fbpx
جلال بازوان مقالې

قانون دټولو لپاره

لیکوال جلال بازوان

په هر هېواد کې  د نړيوالو منل شويو معيارو له مخې  ليکل شوي قوانين  د انسان بنسټيز حقوق  خوندې کوي. دغه قوانين د ټولنې د غړيو تر منځ توپيري بريدونه له منځه وړي او هر څوک يې د منلو او پلي کولو دنده لري.

په پرمختللې نړۍ کې د قانون د پلي کېدلو کلکه څارنه کېږي او سرغړوونکي يې له ټاکليو سزاوو سره مخامخېږي. دا هغه څه دي چې په درېيمه نړۍ  او په ځانګړې توګه په افغانستان کې په بېلابېلو لارو چارو تر پښو لاندې کېږي. دلته هم دولتي اورګانونه قانون ماتوي او ور سره ډېر ځله ليدل کېږي چې زموږګڼشمېر هېوادوال هم په دغه بهير کې ور ګډ دي.د ساري په توګه:

موږ ټول پوهېږو چې په وروسته پاتې هېوادو کې پوليس خورا بد نوم لري. خلک دوی ته په بده سترګه ګوري او هر راز سپکې سپورې ور پورې وايي. دا ځکه چې دوی د قانون له مخې ورسپارل شوې دنده سمه نه پر ځای کوي او ناوړه ګټه ور څخه اخلي.

بلخوا، خلک هم تر ډېره پوليس بېلارې کوي او د خپلې دندې په ترڅ کې يې پوره پوښتنو او ګروېږنو ته نه پرېږدي.

دا ستونځه د مجرم پېژندلو مخه نيسي. ځکه د هېچا پر ټنده ليکل شوي نه دي چې هغه مجرم دی او له ورايه  نه ښکاري.

ډېر ځله ليدل شوي چې په افغانستان کې پوليس يو ګاډی د کتنې لپاره ودروي، سپرلۍ ګرد سره ورته وايي:

ځئ، مړو، وزګارو! په دا دومره خلکو کې مو موږ وليدو او همدا موږ غله او ترهګر درته ښکاره شو. پرېږدۍ مړو! دا ستاسې مسلماني او اسلام دی چې خلک ځوروئ. څه يهود، عيسوي يا هېندوان خو نه يو. شکر مسلمانان يو. دې ګرمۍ/ یخنۍ ته ګورئ او ستاسې دې مسلمان ازارولو ته ګورئ!

که دومره نارينه ياست، هغو طالبانو ته تکړه شئ او مخه يې ونيسئ. سره له دې چې دغه سپرلۍ به ځينې مهال په اير کنډيشن والا ګاډي کې ناسته وي، خو دې ته به نګوري چې دا بېوزله پوليس په دې يخنۍ/ ګرمۍ کې د چا لپاره ولاړ دي.

بيا که همدغه پوليس له کوم ګاډي يو شکمن سړی يا د ترافيکي قانون سرغړوونکی ډرېور کوز کړي، بيا هم هماغه « زوړ ملا او زړې ترابيح» چې خير دی پرې يې ږده، مسلمان دی، ښکلې ږيره لري او ښکلی ځلمی دی. که پرې يې ږدې هېڅه هم نه در پېښېږي. پر نيولو يې والله که هېڅوک انعام درکړي، خو هسې به د دغه مسلمان ښېرا در ترغاړه شي.

داراز ساده پوليس ترافيک چې دغه غوښتنې او د ږيرې، مسلمانۍ، ځلميتوب، زيارتو(پيربابا، دوربابا، ډيګريو بابا …)، پيغمبرانو او خدای لپاره هيلې واوري او سړی خوشی کړي، لږ شېبه وروسته بيا پر پوليس پسې د مور، خور، پلار ومور د کنځلو سيلۍ ور والوځي.

د دې يادونې مانا دا ده چې موږ تر ډېره  پخپله نغواړو چې قوانين پلي شي او د اسلام  دې په ټولنه کې د دين په توګه پر ځای پاتې شي.

که ښه ځير شو، زموږ ملاصاحبان ټوله ورځ همدا راته وايي چې قرآن او ګرد سره اسلامي احکام يوازې د مسلمانانو لپاره نه دي. هغه د ټولو انسانانو لپاره دي. بيا نو مسلمان ولې هرڅه تر خپل ځان محدودوي او په هره برخه کې له دين څخه د وسيلې په توګه ګټه پورته کوي؟ موږ خو بل هېڅ ځای نه وينو چې بل دين والا خپل ديني او سپېڅلي ارزښتونه د يوې سرغړونې له سزا څخه د ځانژغورلو لپاره وکاروي.

له دې نه ښکاري چې موږ پخپله په هره برخه کې د اسلام له نامه څخه د خپلو هر رنګه غوښتنو لپاره ګټه پورته کوو او د ناوړه پايلې تور يې پر نورو لګوو. زموږ په ټولنه کې دين د ورځنيو قانون ماتونو د سزا پر وړاندې د دفاعي وسيلې او ډال په توګه کارول کېږي او ان د ورځنيو سياسي لوبو په بهير کې هم د ټولنې د غولولو لپاره ناروا ګټه ترې اخيستل کېږي.

زموږ په ټولنه کې دا متل چې « ملا نوروته مسلې کوي، خپله پرې حملې کوي» زښت ډېر دود شوی دی.

که څه هم اسلام وايي چې هر څه د ځان لپاره خوښوې، نورو ته يې هم خوښوه، خو زموږ هڅه دا وي چې اسلام پر نورو عملي کړو او پخپله ترې وتښتو.

موږ د نورو لپاره جنت خوښوو او پخپله دوزخ ته له ورتګه وېره نلرو. سړی نپوهېږي چې دا دومره ښه سړيتوب (؟) له کومه شو او څه مانا لري؟

که موږ له ګناهو د نورو د ژغورلو همداسې  پرلپسې هڅه کوو او پخپله هره ورځ تر ستوني پورې ځان پکې ډوبوو، دا يوه عجيبه پېرزوينه ده چې کېدای شي زښته ډېرې پوښتنې رامنځته کړي.