fbpx
شاه مامود کوزه پښتونخوا مقالې

قبائل يرغمل او د عملي مرستې لېواله دي

لیکوال شاه مامود

دا وخت د مېړني پښتون افغان د وطن يو لويه برخه چې د قبائلو په نامه ده، د نړۍ پر سينه په خطرناک ترينو سيمو کې شمېرل کېږي. په تېرو څو کالو د نړۍ په بېلابېلوسيمو کې د ترهګرۍ د واقعات ليا هڅو تعلق له دې سيمې سره ـــــ رښتيا ليا دروغ ــــ تړل سوی دی. او پخپله  دا سيمه او د دې اوسېدونکي سپېڅلي پښتانه د داسې ځيناورو په ګڅه ورکول سوي دي چې د نړۍ هيڅ قانون او اصول ته غاړه نه ږدي. پر نه څه د انسانانو په وحشت وژنه د دې ځيناورو لپاره هيڅ خبره نه ده. په دې حقيقت کې هيڅ دومه خبره نسته چې د پاکستان شوم او درنده صفت پوځي اسټيبلشمنټ د خپلو سامراجي او استعماري موخو، د ترهګرۍ له لارې خپله خارجه پاليسۍ د پر مخ کولو او په افغانستان کې سياسي اټغلاندي Political Unrest  لپاره قبائلي سيمه د نړۍ د بدنامه ترهګرو چې زيات شمېر يې عرب، چيچن، ازبک او پنجابي دي، پټنځای ګرځولې ده. په دې سيمه کې دا ترهګر د پاکستاني پوځ تر نظارت لاندې روزل کېږي او په افغانستان او غلامه پښتونخوا کې پر ترهګري ګومارل کېږي. په دې سيمه کې د ترهګرو د شمېر اندازه له دې لګول کېدائسي چې له ۲۰۰۱ څخه راپه دې خوا په افغانستان کې اويه په سل کې تاو تريخوالی او جګړه هم له دې سيمې څخه زېږېدلې او په زرګونو بې ګناهه انسانان يې شومه سوي دي. هم دا شان په غلامه پښتونخوا کې د هغو بمي چاودنو چې په زرګونو انسانان يې شومه شوې، پل تر دې سيمې ــــــ رښتيار ليا دروغ ـــــــ را رسول سوی دی. پخپله د دې سيمو تر دولس سوه زياته نامتو، شمله ور او غيرتمن مشران پر يو او بل نامه او تور په سپينه ورځ، پخپله پلرنۍ سيمه کې د داسې وسله والو لخوا وژل سوي دي چې تر اوسه يې هيڅ پل نه دی مالوم سوی. موږ به دا نه هېروو چې د ثور له پاڅون څخه ورستو د نړۍ ټولو سامراجي قوتو د عربو له بېلابېلو سيمو څخه په غټو غټو جنايتو کې شکېل او محکمه شوي ترهګر له بنديخانو راخوشي کړل او د جهاد په نامه يې د افغان ملت د ټول وژنې لپاره را و استول. د هغو جنايتکارانو يو ګڼ شمېر اوس هم د آئي ايس آئي تر نظارت لاندې په قبائلي سيمو کې فعاليت کوي.

د ځائي خلګو په زرګونو کورنيو خو سيمه پريښې ده او هغه کورنۍ چې د لږدېدنې توان نه لري د يو ستونځمن مرګ په انتظار شپې سبا کوي. د يو اخباري راپور له لارې ويل سوي چې په قبائلي سيمو کې د ډرون (امريکائي بې پائلټه الوتکه) له هره بريده ورستو مول تړلي ناپېږندونکي وسله وال له سېمې څخه شکمن بې وزله ځائي خلګ يوسي او د جاسوسۍ پر نامه يې سرونه غوڅ کړي. کوم خلګ چې يو ځل و نيول سي د هغو کونۍ له دې ورستو د هغه د مړي د ليدلو لپار په دعا وي ولې چې له وژلو څخه پس د جنرل کياني شاګردان د هغه مړی بېرته کورنيو ته نه سپاري. يو سيمي کس چې د دې ځيناورو له ګڅې څخه په يو لوي واسطه راخوشی سوی ويلي، چې د جاسوسۍ د تور د منلو لپاره له وهلو ټکولو سره سره پر ده باندې اېشېدونکې ابوهم توی کړل سوې وې چې د دې راپور ليکونکي د هغو اوبو له کبله جوړ سوي پرهرونه پخپله لېدلې وو.

