fbpx
پښتیان مقالې

فاسد افغان ملت (!)

لیکوال پښتیان
تېره ورځ يو چا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور کوم چې په ښکاره خو ديو افغان ترافيک پوليس چارواکې عبدالصبور د ستاينې په اړه ليکل سوئ و خو په اصل کې د ټول افغان ملت سپکاوي پکښې سوئ وو، را سره شريک کړ. د دې راپور يوه کرښه څه په دې ډول وه:
Afghanistan is the world’s most corrupt nation (tied with North Korea and Somalia), according to Transparency International.
ورځپاڼه د ټرانسپرنسي انټرنېشنل له خولې ليکي چې افغان د نړۍ تر ټولو فاسده ملت دئ. موږ افغانان يو فاسده ملت يو او که نه، دا يو بېل بحث دئ، خو واشنګټن پوسټ او ټرانسپرنسي انټرنېشنل چې د فساد او روڼتيا کومه پېمانه او ګز په غاړو ځړولئ دئ، دې ته لږ پام کول په کار دي. مثلا که يو افغان سوداګر د ځان د ګټې د خوندي کولو لپاره يو دولتي چارواکي ته بډې ورکړي، واشنګټن پوسټ او ترآنسپېرنسي انټرنېشنل دې ته – فساد- او کرپشن وايې خو که چېرته هم دا کار يو امريکايې سوداګر وکړي او د کانګرس يو شمېر غړو ليا د ايالتي دولت يو چارواکي ته بډې ورکړې نو واشنګټن پوسټ او ټرانسپرنسي انټرنېشنل دې ته – لابيېنګ Lobbying – وايې او دا کرپشن نه ګڼي. د صبور په اړه دې راپور کې واشنګټن پوسټ يو ځای ليکي:
…. many Afghan institutions not only tolerate corruption but implicitly encourage it.
(د افغانستان ډېرې دولتي ادارې نه يواځې اداري فساد زغمي بلکه ملا يې هم غړي)
زما د ليک موضوع دا نه دئ چې په افغانستان کې کرپشن ستا او که نه، بلکه زما متلب د کرپشن هغه تعريف دئ چې نړيوالو بدماشانو ځان او نورې نړۍ ته غوره کړئ دئ. واشنګټن پوسټ وايې چې افغان دولتي ادارې د کرپشن ملاغړي. ټول لوستي افغانان دي يو ځل د امريکا د لابيېنګ پروسه ولولي او بيا دي قضاوت وکړي چې تر امريکايانو په نړۍ کې بل کرپټه او فاسد قام سته…! د لابيېنګ متلب دا دئ چې د متحده ايالاتو د کانګرس غړو ته ډالر ورکړه او خپل کار چې په هر ډول وي تر سره يې کړه. مثلا که چېرته يو امريکي سوداګر په يو بېل هيواد کې ستره کاروباري ګټه ليدله او د هغه هيواد دولت له خپل قانون سره سم د دې امريکې سوداګر د ګټې په وړاندې يو خنډ وو، دا سوداګر کولای شې چې د امريکي کانګرس غړو ته بډې ورکړي، او د هغه هيواد دولت د امريکي عسکرو ليا اقتصادي بنديځونه له کبله چپه کړي. تر ټولو لنډ او نږدې مثال يې د عراق دئ. عراق د تېلو سترې زېرمې لري. دا زېرمې په اويايمه لسېزه کې عراقي انقلابي دولت د امريکايې او برتانوي کمپنيو له ولکې و ايستلې او ولسي يې کړې. هغه وخت شوروي اتحاد ژوندی و، نو امريکا او برتانيه د عراق ضد هيڅ نه سو کولائ. چې کله شوروي اتحاد رنځور او و ټوټې کېدو ته نږدې سو نو د امريکا په مشرۍ کې د لويديځ نيواکګرو بې له کومه ځنډه پر عراق بريد وکړ. دا بريد په اصل کې د امريکا د تېلو د سوداګرو په غوښتنه وسو. د امريکا د تېلو سوداګرو غوښت چې د عراق تېل لوټ کړي، نو يې د امريکا د کانګرس و غړو ته بډې ورکړې او په 1991 کې يې عراق بمبار او په 2003 کې د عراق ټوله د تېلو شتمنې ولوټله.
