fbpx
تحقیقي مقالې جلال بازوان سیمه او افغانستان

د ټولنپوهانو له نظره د افغانستان مسله څه ده؟

لیکوال جلال بازوان

ټولنپوهان او انسان پوهان/انټراپولچسټان وايي چې د افغانستان مسلې د کشالې د نه حل یو لويه ستونزه دا ده چې نړېواله ټولنه د امریکا تر مشرۍ لاندې دلته لویدیځه لیبراله ډیموکراسي پلي کوي په داسې حال کې چې دا په مکمل ډول یو بېله ټولنه ده. د دوي دود، دستور، عنعنات هرڅه له لویدیځ څخه جدا دي. ټولنپوهان مثال راوړي چې که تاسې په یو مبایل/کمپیوټر کې غیرمتناسب سافټ ویر انسټالوئ نو څه به پېښ شي؟ ځواب به حتماً دا وي چې دغه مبایل او یا کمپیوټر/مبایل به له مختلفو ستونزو سره مخ کېږي، سم کار به نه کوي. فعالیتونه او سرعت به يي تیز نه وي، په هر فعالیت سره به خورا زیات وخت نیسي او اخر به داسې کېږي چې نوموړي کمپیوټر/مبایل به له کاره غورځېږي نو ورته حالت دا مهال نړېوالې ټولنې هم په افغانستان کې شروع کړی دی ځکه دا خلک د بل ډول سوچ، فکر،‌تاریخ او عنعناتو خاوندان دي مګر په دوي د یو بهرنی را وارد کړل شوي کلتور او ولسواکي عملي کېږي کوم چې د دوي له ټولنې د افکارو (پښتونولۍ) سره په ټکر کې راځي.

ټولنپوهان زیاتوي چې تر هغه پورې چې افغانانو ته واک او صلاحیت ورنه کړل شي او دوي پخپله خپلو فېصلو کولو ته پرېنښودل شي نو دغه کشالې به نورې هم اوږدې او ستونزمنې شي. ځینې تاریخ پوهان بیا په دې فکر دي چې په سیمه او په ځانګړي ډول د پښتنو په سیمه د مغلوالې او انګریزي ښکېلاک اوږده تیري او استعمار د دې سیمې کلتور او عنعناتو ته ستر زیان ور واړولو. د منځنۍ اسیا غیرمدني او وحشتناکو تیریو نتیجه کې دغه سیمه له سترو بدو ناورینونو څخه تېره شوه او دلته یوازی انساني جینوسایډ او ټول وژنې ونه شوه بلکه د دې سیمې د تاریخ، کلتور، عنعناتو او د تاریخي اثارو قتل عام هم وشو.

دلته داسې کوښښونه وشول چې د پښتنو لپاره نوې کیسې او نریټیوز ولیکل شول او دوي ته واورول شول او له دې لارې له دوي څخه د دوي د لرغوني تاریخ، فلسفې، ریاضیاتو، موسیقۍ او د فن ټولې کیسې واخیستلی شوې او د دوي د لرغونیتوب د وژنې هڅې وشوې، مګر د لرغونو قومونه د ارثي او جینیټک خواصو یوه خوبي دا ده چې دوي که څه هم نورې کیسې ولولي او زده کړي مګر د خپل اصولو او لرغونیت خواص او افکار يي په ذهن کې پاتې کېږي.

پښتانه که څه هم له سترو ناورینونو څخه تېر شول خو دوي اوس هم خپل هویت، پښتونولي، جرګه، ژبه، ټولنیزه ناسته پاسته، ریالیسټیک سوچ او فکر او نور ډېر څه ساتلي دي او دا دې ثبوت دی چې دا قوم یو ډېر لرغونی قوم دی چې سره د ډېرو هڅو هم دښمن ونه توانېدو چې د دوي لرغونیت له منځه یوسي.

امریکا او متحدین يي کوښښ کوي چې افغانانو ته داسې وښايي چې ګواکې دوي افغانانو ته مدنیت راوړی او دوي ته د دین او سیاست بېلوالی، د بیان ازادي، پارلمان، سینټ، ټولټاکنې او نور څه يي راوړي. په داسې حال کې چې د دین او سیاست بېلوالی افغانانو له پېړېو راهیسې دلته عملي کړی دی او تل يي جومات او حجره/دېره جدا ساتلي. مولا ته يي د امامتۍ چارې ورسپارلې خو د ژوند په نورو چارو کې يي له هغه څخه واک اخیستی ؤ. د وظایفو واک په ښه توګه ترسره شوی ؤ او هر مسلک کس د خپل مسلک سره کار درلودو. پارلمان پرځای مونږ جرګه درلوده او مونږ تل ولسي او سیمه اییزې ستونزې د جرګې له لارې حل کړې دي. ټولټاکنې مو هم د جرګې او د ولسي پرېکړو له لارې ترسره کېدای. د بیان ازادي او انساني حقوق ټول پښتونولۍ کې خفظ او ساتل شوې دي او هېڅوک په بل چا تېري او زور زیاتي ته نه دې پرېښودل شوی.

نور بیا…………..

Leave a Comment