fbpx
لیدلوري

د ملا بیا پسات ته پام شو

لیکوال افغان جرګه

کله چي په افغانستان کې یوڅه د ارامئ او رڼا نخښې نشانې ښکاره شي نو د ملایانو پسات ته پام شي.

د افغان او افغانستان ازلي دوښمن دوی ته امر وکي چي چي د فتواګانو وخت راغلی دی او بس پر اور باندي تېل اچوئ.

ملا هم بس په خپله خېټه او ږیره لاس راتېر کي تسپو ته ټک ورکي او د فتواګانو بهیر راپیل کي.

لکه څنګه چي باز د زرکې ښکار کوي، داسي د ملا هم لومړی ګوزار پر افغاني مېرمنې وي.

خو مېرمن هسي یوه بهانه وي، په لوی سر کي د دوی موخه د وخت سرکار وي. دوی غواړي چي افغانستان یو دولت نه شي، سرکار و نه لري. دلته دي ښونځي نه جوړيږي بلکې یوازي او یوازي مدرسې او جوماتونه دي وي.

دا لوبه ملا د غازي شاامانولا پر چپه هم وکوله او دا یې د بیا بار بار وکوله، او دا دی نن لګیا دی بیا یې کوي.

خو ملاجان په دې نه دی خبر چي د وخت بهیر څومره پېش تللی دی. نن د وهابیانو په منځکي، سودي اربیستان، کې هم مېرمنې لګیا دي د غولامئ پنجرې ماتوي. هلته د وهابي سرکار له خپل ټؤل زور او زرو سره سره بیا هم د مېرمنو د هرې ورځې زیاتېدونکې ازادئ په مخکې کمزوری کیږي. نو دا د افغانستان ټپوسان ملایان به څه وکوي؟

ملاجانه، ستا او ستا د تالیبانو او چڼو له لاسه چي په زرګونه مېرمنې نن کونډې شوې دي، او چي کله هغه د هیواد په کوڅو کې سوال کوي، ته ولي هغه وخت د هغو د ملګري (محرم) پوښتنه نه کوې؟

دا پیغمبر مېرمنې، ایشې، چي کله د هزرت الي پرچپه د جمل جنګ کومنده کوله، نؤ هغه وخت د هغې مهرم څؤک ؤ؟ ملا ته په اسلام هم نه پوهېږې او په اینساني کانون هم نه. 

ته خو بس دلته د څلؤرو ښځو په ارمان یې او هلته د لسګونؤ هورو په ارمان.

تا ته خو ښځه هډو انسان هم ښکاري. ته ښځه مال او څاروی ګڼې. 

تا خو هغه وخت د خلکیانو پرچپه د کوفر فیتنه راپورته کړه کله چي هغوی د ولور بند کؤ، پر سوره باندي یې بندیز ولګولؤ.

ته خو هغه شرمېدلی يې چي کله یوه ځوانه ښځه کونډه شي او بیا یې بېسواده خپلوان راټؤل شي او په زؤره یې بل مېړه ته ورواده کړي، نو خامخا به یو خېټه ور ملا پکښې ناست وي او دا کاوین (نیکاه) به یې تړي.

که بیا ته غواړې چي د افغانستان پارلیمان ته نن کومې مېرمنې چي راځي هغه دي هم له مهرم سره راځي؟

که بیا دا غواړې چي د هیواد په پوهنتونو کې چي په زرګونو پېغلې د پوهنې په لټون هره ورځ له کوره راوځي هغوی دي په کور دننه کښېني؟

موږ ته تېرو تجربو ښودلې ده چي ته د بهرني دوښمن په نغوته لومړی ګوزار پر مېرمنو او ورپسې په ټول هیواد کې د پسات نیامت لرې. خو دا ځل به دي روزي نه شي. نن ښځه او نر دواړه برابر ایسنانان شمېرل کيږي.