fbpx
ډاکټر خادم حسین کوزه پښتونخوا

‎د پاکستان او هند تر منځه د جنګي ماحول په نتیجه کښې د پښتنو افغانان سمدستي تاوانونه:

‎د پاکستان او هند تر منځه د جنګي ماحول په نتیجه کښې د پښتنو افغانان سمدستي تاوانونه:
لیک: ډاکټر خادم حسین
۱- افغانستان کښې د روغې جوړې د خبرو مباحثه پس منظر ته لاړه.
۲- د هند او پاکستان د پاپولسټ دولتونو انتها ګر پالسو باندې اولسي مباحثې ځن‌‌‌‌‌‌ډ اووهلې. دغه مباحثو کښې پریکون د اولس او قامونو محکومیت لا نور اوږد کړو.
۳- دواړو هیوادونو کښې پوځي اسټیبلشمنټ نور اختیار مند شو او د جمهور د غږونو د غلي کولو اخلاقي جواز یې تر لاسه کړو.
۴- پاکستان کښې د جبري تښتونې په ضد او د اظهار د ازادۍ بیانیه په شا لاړه.
۵- د تحریک انصاف د مرکزي او د پښتونخوا د حکومت په نا اهلۍ خبرې غلې شوې. این ایف سي کښې د مغربي اضلاع خبره پس منظر ته لاړه. د پښتونخوا د غربي اضلاع په یو بل ‌‌‌‌‌‌ډول د ایف سي آر لاندې د راوستو لاره ازاده شوه.
‎راځئ چې په یو غږ نعره کړو چې پښتانه امن غواړي، ژوند غواړي او جنګ بیخي نه غواړي. په جنګ دې اور اولګي.

Leave a Comment