fbpx
تاریخ ډاکټر لطیف یاد سیمه او افغانستان

مشهورچینایی سیا ح(سیلا نی) اودبودایی مذهب راهب هیون تسنګ(شوان زانګ) Xuanzang په افغانستان اوپښتونخوا کې :

لیکوال لطیف یاد
دغه چیني سیاح (سیلا نی)اوبودایي راهب چې به انګریزی منابعوکې یې نوم Xuanzang دی او دافغانستان مورخینو یې نوم هیون تسنګ لیکلی دی او پخپله چینایان یې (شوان زانگ) بولي او هم دافغانستان او دهند دنیمې وچې په تاریخی او جغرافیایی کتابونو کې یې نوم ډیر لیدل کیږي په ۶۰۲ زیږدیز کال کې دچین دهینان په ایالت کې زیږیدلی دی. داهغه وخت و چې په چین باندې دتانګ کورنۍ واکمني کوله .
هیون تسنګ لا وړوکی ماشوم و چې وروریې چنګ جي چې هغه پخپله هم بودایی راهب یا Monk و له ځانه سره دبودایی مذهب عبادتخي یا monastery ته بوت او وجه یې داوه چې په مذهبي چارو کې له وړکتوبه پوهیده او په دې اړوند یې زیاته پوهه درلودله.
هیون تسنګ دهغې مینې او پوهې په وجه چې دبودهیزم سره یې درلود له په شل کلنۍ کې راهب شو او دبودایي ګروهې پیروانو ته به یې دیني زده کړې ورکولې .
ددې لپاره چې دبودایی مذهب په اړوند ډیرې څیړنې وکړي نو لومړی یې دچین دننه سفرونه وکړل او بیا یې دیوه لوی سفر ( یون) تابیا ونیوله .
دهیون تسنګ سفرونه:
هیون تسنګ په ۶۲۹ زیږدیز کال کې هغه وخت چې اووه ویشت کلن و دچین نه بهر دتللو اراده وکړه .هیون تسنګ دتیان شاه دغرونو نه تیرشو او دمنځنۍ ایشیا دقزا قستان هیواد ته لاړ ، له هغه ځایه داوسني اوزبکستان دهیواد پلازمیینې تاشکند او بیا له هغه ځایه سمر قند ته لاړ. وروسته دترمذ پرلارې دامو دسیند نه تیر شو او افغانستان ته ورننوت.
هیون تسنګ په افغانستان کې :
هیونتسنګ چې کله دامو له سینده تیر شو او افغانستان ته ننوت نو هلته یې دافغانستان په شمال کې دکندز او بلخ ښارونه ولیدل ، بیا بامیانو ته لاړ او دهغه ځای دبودایی آثارونه يې لیدنه کتنه وکړه .بیا دهندوکش نه تیر شو او کابل ته لاړ ، دکابل نه وروسته کاپیسا ، لغمان ، ددرونټې دځمځو ،جلال اباد او هډې نه لیدنه وکړه او دخیبرپر تاریخی لاره پښتونخوا ته لاړ.
هیون تسنګ په پښتونخوا کې :
هیون تسنګ ترافغانستان وروسته چې کله پښونخوا ته لاړ نو هلته یې دپيښور ، چارسدې ، بنیر ، سوات ، هونزا او ټکسیلا نه لیدنه وکړه او دسوات او بنیربودایي سټوپې یې ولیدلې .
هیون تسنګ په پاکستان کې :
هیون تسنګ دخپل سفر یا یون په وخت کې په پاکستان کې دچنیوټ او لاهور نه لیدنه کتنه وکړه اوبیا هندی پنجاب ته ورننوت.
هیون تسنګ په هند کې :
دهیون تسنګ تر ټولو اوږد او دزیاتې مودې سفر دهندوستان سفر و .ده په دغه وخت کې دهند دلاندنیو ځایونو نه لیدنه وکړه :
په پنجاب کې دجلندهر دسیمې نه ، په هیما چل پردیش کې دکلو ددرې نه ، په کشمیر کې یې دجمو اوسرینګر دسیمو نه ، همدارازدهند نورځایونه لکه : بیرات ، متهورا ، ما تي پورا ، سنکاسیا، کنوج، کاشي پور ، ایو دهیا ، کوسامبې ، کاپیلاواستو، لومبیني ، کوساناګارا، سرنات ، ونارسي ، وسالي ، پالی پوترا ، بود ګیا ،نلنډا ،بیهار ، کاراتویا، پراګ جویټیش پوره ، کامروپ ، اندهرادیسا ، امروتي ، ناګر جونا کونډا او کانچي ولیدل ، همداراز ده نیپال ته هم سفر وکړ .دی بیرته دهدوستان نه دخیبر دتاریخي لارې نه کابل ته راغی او له هغه ځایه دهندوکش دغره نه تیر شو او کاشغر ته لاړ او بیا له هغه ځایه ختن ته لاړ او خپل پلرني هیواد چین ته ستون شو.
ده دخپل سفر په ترڅ کې ډیر بودایي راهبان ولیدل ، دهغو سره یې خبرې اترې وشوې او دبودهیزم دګروهې دمذهبي ستوپو او عبادت ځایونو نه یې لیدنه وکړه ، په تیره بیا دنلیندا دمذهبي پوهنتون لیدل پرده ژوره اغیزه وکړه . ده له هند نه دځانه سره په سنسکریت ژبه ۶۵۷ نسخې راوړې چې دبودهیزم په اړوند لیکل شوې وې . ده وروسته خپله سفرنامه یا یونلیک ولیکه چې دده دغه یونلیک دنړیوال شهرت نه برخمن دی.
هیون تسنګ په ۶۶۴ زیږیدیز کا ل کې ددوه شپیتو کلونو په عمر مړشوی دی. دده په ویاړ په ډیرو هیوادونو لکه هند ، تایوان او چین کې دده مجسمې جوړې شوي دي .