په تیرو دوه ورځو کې افغاني رسنیو د کرځي سایب غیبت پرې ایښی او داسې خبرونه خپروي چې امریکا د ولسمشر غوښتنې ومنلې. دا چې دا خبره تر کومه روغه ده تر اوسه کره سوی نه ده ، خو دا ټولو ته مالومه سوه چې د کرزي سایب غوښتنې نه یوازې په ځای او ملي خبره ده بلکه د افغانستان امن او سیمه ایزې سولی ته یوه مهمه غوښتنه یا غوښتنې دي. امریکا د یو نړیوال جنګي نظام په توګه په ټوله نړی کې مشهور دی، هیڅ شک پکې نسته. داسې به وګڼو چې امریکا له کرزي سایل سره په موافقه ورسیده. امریکا له افغانستان څخه پوځي اډې غواړي، یعني مسلح امریکای عسکران چې پکې استخیبارات او مخبارات ،جوړاو لیوني، مسلح عسکران او ډیره پرمختللی تکنالوجي چې له عقل نه پورته ده موجود وي . د دې خبرې څه ډاډ یا ګرنټي سته چې بیا میاستې وروسته بیا یو څو کورونو ته په یوه پلمه ننوځي اویا بمبارد یې کړي. یا یو لیونی عسکر یې د شرابو نشه کې یا هم په بل علت ، لکه په قندهار کې چې دوه پیښې وسوې، د باندې راووځي او لس شل ښځې او ماشومان مړه کړي؟ زه فکر کوم چې ډیرو افغانانو سره دا غلت فهمي موجوده وه چې امریکا به تښتي او افغانستان به بیا یواځې پاتې کیږي. زه ډاډه یم چې اوس دا افغانان په دې پوه سوي دي چې که چیرې افغانستان په خرڅلاو وي خریداران یې ډیر دي. د کرزي سایب سفرونه هند، چین او د سیمې نورو قدرتونو ته بې ګټې نه ول. هندوستان له امریکې سره په ملیاردونو ډالره قراردادونه لرې، سره د اټومې پروګرام، خو بیا هم په دومره حساسه شیبه کې یې له کرزي سایب سره خپل پوره ملاتړ اعلان کړ او امریکا یې هم هیرانه کړه. همداسې د سیمې نورو قدرتونو له افغانستان سره نه یوازې پوځي بلکه سوداګري او مسلکي مرستې اعلان کړې. موږ په دې ډاډ لرو چې دا قراردار به په یو ډول نه بل ډول لاس لیک سي. ځکه امریکا په آسانه دا سیمه نه پریدي. د افغانستان د جنګ لپاره دوئ د سیمې په لس نورو هیوادونو کې اډې چلوي. امریکا سیمې ته یو څو بې سواده، بې ټوپکه او بې پیسو طالیبانو پسې نه دی راغلی او نه دوئ د سولې او نیکمرغی پریښتې دي. افغانان باید د خپلې سولی او سوکالی پوره ډاډ واخلي او بیا دې ورسره دا قرار داد لاسلیک کړي.