fbpx
شریف شیرانی کوزه پښتونخوا مقالې

د انقلاب فارمولا

لیکوال شریف شېرانی

په داسې حال کښې، چې له یوې مودې راهیسې یو پراخ اولسي لړزان تر سترګو کیږي، د انقلاب لپاره یوې مهمې، جدي او ټاکلې فارمولې ته اړتیا بېخي لازم ده. په داسې حال کښې، چې نژدې د نړۍ پر مخ هر نظام او هر ازم تر پوښتنې لاندې راغلی دی، پر هر نظام او هر ازم نیوکه سوې او په دوی کښې بلها نیمګړتیاوې په ګوته سوې، د انقلاب لپاره یوې جدي فارمولې ته اړتیا نوره هم سیوا سوې ده. په داسې حال کښې، چې ژوند ورځ تر بلې د ستونزو ډګر ګرځېدلی، د فرد او ټولنې تړون مات سوی، د مجموعي پېژندګلوۍ احساس ترهېدلی او د رسوایۍ کچه زیاته سوې، د انقلابي وړهېلي/کېډر cadre همکارۍ ته لا حاجت پیدا سوی دی. مګر دا احساس شاید چې په لومړي ځل یو چا ته سوی وي چې که انقلاب غواړو نو باید کوم ډول وي؟ چیري وي؟ څنګه وي؟ له چا سره وي او څوک یې باید راولي؟

لومړی، انقلاب د اولس امادګۍ ته اړتیا لري. کله چې اولس وپوهېږي، په روان نظام کښې یې ستونزو ته حللار موندل ناشونې ده، نو دوی وغواړي چې نوی نظام او نوی فکر باید د دې ځای ونیسي. مګر دلته په داسې حال کښې، چې اولس تر اوسه په بلها مغالطو کښې ښکېل دی، نو د انقلاب لپاره ځانګړي حالات مساعد نه ښکاري. یعني موږ وینو چې په نړۍ کښې کومه نعره وهل سوې، کوم ازم پورته سوی، کومه ډله راپارېدلې، د هغې په مقابل کښې په هماغه نامه، په هماغه نعره، په هماغه ازم دلته کښې ډلې جوړې سوې، انجمن پیدا سوي او ګوندونو جوړ سوي، چې په حقیقت کښې یې د روان نظام دفاع کړې او د اولس په وړاندې یې پرته له مایوسۍ څخه بل څه نه دي پرېیښي. ځکه خو مو په سر کښې لیکلي چې دلته په شعوري توګه د بدلون هر توکی او ډول بدنام کړل سوی، ناکام کړل سوی او تر پوښتنې لاندې راوستل سوی دی. په داسې حال کښې یو انقلابي فکر، ډلې یا فرد لره مشکل ګرځي چې د انقلاب لپاره دي حالات مساعد کړي. خو که چیري یو انقلابي فکر، ډله یا فرد بیا هم د انقلاب راوستلو په لټه کښې وي نو باید تر هر څه لمخه هغه پراکسي ګوندونه، ډلې او افراد و یوه لړ ته واچوي کوم چې په خوږو نعرو او سپېڅلیو نظریو اولسونه خطا کوي او د پردې شا ته و اوسني/روان نظام ته کار کوي. دا خلک به داسې په ګوته کیږي چې د روان نظام په چوکاټ کښې پر اساس د عملیت او نتایجو د دوی کړنې څرګندې کړل سي یا ورباندې نیوکه وسي یا ګړسره په حقیقي ډول له خپل اصل سره متعارف کړل سي. د دوی اصل د نظام دفاع وي، او دوی پر مختلفو نومونو مختلف خلک راغونډوي او له رښتینو نظریو او مفکورو څخه یې لیرې ساتي.