دلته د يو دوو ټکيو روښانه کول ډېر مهيمه دئ: لومړی، امريکا د تېلو هيڅ کومه دولتي کمپنۍ نه لري نو بيا يې پر عراق بريدونه د څه لپاره وکړه؟؟؟؟ ښکاره مالومه ده چې د شخصي کمپنيو د ګټو د خوندي کولو لپاره. دوم، په 2003 کې چې امريکا پر عراق بريد وکړ، پر دې لږ تر لږه دوه ټريلين ډالره لګښت راغلئ (يو ټريلين د زر ميليارډه برابر وي او يو مېليارډ د رز ميليونو برابر وي). دا ټول لګښت د امريکا دولت د ولس د محصولاتو او ماليو Tax Payers په ترڅ کې راټول کړل سويو ډالرو څخه ورکړ. ايا د يو څو اشخاصو د ګټو د خوندي کولو لپاره د ولس محصولات کارول کرپشن نه دئ….؟؟؟ يواځې دا نه، په دې جګړه کې شاوخوا پنځه لکه انسانان هم ووژل سوه او دا لړۍ نن هم روانه ده. له دې څخه دوې نتېجې اخذ کېدايسي:
لومړۍ: – د امريکا هر وګړی د دې جوګه دئ چې د نړۍ په هر کونج کې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره د امريکايې ولس په محصولاتو او ماليو جوړ کړل سوئ د امريکې ستر اقتصادي او عسکري ځواک ډېر په اسانه کارولای سي. لاره يې دا ده چې د امريکا د کانګرس تس يو شمېر غړو ته يو څه بډې ورکړه او يو ښه زوروره لابي جوړه کړه.
دوم: – امريکايې ځواکونه په اصل کې د کرايې بدماشان Mercenaries دي. هر چا چې څومره کرايه ورکوله د دوئ ورانونکې وسلې او زورور توغندي د هغو په چوپړ کې حاضر دي.
هم دا ډول چې کله امريکې پر عراق بريد کولئ نو يې د خپل ولس د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره عراق د پراخې کچې ورانونکو وسلو په جوړولو تورن کړ. دا خبره دروغ وختله او عراق هيڅ کومې د پراخې کچې وسلې نه درلودې. موږ – فاسده افغانان (!) – له واشنګټن پوست څخه دا لاندې څو تپوسونه کول غواړو.
لومړی: – چې – اګر، مګر، چونکه، چنانچه او لېکن – ورڅخه لرې کړل سې، لابيېنګ کرپشن دئ او که نه؟؟
دوم: – د تېلو د يو څو سوداګرو د ګټو د خوندي کولو لپاره د ولس شتمني لګول کرپشن دئ او که نه؟؟
دريم: – د عراق جګړه د پراخې کچې د ورانونکو وسلو د شتون پر نامه وسوه. چې په اصل دروغ وو. ايا د يو هيواد د شتمني د لوټلو لپاره دا ډول خطرناکه دروغ جوړول او بيا د هغو پر بنسټ د ولس د محصولاتو په لګښت پر يو هيواد بريد کول او د لکونو انسانان وژل، د کرپشن، ټهګۍ، بې ايمانۍ او حراميتوب په تعريف کې راځي او که نه؟؟
څلورم: – د دې دروغو د جوړولو او ويلو په پاداش کې د سي ای اې او امريکي استخباراتو څومره چارواکيو ته سزا ورکول سوه؟؟؟ ايا پر دومره تاواني دروغ ويلو، د ولس د محصولاتو په ټريليونو زيان باندې مسولينو ته سزا نه ورکول او سترګې پر پټول کرپشن دئ او که نه؟؟؟
پنځم: – ايا د امريکايې ولس لخوا پر دې ټول کار سترګې پټول او د عراق د جګړې د احتساب نه غوښتنه دا نه ثابتوي چې په دې بې ايماني او ټهګي کې له امريکايې دولت سره سره ولس هم ښکېل دئ؟؟ متلب د امريکا ټول ملت فاسد دئ.