د سيمې ټول اوسېدونکي بې له څه خوښې پر دوو ډلو ويشل سوي شمېرل کېږي: اوله ـــ د طالب ملګري، دومه ـــ د دولت ملګري

په دواړو کې مرګ يقيني دی. او که څوک ځان بې طرفه شمېري هغه بيا د جاسوسۍ په تور نيول کېږي. په دا تېرو وختو په څه پښتني سيموکې لکه د باجوړ په سالارزيو کې سيميزو خلګو له پښتني دود او دستور سره سم قبائلي لښکر جوړ کړي او د خپلې خاورې د تحفظ لپاره درېدلي دي. دې خلګو د خپلې سپېڅلتيا له کبله او له دې ناخبره چې طالب او د پاکستان پوځ په اصل کې يو دي،د پاکستان شېطان دولت ته غاړه اېښې او د جنرل کياني د شاګردانو په ضد يې جګړه پائل کړې ده. د دولت لخوا د وسلو او نورو مرستو د ژمنو باوجود دا خلګ پخپلو شخصي وسلو د دې ځيناورو مخامختيا کوي.

يو غيرتمن پښتون قامدوسته مشر لطيف آفريدي د دې کال د جنوري د مياشتې په اول کې په يو جرګه کې په ډاګه وويل چې د کرم په منځنۍ سيمه آشخېلو کې له يو جګړې ورستو سميزو خلګو د طالبانو يو ډله ونيوله، له پلټنو ورستو دا بربنډه سوه چې د دې ډلې مشري د پاکستان د پوځ يو ميجر کوله. چې کله و پوځ ته دا خبره ورسېدله نو پوځ او طالبانو په ګډه سره پر سيمه يو وحشيانه بريد وکړ، ټول کلی يې برباد کړ او د کلي ټول خلګ له سيمې څخه کډه سوه او دا وخت پر پردۍ خاوره بې اسرې پراته دي.

هم دا شان په دا تېرو څو مياشتو کې هغه قبائلي پښتانه چې د ځان د ژغورلو لپاره يې د جنرل کياني د شاګرانو په ضد توپک را اخيستئ په باجوړ، خيبر او و پېښور ته څېرمو سيمو کې په تواتر سره په نښه کول کېږي. په ۲۰۰۷ کې دلکۍمروت په يو واړه کلي کې طالب له سيميز قبائلي لښکر څخه د غچ اخيستلو لپاره له چاودودونکو توکو ډک يو موټر هغه وخت وچاودلی چې د کلي يو ګڼ شمېر خلګ د والي بال د يو لوبې په ننداره وو. په دې چاودنه کې په درځنو کورنو وران شوه او د ښځو او د ماشومانو په شمول ۲۰۰ انسانان ووژل سوه. له چاودنې ورستو د کلی خلګو له دولت د مرستې دېرخواستونه او زارۍ وکې خو په ځواب کې ورته وويل شو چې تاسو ولې د طالب په ضد پاڅون کولئ؟ د دې کلي اوسېدنکي نن هم د مرګ په انتظار شپې سبا کوي.

دا تشې هغه خبرې دي چې د خلګو په وينه له سيمې څخه راوتلې دي، رښتينی حالت په څو چنده کړکېچن دی. د پاکستان پوځ په ټوله سيمه کې پر رسنيو بنديځ Media Blackout لګولی دی او هيڅ قسم رپورټنګ ته اجازه نشته.  د دې سيمې سپېڅلی پښتون د تاريخ له يو مکار او بې شرمه دښمن سره مخامخ دی چې خپل سامراجي سياست يې د مذهب په جامه کې پوښلی دی. د دې سيمې د مليونو انسانانو هيڅ غمخوره نسته. د تعليم او د روغتياو د اسانتياوو خبرې لرې پاتي دي، دښمن پر دې خلګو د ټارچر او وحشيانه مرګ نوې نوې طريقې آزموي. د يو رپورټ له لاري داسې ويل کېږي چې د پاکستان هوائي ځواک يو نوی بم جوړ کړی وو چې د هغه ازموينه يې په دې سيمه کې وکه. زموږ ملت او سيمه د وسلو د ازمويست ډګر ګرځېدلی دی.

ددې خلګو د خلاسون لاره ته  سترګې وتلې دي. د پاکستان د پوځ د ظلمو او د دې خلګو د خواريو او بې وزليو په ضد غږ پورته کول د ټول پښتون افغان وظېفه ده.