دویم، موږ په داسې اولس کښې اوسو چې بلها ډېرې سیاسي څرګندونې لري او په عمل کښې شوني (صفر) دي. د دوی څرګندونې اکثریت منفي او تش د شخوند وهلو لپاره وي. دا څرګندونې که نور هیڅ هم و نکړي مګر دوه کاره لازم کوي؛ یو اولس د مایوسۍ و خوا ته بیایي او بل په اولس کښې عملیت خوښي له مینځه وړي. دا دواړه هغه لاملونه دي چې د یو اولسي انقلاب په مخ کښې خنډ جوړیږي. د دې لپاره لازم ده چې اولسونه د عملیت په ګتو پوه کړل سي. و هغوی ته ور وښودل سي چې څنګه یې د ژوند ورستی پړاو له ناکامۍ سره مخ کېدلی سي. هغوی باید پر دې باوري کړل سي چې د ورځنیو چارو په ترڅ کښې دوی کوم وروستي او منطقي انجام ته رسېدلی سي. و دوی ته باید دا هم ور وښودل سي چې د انقلاب په لنډ مهاله او اوږد مهاله نتایجو کښې کوم توپیر دی او دوی دغه توپیر څنګه ارزوي. د دې تر څنګ د انقلاب ټاکټیکس tactics   هم باید سره بېل کړل سي او اولسونو باید د دې برخوال جوړ کړل سي. په اولس کښې دومره ضمني وړتیا پیدا کول لازم ده چې هغوی وپوهېږي د مخامخ لوري چل ول درک کړي او په هنګامي توګه یې د مخنیوي جوګه پاتې سي.

درېیم د انقلاب رفتار دی، چې د معروض او موضوع په تناظر کښې باید وکتل سي. معروض باید دا نشاندهي وکړي چې په کوم ځای کښې د کوم ډول اولسي خوځښت ته اړتیا ده او په کوم ځای کښې د اولس ایجوکېټ کول لازم دي. موضوع باید قیادت ولري او د انقلاب هر یو برخوال باید د موضوع په مقابل کښې راپورته سویو نیوکو او پوښتنو ته په استدلال وړ او چمتو و اوسي. که څه هم دلته کښې پر نظریاتي اساس د انقلاب راوړل مشکل کار دی، مګر د رجعت او بنیاد پرستۍ په مخ کښې یوازې او یوازې “قامي پوښتنه” کېدلی سي چې هم د مترقیت لپاره ځای لري، هم د خواري کښې طبقې ستونزه پکښې حل کېدای سي او هم د جمهوریت او زغم عملي کېدل پکښې ممکن وي، که څه هم د قامي نهضتونو پرلپسې ناکامیو زه په دې نتیجه رسولی یم چې اوس قامي خوځښتونه هم د روان/اوسني/شته نظام په مدافعه کښې په کار راوړل کیږي، بلکې تر دې ځایه ویلی سو چې قامي خوځښتونو د سوچه او کاملو نظریو مخه نیولې او هر وخت چې ټولنه/اولس پر خپل معروض راپارېدلی، د قام په نامه د ګډو وډو ښکار سوی او د بشپړ بدلون لاره یې شنډه کړې ده. بیا هم د معروض و موږ ته دا موضوع راکړې چې د جبر په ضد همدغه خوځښت باید بدرګه کړل سي★. د همدې موضوع له پلوه امکاني موضوع داسې جوړیږي چې روان نظام د خپل معروض پر اساس ناکاره، بېهوده او زیانمن ثابت کړای سي. بیا د انقلاب په رهبري پورې اړه ده چې دوی معروض د دې وړ ګڼي چې د جغرافیې د وېش خبره دي پکښې وکړي، یا دي د بایلل سویو سرحداتو او سیمو د بېرته رانیولو ژمنه ورکړل سي.

څلورم، یو انقلابي تنظیم که څه هم د معروض له پلوه د کړنو او د معروض له اړخه د بیانیې د کنفیوژن له ستونزو سره مخ کیږي مګر تنظیم باید د معروض په خوا کښې په څلورو پینځو مهمو نکاتو کښې دومره کلیر او واضح موقف ولري چې برخوال یې د ځان لپاره لازم وګڼي. په دې لړ کښې یو انقلابي نهضت باید دا ډاډ ولري چې پر شا کیږي به نه، خرڅېږي به نه، د رهبرۍ له خلا (فقدان) سره مخ کیږي به نه، تړون به ساتي او د بیا رغونې او تر ممکن حده د ژغورنې پلان به هم لري. همداسې به د موضوع له پلوه باید د بشریت، تاریخ، سیاست، واکمنۍ او راتلونکي لپاره هم په ایډیا او هم په تګلاره غني وي. د اولس ملګرتیا هغه وخت زیات امکان لري کله چې یو انقلابي نهضت د روان نظام په مقابل کښې و دوی ته زیات باوري او د ډاډ وړ پرېوځي یا ښکاریږي. انقلاب باید له شاعرانه موډ/اثر څخه لیرې وساتل سي، ځکه چې شاعرانه تاثیر/موډ د تخلیق برخه ده او تخلیق که یوې خوا د تغیر نوم دی نو بلې خوا ته پر خیال اډاڼه کوي. مګر انقلاب ځینې ترخو حقیقتونو ته مخامخ کیږي او که ورته سم جوګه پاتې نه سي نو د مایوسۍ او بې وسۍ احساس ډېر ژر غلبه کیږي.

