fbpx
خان زمان کاکړ سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

عوامي نېشنل ګوند او جنګ ځپلی افغانستان// خان زمان کاکړ

(پښتون: فروري 2019)

د عوامي نېشنل ګوند ټول نظرياتي او تنظيمي چوکاټ د فخرِ افغان باچاخان د ټولنيزې اصلاح، اولسي، سيکولر، جمهوري، ضدِ استعماري او خپلواکي غوښتونکې مبارزې پر اساس رغېدلی دی. د باچاخان تحريک د يو ډائنامک تسلسل پۀ ترڅ کښې يا د يو جمهوري ډائناميزم پۀ لاره پۀ خپل ارتقايي سفر کښې، لۀ کالونيل او پوسټ کالونيل بندېزونو سره پۀ مخامختيا کښې، د حالاتو غوښتنو ته پۀ پام سره، د ژورو شعوري هڅو پۀ زور د عوامي نېشنل ګوند بڼه خپله کړې ده خو يو مهم ټکی دا بايد چې پۀ پام کښې ونيول شي چې پۀ يو زورواکه رياست کښې پر دې پارلېماني او رجسټرډ ګوند باندې د قامي تحريک رنګ او نفسيات دومره غالب پاته شوي چې د پښتون قام او نورو جمهوري او مترقي خلقو هيلې ورڅخه همېشه د يو ګوند تر محدود صلاحيت او دائره اختيار لوړې پاته شوې دي او هم پر دې بنياد ورسره د زورواکه رياست ظالمانه چلند پاته شوی دی. نن د عوامي نېشنل ګوند پۀ حواله د خپلو او پردو ټول حساب کتاب، هيلې او ارمانونه او تنقيدونه او پېغورونه د باچاخان د مفکورې او مبارزې پۀ رڼا کښې رامنځ ته کېږي. دا به ښائي د ای اېن پي غوندې حزبونو د پاره يوه فطري مجبوري وي چې د يوې محدودې پارلېماني ساحې او يو پراخ قامي تحريک پۀ منځ کښې د يو کشمکش پۀ بڼه پۀ داسې توګه خوځښت وکړي چې کله ئې د يو پراخ قام لوړو غوښتنو ته پۀ وفاداري کښې پارلېماني ضرورتونه بیخي زيانمن شي او کله بيا پۀ ډېر لږ تنظيمي او پارلېماني صلاحيت دومره لويې قامي ګټې وکړي چې د برسېرنو نفسياتو وګړو ته ئې سنجول بیخي ناممکن شي.
عوامي نېشنل ګوند د احمد شاهي افغانستان پۀ هغه برخه کښې قرار لري چې د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو کښې برطانوي استعمار پۀ انتهائي جبر سره تر خپل تسلط لاندې راوړې وه او د افغانستان د هغه وخت باچا امير عبدالرحمان خان دومره ضرور کړي وو چې د برطانوي هند او زارِ روس پۀ منځ کښې ئې د افغانستان د يوې مهمې برخې د بائيللو برسېره د يو جديد رياست د رغونې عمل پۀ چټکتيا سره پېل کړی ؤ. کۀ څۀ هم لۀ هندوستان سره د افغانانو تعلق ډېر وختينی ؤ، پر دې ټوله سيمه ئې د تجارت او مالدارۍ د پاره د حرکت جوتې لارې لرلې او بيا ئې واکمنۍ او امپراتورۍ هم ورباندې رغولې وې، د دوو زبر ځواکونو پۀ منځ کښې چې افغانستان د بفر سټېټ بڼه خپله کړه او افغاني ټولنه يو ډول انجماد ته ټېل وهل شوه نو د ژوند او کاروبار د وسيلو لټولو د پاره د دې مرکزي اسيائي ملت د وګړو مخ تر يوۀ حده د سوېلي اسيا پۀ طرف وګرځېد خو د ډيورنډ د خط د غځېدلو وروسته د افغانستان د يوې مهمې برخې سرنوشت نېغ پۀ نېغه لۀ سوېلي اسيا سره د تړلو پلان عملي کېدل پېل شول. لکه چې مخکښې يادونه وشوه، لۀ سوېلي اسيا سره د افغانانو پېژندګلوي پۀ دې وخت کښې نۀ پېلېږي بلکې د افغانانو او هند کلتوري، فکري او اقتصادي اړيکې پۀ معلوم تاريخ کښې لۀ لومړي سره جوتې معلومېږي او هم دا هغه څۀ دي چې افغاني ټولنه ئې ژوندۍ او پرانستې ساتلې وه؛ خو د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو کښې د ژونديو او پرانستو تعلقاتو پر ځای د افغانانو او هندوستان پۀ تعلقاتو کښې د جبر يو داسې شديد عنصر داخل کړل شو چې نۀ يواځې ئې د افغانانو پر خپلواکۍ يوه ډېره کاري ضربه راوړه بلکې د ټولې سيمې امنيت ئې تر نن ورځې پورې خطر ته اچولی دی.
