fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

‌بې پښتو کلې

لیکوال ساهو برلاس
زموږ په پخواني کتاب کښي (چي اوس پرېدې دې) داسي راغلي “د مورني وطن، د وطن د کلتور او د مورنئ ژبي درنښت کوئ، هم دغه د خوشالي زېرمي دي” — رګ وېد
 
دا خپل کتاب د خپلو خلګو کيسې څله کوي؟ دومره خوږ څله ښکاري؟ او دا پخپله ژبه کښي هسي وينا هم سندره شي، هم غزل شي، هم تغزل شي. دا پريدئ ژبه چي هر څومره زده کړې بيا هم نه ترې سندري جوړېږي ، نه غزل.. چي دا ولي؟
 
ټول عمر مي په سکول کښي پريدئ ژبه وئيله، بيا مي په دفترونو کښي وئيله، کتاب، کاپئ، اخبار، لائبريري د پريدئيو په ژبو ډکي خو چي کله ستړي وېده شم ، خوږ آشنا راته په پښتو کښي خبري کوي. خوبونه په پښتو کښي وينم. چي داڅله؟ فرائډ به هم کېدې شي د داسي حالاتو سره مخامخ شوې وي ځکه يې وئيل چي په خوبونو کښي د ټولني رول ختم شي، رښتنې انسان، رښتني جذبې رابر سېره شي.. زما رښتيا پښتو ده؟ زما رښتني جذبې پښتنې دي؟ خدای مي دي بې پښتو نه کړي.
 
کله چي ستړې له کاره راشم، د توت د وني د سوري لاندي اوده شم نو ماشوم وختونه مي مخي ته راشي. کيشنئ (کوچنئ) خورکئ مي هغسي په غوږ کښي په پښتو کي راته وائي لالا………. زما يادونه هم په پښتو کښي دي.
 
چي کله کلي ته راشم، د ښار د لوګو او کرکو نه ستړې، پښتون ورور مي سينې ته نزدې کړي وائي “ستړې مه شې”. زما ستړيا ختمه شي. دا اثر د دعا وي، که د پښتون ورور که د پښتو؟ زه کله فکر کوم که يې راته وئيلي وو “خېر نال آ” نو به مي هم ستړې زړه دومره دمه شوې وو؟ (هغه بله ژبه نه يادوم بيا به پښتون ورور رانه خپه شي)
 
چي کله د دنيا اندېښنې مي د زړه تل ته کوزي شي او خوبونه رانه يوشي، شپه نه تېريږي، شپه اوږده شي ګوره چي کوم مهال مي د ماشومتوب “للو للو ، خوب دي در شي تر لېمو” تر غوږ شي بيا تر سهاره په قلاره اوده يم. زما مور پښتنه ده. ما له راکړل شوي ټولي دعاګاني پښتنې دي.
 
چي کله په کلي کښي ظالم، ظلم وکړي، څوک بې قوله شي، څوک د چا حق اوخوري، څوک په کمزوري غصه شي، څوک د ګاونډي خيال نه او ساتي، څوک چي سپک و ږغيږي، څوک چي د بل زړه ازار کړي ……. موږ ورته وائيو ډېر بې پښتو کار يې وکړ، ډېر بې پښتو سړی دې. دا زموږ کلې په پښتو جوړ کړل شوې دې. زموږ کلې د پښتو کلې دې. (چي دا پنجابي او …. ژبي پکښي رواج شوي دي اوس ډېر بې پښتو دې) سپين ږيري وائي اوس هغه پښتو چيرته پاتې نه ده. 
 
زما پلار واده اوکړوچا څه ليکلي ترې وانه خستل، زما نيکه مزکه خرڅه کړه چا ليکلي ترې وانه خستل … پښتو يې سره کړې وه. که څوک بې پښتو شوې وو هغه به په کلي کښي ژوند په ټيټو سترګو څنګه کولو…؟ اوس کاغذان ډېر دي، عدالتونه هم شته، پوليس هم شته، خو د چا په پښتو باور نشته. اوس هغه د يوې پښتو خلګ نيشته. 
 
اوس پښتو چيرته پاتې نه ده. اوس مو زړونه سره ليري دي. اوس په کلي کښي څه دي؟ بې پښتو خلګ دي، ياره! دا بې پښتو ژوند څومره ګران دې