شپږم: – ته (واشنګټن پوسټ) وايې چې د افغانستان ادارې کرپشن ته وده ورکوي، ايا امريکايې کانګرس ليا سېنټ د لابيېنګ د مخنيوي لپاره کوم ګام اخيستئ دئ؟؟ که نه، نو ولې؟؟ ايا د دې متلب دا نه دئ چې امريکايې سترې ادارې که هغه کانګرس دئ، که سېنټ، که ستره محکمه او که رسنۍ دا د لابيېنګ نوره وده غواړي؟؟ تپوس دا دئ چې کرپشن د افغان ادارې پر مخ کوي او که امريکايې ادارې؟؟؟
يو څه موده لومړي د واشنګټن پوسټ يو ذيلې مجلې – دې ډېلي بيسټ – د يو افغان وزير په اړه ليکلي و چې موصوف يو ميليون ډالر خوړلې دي. دا رښتيا دي ليا دروغ، دا يو بېل موضوع دئ، خو تپوس دا دئ چې ډيلې بېسټ مجله د افغان وزير په کرپشن خبره ده دا د ډک چيني، ډونلډ رمزفيلډ، جارج بوش او نورو امريکايې سياستوالانو کرپشن ولې نه دئ ورته مالوم؟؟؟ ما خو کله هم په امريکايې رسنيو کې د دې سياستوالانو د کرپشن په اړه څه و نه ليدل؟؟ ايا دا رښتيا نه دي چې په 2003 کې د بګ اويل Big Oil په نامه تنظيم امريکايې سياستوالان پر عراق د بريد لپاره و هڅول…؟؟ بګ اويل د امريکا او برتانيه د تېلو د سترو کمپنيو لکه هالي برټن، ايکسون، رايل ډچ شېل او برټش پيټروليئم يو نوماند سازمان دئ. د دې سازمان مشري د امريکا د هغه وخت دوم ولسمشر ډک چيني کوله. ډک چيني تر دومه ولسمشرۍ لومړي د هالي برټن کمپنۍ مشر و. ډک چيني پر عراق د بريد په ترڅ کې خپلې کمپنۍ هالي برټن ته له تېلو سره سره و امريکايي ځواکو ته د اکمالاتي ليږدونې پروژې هم ترلاسه کول غوښت، چې پکښې بريالی سو.
د عراق او افغانستان جګړې د کومو کمپنيو د ګټو د خوندي کولو لپاره وسوې د دې لنډ جاج څه په دې ډول دئ.
1. برټش پټروليئم ته د عراق د روماليه اويل فيلډ د رغولو د کال د دوه ميليارډو ډالرو، ايکسون ته د کال د يونيم مېليارډه ډالرو او شېل ته د کال د يوه مېليارډ ډالرو پروژې ورکول سوې. متلب دا درې واړه کمپنۍ به د عراق له تېلو هرکال څلورنيم مېليارډه ډالر تر هغو لوټي تر څو چې د دوئ خوښه وه.
د عراق او افغانستان له جګړې د ګټې اخيستونکو نورو کمپنيو تفصيل څه په دې دول دئ:
2. بوينګ $68.7 billion
3. اي اې ډي ايس $68.3 billion
4. يونايټډ ټيکنالوجيز $58 billion
5. لاک هيډ مارټين $46.50 billion
6. جنرل ډاينامکس $32.7 billion
7. بې اې اي سسټم $30.7 billion
8. نارتهروپ ګرومن $26.4 billion
9. رېتهيون $24.9 billion
10. فينمېکانيکا $24.1billion
د ډک چيني کمپنۍ هالي برټن د عراق او افغانستان په جګړه کې د وسلو، خوراک څېښک او نورو مواردو کې شاوخوا $150 billion پروژې ترلاسه کړې. د دې پروژو تر لاسه کولو لپاره هالي برټن هر هغه کس ته بډې ورکړې کوم چې پر دې پروژو اغېزې درلودې. د دې باوجود چې په امريکايې محکمو کې د هالي برټن د کرپشن په اړه دوې دوسيې روانې دي بيا هم د هالي برټن پروژې نه دي درېدلې او مخ په وړاندې روانېدي. افغان وزير په يو ميليون ډالرو تور او ډک چيني په ښکاره يونيم سل ميليارډه تېر کړل، بيا هم سپين…! دا د واشنګټن پوسټ او ټرانسپرنسي انټرنېشنل د انصاف ترازو دئ. د غني بابا يو شعر دئ، وايې:
ځار شم د لېډر د کولمو خېټې يې د ښکلولو ده
چا مهار، چا اوښ وخوړ او ده واړه کاروان وخوړ
افغان وزير به يو مهار خوړلئ وي، ستا ډک چيني، رمزفيلډ او بوش کاروانونه او هيوادونه ژوندي تېر کړه. که يو افغان عسکر د جلال اباد ليا سپين بولدک پر سړک له يو چا لس افغانۍ واخيستې ټرانسپرنسي انټرنېشنل او واشنګټن پوسټ دې ته کرپشن وايې او د هم دې کرپشن پر بنسټ ټول افغان ملت فاسد ګڼي. خو که بوش، رمزفيلډ، ډک چيني د عراق د تېلو د شتمنيو د لوټ لپاره د امريکايې ولس تر دوه ټريليون زياته ډالر په سيند لاهو کړي، د پراخې کچې د ورانونکو وسلو پر نامه پنځه لکه انسانان ووژنې دا هيڅ خبره نه ده….! ستا تر انصاف او پوهه ځار سم، ښکليه….!