fbpx
تاریخ تحقیقي مقالې ډاکټر لطیف یاد

دفتح آباد( پتیوات) تاریخي جګړه

لیکوال لطیف یاد

د افغانانو او انګریز انو ترمینځ دافغان – انګریز په دویمه جګړه (1878–1880 ) کې یوه مشهوره جګړه دفتح آباد جګړه ده چې دافغاناني قبیلو په تیره بیا دخوږیاڼیو او نورو غلجیو پښتنو په ګډون چې جبار خیل ، معروف خیل اونورو پښتنو هم پکې ګډون درلود . داهغه جګړه وه چې دافغانانو او انګریزانو تر مینځ د۱۸۷۹ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په دویمه نیټه د ننګرهار دسره رود دولسوالۍ په جنوب لویدیزدفتح آباد په سیمه کې چې عام خلک یې( پتیوات )بولي شوې ده چې دافغانستا ن په هیڅ یوه تاریخ کې ما ددغې جګړې ذکر نه دی لو ستلی ، خو نن مې له نیکه مرغه په انګریزي تاریخونو کې ددغې جګړې په اړوند خوراغوره معلومات ترلاسه کړل .ددغې جګړې مشري دانګریزانو دبرید جنرال ګو ګ ( Brigadier General Gough) پرغاړه وه په دې جګړه کې دانګریزانو دپریزیډینسي پلی پوځ او دبینګال ، بمبئي ، مدراس، حیدرآ باد او پنجاب دپوځي قطعاتو هم ګډون کړی ووچې په ښو وسلو، ټوپکو ، توپونو او جنګي تجهیزاتو سره سنبال وو ، په دې جګړه کې پنځه زره خوږيانيو پښتنوچې زړې وسلې او تورې یې په لاسونو کې وي هم ګډون درلود چې نور غلجي پښتانه هم ورسره وو. په دې جګړه کې دانګریزانو یومیجر چې (Major Wigram Battye )نومید پر ټټر یوه ګولۍ ولګیده او مړشواو دانګریزانو په پوځ کې ګډوډي رامینځ ته شوه او په دې توګه انګریزانو په دغه جګړه کې ماتې وخوړه(۱) او پاتې ژوندي کسان یې جلا ل اباد ته وتښتیدل .
————————–
۱- The Road to Kabul; the Second Afghan War 1878 to 1881 by Brian Robson.Recent British Battles by Grant.