fbpx
تهذیب ډاکټر لطیف یاد سیمه او افغانستان

ګندهارا( Gandhara ) 

لیکوال لطیف یاد

ګندهارا چې په پخوانيو او زړو تاريخي او جغر افيايي متو نو کې یې نوم راغلی دی دمهاجانا پادا دواکمنۍ يوه لو يه او پر اخه سيمه وه چې په دغې لو يې او پر اخې سيمې له کو بها(کابله )راواخله د کوبها(کابل) دسيند دواړه خواوې چې کاپيسا، سروبي، لمپاکا(لغمان)، نونهارا( ننګرهار)،کونړ، پرو شاپور( پيښور)، سوات،تخت بايي، مردان، پشکلاوتي(چارسده)،اټک ټکسیلا،مارګله ،پټوهار او د شمالي پنجاب او دکشمير ځينې بر خې هم پکې راځي ٠ ګند هارا په اصل کې نه يوازې ديوې پراخې سيمې نوم دی ،بلکې ديو لوی تمدن او تهذيب نوم هم دی چې په تاريخ کې ورته دګندهارا تهذيب او تمدن ويل کيږي٠دادمنڅني آسیا او هند په منځ کې موقعیت لري .
د ګند هارا يادونه د هندوانو په سپيڅلو متو نودويدي سرودونو دلو مړي ټوک په ١٢٦ او ١٢٧ سرودونو کې شوې ده چې مانا يې درڼا ګانو ځای دی، خوځینې مورخین په دې اند دي چې (ګند )اوبوته وایی او۰ هارا )ځای ته وایي یعنې داوبو ځای.په ويد ي سرودونو کې دې سیمې ته (Sapta Sindhavaha) هم ویلې شوې ده چې مانا یې (داوو سيندونو ځمکه ) او په دغه سيندونو کې لوے سيند اباسين دے
مشهور چينايي بودايي ګر ځندوی( سياح) هيونتسنګ( ٦٠٢-٦٦٤) زيږديز چې په ٦٢٩ زيړديز کال يې دبودايي معبدونو او ستو پو دليدنې لپاره لو مړ ي د مر کزي اسيا هيوادونو لکه قر غيزستان، اوزبيکستان او له هغه ځايه دا مو يا اوکسوس له سينده پورې وت نو افغا نستان ته راغی او هلته يې په کندز، بلخ، شبر ، باميانو ،کاپيسا ،بګرام،کابل،لوګر،لغمان ، دننګر هار ددرونټې له سمڅو او هډې له سټو پو او معبدونونه ليد نه وکړه٠ هيونتسنګ بيا دخيبر دتاريخي لارې نه تير شو او پروشاپور( اوسني پيښور)ته لاړ او د مردان ،سوات او نورو هغو ځايونو نه يې ليدنه کتنه وکړه او د خپل يو نليک يا سفر نامې بشپړ تفصيل يې په خپل کتا ب کې وليکه چې په هغې کې دګند هارا دهرې سيمې نوم او دهغو بودايي معبدونو او لمانځنتونونو او سټوپو يادونه پکې شوې
ده٠
د ګندهارا سيمه په لومړۍ زريزه کې د خپل پر مختګ لو ړو پوړيو ته او چته شوه، په تېره بيا دکنيشکا او کابل شا هانود واکمنۍ په وخت کې دې سيمې دومره پر مختګ کړی وچې بې شمېره ښارونه ،بو دايي معبدونه ،ښوونځي او پو هنتونو نه يې درلودل چې دنورو سيمو نه به خلک او په تېره بيا هندوان او دبو دايي مذهب لارويان دزده کړو لپاره دې سيمې ته راتلل٠ ويل کيږي چې دچاينکيا په څېر سترو عا لمانو همد لته تدريس کاوه ٠ دسو داګرۍ له پلوه هم ګند هارا ډېر پر مختګ کړی و او دمر کزي ايشيا او پخواني فارس سره يې ډيرې زياتې سو داګر يزې راکړې ورکړې درلودلې ٠
د ګند هارا عظمت او شان او شو کت هغه وخت مخ په ځو ړتيا شو چې غزنوي محمود په ١٠٢١ زيږ ديز کال دګند هارا پر ارتې او پر اخې سيمې بريد وکړ او دغه سېمه يې په خپله ولکه کې راوستله چې مشهور مورخ او دنجوم دعلم ماهر البيروني چې دمحمود سره دده دحملو په وخت کې ملګری و په خپل کتاب الهند کې دګندهارا دسيمو په اړوند بشپړ ې ليکنې کړي دي٠با يد زيا ته کړو چې تر غزنوي محموددمخه دفارس او يو نان وا کمنانو هم پر دغې تاريخي سيمو با ندې خو نړي ير غلو نه کړي وو چې د ګند هارا پر تهذيب او تمدن باندې يې لوی اثر او اغېزه پرېوتې وه٠
پر هندوستان با ندې دډهلي دسلطنت په وخت کې چې سياسي ځواک د مسلمانانو په لا س کې و ،ګند هارا دلا هور نه اداره کېده، خو په هند کې دمغولو دو اکمنۍ په وخت کې دکابل دصوبې يو ه بر خه وه٠
دګند هارا خلک سپيڅلي ،زړور ، ميلمه پا لونکي خلک ول ٠ دوی دوديک عصر او پير نه راپديخوا دکابل سين په دواړو غاړو تر ابا سينه او سيدل او دکر کيلې په چارو بو خت ول ٠په دوی کې تکړه معمارانو، نقا شانو ،انځورګرانو، مجسمه جوړوونکو دمو سيقۍ استادانو او د بيلا بيلو ذو قو نو خاوندانو شتون درلود٠
داسې تاريخي شو اهد شته چې ګند هارا چارې به د تاريخ په اوږدو کې کله دټکشيلا ، کله هم دپشکلا وتي
( چارسدې) کله به د پيښور اوکله به هم داوداب هنداپوره يا هنډ نه اداره کيدلې٠
د هندوانو په سپيڅلو متونو مهابهارت او را ميا نا کې هم دګندهاري شهزادګۍ نوم راغلی دی چې دهستينا پور د ړانده واکمن درهيشټر سره يې واده وشو او ددرودهانا مور وه٠ همداراز ويل کيږي چې دتبتي بو دايانو بنسټ ايښودونکی پد ماوا سمبهاو هم په ګند هارا کې زيږيدلی و٠ ويل کيږي چې دموريا دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی چندر ګپت هغه وخت په ټکشيلا کې و چې لوی سکندر يا سکندر اعظم په ګند هارابريد وکړ ٠
لنډه داچې دګندهارا سيمه په تاريخ کې يوه مشهوره سيمه وه چې ارټ او صنعت ، نقاشي او مجسمې جوړونې پکې ډېره وده کړې وه چې ددغه وخت ډېرې مجسمې په کابل ،کاپيسا ، دننګر هار په هډې، سوات ،مردان ،پنجکوړه او د پښتو نخوا په ډېرو سيمو کې ددغه هنر بيلګې نن په ميو زيمونو کې خوندي دي.