fbpx
اندېښمن شینوارئ سیمه او افغانستان

رابرټ ګیټس په خبرو مه تېروځې

له پرونه راپدېخوا یو وار بیا امریکائي رسنېو په ټولو افغاني خبري رسنېو، تلویزیونو، ویب پاڼو او تر ټولو زیات بیا په ټولنیزو شبکو کې سرلیکونه جوړ کړي ؤ، دا سرلیکونه د امریکا د پخواني دفاع وزیر د رابرټ ګیټس د هغه له چاپه راوتونکي کتاب جوړ کړېدي چې مخامخ ئې پکې د پخوانېو ناندرو خبرې کړېدي مګر مقصد او مرام ئې د نن ورځې د امریکا په تګلارو او د خلکو هغو ګټو ته هڅول دي.
په ښکاره خو ګیټس د امریکا په حکومت نېوکې کړېدي، داسې ئې وښودلې دي چې ګنې مونږ په افغانستان کې ځنې تېروتنې کړېدي. ګیټس د ولسمشر کرزي او اوباما ترمنځ وروستې پېښو ته د ذاتي اختلافاتو رنګ ورکوي او داسې لیکې چې ګنې حامد کرزی ملي ګټو ته وفادار ندی البته دا یوه شخصي او ذاتي کیسه ده، او هغه هم دا چې اوباما د 2009 کال په ټولټاکنو کې د حامدکرزي د ناکامولو هڅه کړې وه، خو اوس حامدکرزی د اوباما څخه د خپل غچ د اخستلو لپاره ځنې داسې کارونه کوي.
پدې کې خو شک نشته چې امریکا د 2009کال په انتخاباتو کې بربنډه او بې شرمه لاسوهنه کړې وه او اوس د افغانستان دولت په خپلو ملي ګټو ټینګ ولاړېدو ته دوي یو نوې رنګ ورکوي او غواړي چې لدې لارې افغانان د خپل دولت او ولسمشر پرضد راوپاروي.
حقیقت خو دادی چې ځوانه طبقه باید ددوي د پرلپسې د بدلیدونکو خبرو، بخثونو او وړاندوینو ته ښه فکر وکړي او ددوي پرداسې خبرو او تبلیغاتو ونه غولېږي. وخت ددې دی چې مونږ هم باید د خپلو افغاني ملي ګټو ساتلو لپاره داسې کړنۍ او اقدامات ترسره کړو، راځې چې مونږ هم سیاست زده کړو، رسنۍ او ټولنیزې شبکې هم ددوي د تبلیغاتو پرضد استعمال کړو.