پینځم، د انقلاب په دوران کښې له شعارونو پرته د پوهانو او دانشورانو روانې تجزیې ته هم ډېره اړتیا لري. انقلاب باید له درې اړخه بشپړ وي؛ اغېزمنه پروپېګنډه، روانه تجزیه او له نظام څخه د اولس د ګوښه کولو پرلپسې هڅې… دلته موږ احساسولی سو چې که څه هم په لومړۍ او درېیمه برخه کښې څه ښه څرک معلومیږي، مګر د روانې تجزیې له پلوه انقلابي خوځښت نیمګړی ښکاري. شاید چې د انقلابي پوهانو ورته پام وي، مګر معروض اجازه نه ورکوي. ځکه چې دلته اولسونه د پوهنې له پلوه دومره پاتې دي چې ګړسره یې ځینې ټکي په حافظه کښې نه پاتې کیږي. نو لازم ده چې د دوی له حافظې هغه پخواني یاداښتونه چې و دوی ته روان/اوسني نظام ورکړي، دي په ښه هنر سره و ایستل سي. دا د ساینس اصول دي چې د هیڅ یو هویت حافظه تر هغې نه قوي کیږي څو چې په حافظه کښې، هغه څه چې جمود زېږوي، وجود لري. یعني انقلاب باید د خپل ټاکل سوي اولس targeted population لپاره نوې بیانیه په داسې ډول جوړه کړي چې د هغوی په حافظه کښې ځای ونیسي او د هغوی له حافظې څخه پخوانۍ مفکورې او مغالطې وباسي.

شپږم، هغه انقلاب چې پر اساس د ژبې، قام او جغرافیې تر سره کیږي، له خورا ډېرو ستونزو سره مخ کیږي. په داسې انقلاب کښې د بېلا بېلو مفکور خلک برخه اخلي او دوی په دې مشکل کښې لوېدلي وي، چې بر کوم څیز به کمپرومایز کوي او پر کوم څیز نه. دا کار په هغه وخت کښې نور مشکل جوړوي کله چې په targeted population کښې ګڼ شمېر سیاسي “ګوندونه” هم فعالیت کوي، مذهبي او ډله یز وېش هم موجود وي، طبقاتي احساس هم وي او د نصاب ستونزې هم رامینځته وي، نو یو انقلابي نهضت، چې د انقلاب په راوستلو رسېدلی (learned about the invitable revolution) وي، له نور هم ستونزمن حالت جوړوي. دلته کښې یوه پوهه رهبري دا تعین کولی سي چې کوم د اولس له ذهنونو دغه خاشاک څنګه وباسي. د دې خاشاک ایستلو لپاره دوی کولی سي په اولس کښې اضطراب پیدا کړي، دوی کولی سي د دښمن وجود د مرکزیت ورستۍ درجې ته ورسوي، دوی کولی سي انقلابي کلتور وغځوي/پروموټ کړي، دوی کولی سي دا پروت/پراته existing سیاسي افکار په هنري مګر بشپړ ګول رد کړي او لکه څنګه چې د دښمن تعریف مرکزیت اخلي همداسې باید د ملګرتیا comradeship و تعریف ته هم مرکزیت ورکړي.

اووم، د ولادي میر لینن د هغه قول په رڼا کښې چې وایي، “انقلاب هغه وخت راځي کله چې پروت existing نظام د اړخ بدلولو paradigm shift په حالت کښې وي.”، دا لازم ده چې انقلابي نهضت په دې پوه وي چې دا پروت/شته نظام کوم وخت د اړخ بدلولو حالت ته راځي. دغه انقلابي رهبري باید دومره جدي و اوسي چې دوی د نظام هغه کمزوري لاس ته کړای سي، کومه چې له روایت څخه د اړخ بدلولو په حالت کښې پیدا کیږي. او دا هم د سیاست منل سوی اصول دی چې یو نظام چې هر څومره وحشي او وروست پاتې سي، له اتو یا نو لسیزو ورستو یو وار اړخ بدلولو ته اماده کیږي.

