fbpx
لیدلوري

امریکه ولي پر افغانانو ناویسا ده؟

لیکوال افغان جرګه

په افغانستان کښې ترهګر ته ماتیې ورکول، ترهګرو ته ماتیې ورکول او د پاکستان مخه نیول، هغه د چا خبره، د امریکې لپاره یو نسوار هم ده.

مګر له خپل ټول زر او زؤر سره سره امریکه بیا هم هغه څه نه کوي چي یا افغانستان بسیا کړي او یا یې هوسا کړي.

نه یې برېښنا جوړه کړه،

نه یې بندونه وتړل،

نه یې سړکونه ورغولو،

نه یې کرنه سمسوره کړه،

نه یې پوهنتونونه اباد کړل،

که یو یو یې وشمارو نو دا لړﺉ به ډېره اوږده شي. ښه به دا وي چي ورڅخه تېر شو.

خو دومره خامخا وايو چي امریکه ځکه دا ګړﺉ دَ افغانستان ابادي نه غواړي، که چیري افغانستان لږ هم په خپلو پښو ودریږي نو بیا به پر خپله خاوره د امریکې لنګرکؤت ته اجازه ور نه کړي.

امریکه دلته بس یکه یوه موخه لري: د لنګرکؤټ سازول.

دا ګړﺉ ډېر افغانان دې ته تیار دي چي د امریکې سره دوستي وکړي، مګر یوه داسي دوستي چي دَ برابرﺉ پر بنسټ وي، غلامي نه بلکې یوه ریښتونیې دؤستي چي دَ افغانستان خپلواکي پکښې خوندي وي.

مګر امریکې د جنګ لاره غوره کړې ده. امریکه غواړي چي دَ افغانستان مشران او سرکار تر ډول ډول فیشارونو لاندي وساتي:

امریکه پاکستان د سترتیر فیشار په توګه کاروي. امریکايي میډیا افغانانو او نړﺉ ته داسي دوکه ورکوي چي پر پاکستان یې وس نه رسیږي. بل دا هم وايي چي پاکستان دوه مخی سیاست کوي. دا نیم ریښتیا دي. امریکه او پاکستان دواړه په ګډه دوه مخی سیاست سره کوي. دا یوه داسي ګناه د امریکې او پاکستان له ګډې ملګرتیا پرته امکان نه لري.

بل فیشار د تالیبانو په نامه د ترهګري ډلې دی. امریکایان به تر هغو تالیبانو ته پوره ماتیې ورکول وَ نه غواړي ترڅو چي لنګرکؤټ جؤړ شوی نه وي. کله کله داسي دړکې ورکوي چي موږ به افغانستان بیا داسي پرېږدو لکه د مجاهدینو د مهال افغانستان. بیا نو تاسي پوه شوﺉ او خپل کورنی جنګ.

لنډه دا چي د امریکې ، پاکستان، او تالیبانو ترمنځ یو شریک ټکی شته، او هغه دا دی چي دوی درې سره له افغان ملتپالانو سره دوښمني لري.

زموږ له پاکستان او ترهګرو ډلو سره هیڅ کار نشته او نه یې په کیسه کښې یو. خو امریکې ته دومره وايو چي پر خپله تګلاره دي بیا له سره غور وکوي.

د افغانستان ټاکل شوي اولسمشر، پارلیمان، رابلل شوې لویې جرګې ته دي ملګرتیا لاس ورکي.

د افغانستان خپلواکي ته درناوی وکړي او د برابرﺉ پر بنسټ دي ورسره دوستي وکړي. دا به د افغانستان، امریکې او سیمې په ګټه وي.