fbpx
تهذیب ډاکټر لطیف یاد

هولي( Holi) يا درنګونو جشن او اختر

لیکوال لطیف یاد

نن دمار چ شلمه نیټه د هندوانو يو لر غونی اختر او جشن دی چې هولي نومیږي او په زړو تا ريخي متو نو کې د هو ليکا په نو م هم يا د شوی دی٠ مؤ رخين عقيده لري چې هولي په پخوانيو زما نو کې په ار يا ئيانو کې رواج درلود٠ دهولي د جشن لمانځل ان د حضرت عيسی(ع) دزيږيدو څو پيړۍ د مخه لر غو نوالی لري٠
دا چې دهولي جشن په څه ډول را مينځ ته شو په دې اړوند ډول ډول اسا طير، کيسي او نکلونه شته٠٠ داسي ويل کيږي چې په ډيرو لر غو نو ز ما نو کې په هندو ستان کې چې په هغه وخت کې دبهارت په نا مه يا ديده يوپا چا چېHiranyakashyap نوميده او ډير مغرور سړی و خلک ديته اړ ايستل چې دده عبادت وکړي، خو دده زوی چې Prahlad نو ميده دده پر خلاف دويشنو لما نځنه او عبادت کاوه چې دده پلار د خپل زوی دا عمل دده د امر نه سر غړ ونه وبلله او غو ښتل يې چې خپل زوی مړ کړي٠ دده پلار څو څو ځلي کو ښښ وکړ چې خپل زوی له مينځه يو سي، خو هر ځل به په دې کار کې له نا کا مۍ سره مخ کيده٠ په پای کې يوه ورځ پا چاډير لرګي را ټول او لوی اور يې بل کړ او خپلې خور ته يې چې هو ليکا نو ميده اوشيطان فطر ته ښځه وه اوجادويې تعويذ يې په غاړه کې و امر وکړ چې دده زوی له ځا نه سره په اورکې واچوي،هما غه و چې دده زویPrahlad يې له ځا نه سره داور مينځ ته بوت، خو جا دويي تعويذ کار ونکړ، هو ليکا په اور کې و سو ځيده او ستي شوه، خو د پا چا زوی و ژغورل شو٠
داجشن په حقيقت کې پر شيطان او تيارو او با طل با ندې د بري ورځ هم ګڼله کيږي٠٠ له همدې کبله دی چې خلک د هو لي د جشن نه يوه شپه دمخه دپا چا د شيطان فطر ته خور هو ليکا مجسمه چې د بدۍ سمبول ګڼل کيږي جوړوي او بيا يو ستر اور بلوي او دغه مجسمه په هغه اور کې سو ځوي٠
همدا راز ويل کيږي چې هولي د لارډ کر شنا او رادها د ميني په خا طر هم لما نځل کيږي،چې خلک د غه جشن پر يو بل با ندې در نګو نوپه اچولواو د خو شا ليو په کو لو سره لمانځي٠
هولي چې دخلکو تر مينځ د يو ځای کيدو او خو شا ليو جشن دی هر کال دمارچ په مياشت کې په ډيرو ولولو او پر تمينو مر ا سمو سره لما نځل کيږي٠ ځکه چې د ژمی مو سم مخ په خلا صيدو او د پسر لي مو سم پيل کيږي ٠ خلک د سهار چا يو تر څښلو ورو سته رنګونه په وچ ډول او يا هم داوبو سره ګډوي او په هره کو څه ،کلي او با نډه کې خلک د ګا ونډ يا نو او خپلو خپلو انو کو رو نو ته ځي او په يوه او بل با ندې ر نګو نه شيندي ٠ با يد وو يل شي چې خلک په د غه ورځ معمولا سپينې جا مې اغو ندي ٠ هولي نه يوازې په هندو ستان کې ،بلکې په نورو هيوادونو لکه نيپال،پا کستان،بر يتا نيااود امر يکې په متحده ايا لتونو کې هم لما نځل کيږي٠ د هندو ستان په ټولو ښارونو کې دغه جشن د هندوانو، مسلمانانو، عيسو يا نو او نورو اد يا نو د پير وانو له خوا په ګډه لما نځل کيږي په تيره بيا د غه ورځ د هند د سينما يي لو بغاړو او با لي ووډ BOLLY Woodکار کوونکي په پر تمينو مر اسمو سره لمانځي٠ دهولي دجشن مر اسم په فلمي نړۍ کې د لو مړي ځل له پاره پهRK Studio کې دراج کپور له خوا پيل شول چې بيا په ورو ستيو وختو کې د هند نا متو فلمي اداکار اميتا بچهن او مير من جيا بچهن له خوا د يوه دوديزجشن په تو ګه هر کال لما نځل کيږي٠ د هولي د جشن نه يوه يا دوه اونۍ د مخه په با زارونو او مار کيټو نو کې ډول رنګونه چې سره، شنه، زر غون اوګلابي وي خر څيږي٠
د هو لي ر نګو نه :
١-ګلال : ګلال معمولا د سرو ګلانو نه چې وچ شوي او بيا ټکول شوي او ميده شوي وي جو ړيږي٠
٢- لال چندڼ : دلال چندڼو يا سره چندڼو لرګی چې زموږ خلک يې صندل بولي خو شبويه او سو ر رنګ لري چې د انسان د پو ستکي له پاره هم ډير ګټور دی ٠ د هولي د جشن په وخت کې دلال چندڼو د لر ګي دوه کا چغي پوډر په پنځه ليټرو او بو کې اچول کيږي٠
٣- نيم : نيم چې په سنسکرت کې يې نيمبا بولي د هند وانو له پاره يوه سپيڅلې ونه ده چې د نيم د وچو پا ڼو نه هم د هو لي په رنګو نو کې کار اخيستل کيږي٠
٤-کوم کوم : چې د کور کمن او زعفر انو نه جو ړيږي او د هندوانو له خوا په مندرونو او عبادتځا يو نو کې استعما ليږي٠ دسرو کوم کو مو نه سيندور جوړوي چې ښځې يې د خپلو و يښتانو په هغه بر خه کې اچوي چې د سر ويښتان پکې په دوو بر خو ويشل کيږي٠د کوم کوم پوډر هم د هو لي په ر نګو نو کې استعما ليږي ٠
خو با يد وويل شي چې د هو لي هغه ر نګو نه چې په کيمياوي ډول جو ړيږي د رو غتيا له پاره ډير تاوان لري او ډول ډول نا روغۍ او تنفسي پر ابلمو نه پيد اکوي٠
لنډه داچي د هولي يا رنګو نو اختر ډير د خو شا ليو ډک او زړه را ښکو نکی جشن دی چې د خلکو تر مينځ د يو والي او دو ستۍ مزي ټينګوي٠