دوی غندنه يو بنسټپاله ګوند لا وګړي کله کړې؟
۳. زموږ ښوونځي په بمونو نه الوځوي؟ زموږ ښوونکي نه وژني؟
۴. د پوليو د واکسين په ضد بې بنسټه پروپيګنډه نه کيږي؟ زموږ راتلونکي نسلونه مفلوج کوي نه؟ د دوی په ضد څومره خلګ راپارېدلي؟
خبره بس دومره ده چې بنسټپالونکي که د هر مذهب، هرې منطقې او توکم وي، هدف يې يو دی “انسانيت”. دوی د هر پرمختګ ضد دي. کله هم نه غواړي چې انسانان هوسا ژوند تېر کړي.