د يو پردي او استعماري قوت پۀ توره تاريخي افغانستان مات کړل شوی ؤ او د افغانانو خپلواکي تروړل شوې وه. دا د هر افغان حق ؤ او دی چې د خپل هېواد مات شوی وجود بيا پېوند کړي او خپله بائيللې خپلواکي بېرته تر لاسه کړي. هېڅ يو جمهوري، مترقي او روښانفکره وګړی د افغانانو لۀ دې حق څخه انکار نۀ شي کولی او څوک هم چې د افغانانو لۀ دې حق څخه انکار کوي، هغوی د برطانوي استعمار پۀ ضد د افغانستان او هندوستان د اولسونو د مبارزو او سرښندنو سپکاوی کوي او پۀ څرګنده د هغو استعماري ظلمونو حمايت کوي چې د زمکې د دې برخې پر انسانانو، غرونو، کاڼو، بوټو، ښارونو، مالداريو، کلتوري او تاريخي پېژندګلويو، اقتصادي شتمنيو او ټولنيزو رشته داريو او تعلقاتداريو باندې شوي دي.
خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري’ (دويم ټوک) کښې ليکي:
“د پېرنګي نظر بازو سترګو پۀ دې منطقه کښې د خپلو سامراجي او نوابادياتي پاليسۍ د کاميابولو د پاره دا ضروري ګڼلې وه او د روس پۀ خلاف ئې دا منطقه ډېره اهمه ګڼلې وه او دلته لوی افغانستان هغۀ لۀ دوه درې شکسته ورکړي وو. نو د لوی افغانستان د کمزوري کولو د پاره هغۀ افغانستان او پښتانه قابو پۀ شلو ټوټو کښې تقسيم هم کړل او مختلفې علاقې ئې ورله پۀ داسې حالت کښې وساتلې چې د شلمې صدۍ خو چرته هم درک نۀ لګېده، څوک پۀ څوارلسمه صدۍ کښې او څوک داسې پۀ پاټکي پاټکي تر اتلسمې نولسمې پېړۍ رارسېدلي وو. دا ئې ياغستان، دا ئې قبائلي علاقې، دا ئې ايجنسۍ، دا ئې رياستونه، دا ئې بلوچستان؛ او زمونږ د خدائي خدمتګارو دا عقيده وه چې تر څو دا ټوټې ټوټې بيا يو وجود او يو قام نۀ شي نو پښتون هغه زوړ او اصلي مقام ته نۀ رسي. دغه يو کور د پښتون پۀ يو ورورولۍ او يو اتفاق راټولول د پښتون قوت دی.”