اتم، یو انقلابي خوځښت باید مشخص نسلي/صنفي (پر اساس د عمر/زیال یا عصر) ځانګړتیا هم باید ولري. اکثریت انقلابونه د ځواکونو/فوځیانو، محصلینو، مزدورانو، کلهم ځوانانو، فکري ابلاغچیانو، مذهبي پېشواګانو یا قامپالانو لخوا راوستل کیږي. په داسې انقلابونو کښې د خپل صنف/نسل پر اساس د دوو څیزونو ټاکنه کیږي؛ رهبري او د انقلاب دورانیه. یعني دا به ډېره بده وي چې د ځوان انقلاب مشري دي سپین ږیري وکړي، د مزدور انقلاب مشري دي محصلین وکړي یا د قامي انقلاب رهبر دي پېشوا جوړ سي. د دې تر څنک باید د انقلاب دورانیه هم ټاکلې سوې وي چې، داسې نه د مزدورانو د یو نسل خوځښت بل نسل ته پاتې سي یا دوی له مزدور طبقې څخه په شتمنه ډله ګډ سوي وي، داسې نه چې له قامپاله ډله د انقلاب په دوران کښې تصوف او رهبانیت ته داخله سي یا د ځوانۍ عمر د انقلاب په دوران کښې په بډاتوب/زروه بدل سي.

نهم، اکثریت انقلابونه یوه خاموشه ملتیا هم لري. د انقلابي رهبرۍ لپاره لازم ده چې د ملتیا او ملګرتیا په مینځ کښې توپیر وکړي او په ځینو پرېکړو کښې یې پام وساتي. په انقلابي پرېکړو کښې باید تش و ملګرتیا ته و نه کتل سي، بلکې یوه اندازه پام باید د ملتیا هم وساتل سي. دا هم د سیاست او بشریت اصول دي چې ملګرتیا د مایوسۍ مقام ته رسېدلی سي مګر ملتیا ځینې نورې ځانګړتیاوې لري. د ملتیا برخه د باور برخه بللی سو او د ملګرتیا برخه د هنر برخه ګڼلی سو. چیري چې د هنر اړتیا وي هلته باید ملګري رامخته سي او چیري چې د باور حاجت پېښیږي هلته باید پر مله اولس ډاډه و اوسو.

لسم، انقلابي نهضت باید په بشپړ ډول د ړنګ خطر و نه لري. د انقلابي نهضت پرېکړې باید له څرګنده، معلومې او یوې سرچینې څخه نه وي، بلکې دومره تنوع باید ولري چې دوښمن هم باید پر مختلفو محازونو مصروف وساتي او چې څومره انرژي د نهضت لخوا مصرف کیږي، هغومره باید د دوښمن هم مصرف سي. یعني کله دي هم داسې نه وسي چې په یوه څاپېړه سل مخونه خوږ سي. که بالفرض پر نهضت یوه سخته ګړۍ راځي هم نو دومره توان دي پکښې وي چې د ستونزو لرې کولو په دوران کښې پر ځینو سیمو یا سرچینو د مزاحمت عمل جاري پاتې کېدلی سي. لنډه دا چې انقلابي نهضت د دې وړ وي چې که وغواړي نو خپل مرکزیت بحال کړي او که وغواړي منتشر سي نو په دې کښې هم بریالی سي.

خو د دې هر څه تر څنګ لازم ده چې لومړی خو د انقلاب لپاره د مساعدو حالاتو ادراک وسي او په دویم پړاو کښې د غوره تجزیې امکان پاتې سي. تاریخ شاهد دی چې د هر بریالي انقلاب په څنګ کښې د یوې روانې او دقیقې تجزیې شتون هم تر سترګو کیږي.

★ د انقلابي تحریک اساس، مرام او هدف ټاکل یو بل او بېل بحث ته اړتیا لري چې باید د سیاسي پوهانو تر مینځ وسي.

Leave a Comment