پۀ اوسني افغانستان او سيمه کښې د جنګ رېښې د دوو استعماري قوتونو برطانيه او زارِ روس تر منځ د افغان رياست راګېر شوي برخليک ته رسېږي. پۀ 1919ز کښې د افغانستان هڅاند او روښانفکره امير غازي امان الله خان د امير عبدالرحمان خان پۀ دوره (1901-1880) کښې پېل شوی د جديد رياست د رغونې عمل لۀ بهرنۍ مداخلې څخه پۀ خلاصولو وتوانېد، استقلال ئې اعلان کړ او د ملت جوړونې پروسه ئې لۀ نوو اصلاحي طرحو سره پۀ رسمي بڼه پر مخ وړل وغوښت. د پېرنګي استعمار تر عتاب لاندې عبدالغفار خان پۀ ازاد افغانستان کښې روان دې بدلون ته خوشبين ؤ.
زۀ د افغانانو د مبارزو د تاريخ پۀ مطالعه کښې دې نتيجې ته رسېدلی يم چې پۀ ازاد افغانستان کښې د غازي امان الله خان د اصلاحاتو عمل او پۀ محکوم وطن کښې د باچاخان د ټولنيزې اصلاح تحريک يو او بل پۀ شعوري توګه reinforce کول او د افغانانو بشپړې خپلواکۍ ته ئې لاره هواروله.
د دې موضوع پۀ ارتباط تر ټولو مهم ټکی دا دی چې کله د پېرنګيانو پۀ نغوته پۀ افغانستان کښې دننه د غازي امان الله خان د روښانفکره او ټولنيزې اصلاحي پروژې خلاف بغاوتونه پېل شول نو يواځې او يواځې باچاخان او د هغۀ ملګري وو چې د غازي امان الله خان پۀ حق کښې ئې جلسې اعلان کړې، لۀ هغه سره د مرستې پۀ پار ئې چندې وکړې او هڅه ئې وکړه چې افغانان پۀ دې خبر کړي چې کۀ د امان الله تخت نسکور کړل شو او د بدلون پروسه ودرول شوه نو هغوی به ډېره لويه بربادي وويني. پۀ دې کښې داسې وخت هم راغلو چې باچاخان او ميا جعفر شاه د بلوچستان پۀ لار کندهار ته روان شو چې هلته نېغ پۀ نېغه افغانان لۀ دې لويې دسيسې خبر کړي او لۀ امير سره د خپلې مرستې پۀ باب خبرې وکړي، خو پۀ بلوچستان کښې پر دوي بندېز ولګېد او بېرته پښتونخوا ته راستانۀ کړل شول. پېرنګيان پوهېدل چې د باچاخان موثره ژبه پر پلان شوو بغاوتونو باندې قابو ساتلې شي. غازي امان الله خان لاړ او د پېرنګيانو لاسپوڅی بچه سقاو د کابل پر تخت کښېنوست.
دلته دا يادونه هم ضروري ګڼم چې د غازي امان الله خان د اصلاحاتو پروګرام پۀ دوو حوالو د باچاخان لۀ اصلاحي تحريک سره توپير درلود. يو دا چې د امان الله خان پروګرام لۀ پورته لاندې ته انتقالېدو؛ يعني رياستي ؤ ـــ خو د باچاخان تحريک لۀ لاندې څخه ؤ او ټولنيز ؤ. دوېم دا چې د امان الله خان پۀ پروګرام کښې د بیړې او تادۍ عنصر شامل ؤ خو د باچاخان تحريک پۀ قراره او ارتقائي توګه مخ پۀ وړاندې روان ؤ. د امان الله خان او باچاخان د اصلاحي پروګرامونو پرتليز جاج مو پۀ دې پوهولی شي چې کوم ډول بدلونونه پائیداره او دوامداره پاته کېدلی شي.
کۀ څۀ هم افغانستان ته دا وياړ پۀ برخه ؤ چې ځان ئې د براه راست کالونيلزم لۀ منګولو څخه تر يوۀ حده ژغورلی ؤ، خو د برطانوي استعمار پۀ موجودګۍ کښې د افغانستان د بشپړې ازادۍ ساتل ناممکن ګرځېدلي وو. باچاخان پۀ دې پوهېدو چې اوس يواځې پۀ هندوستان کښې لۀ دننه د برطانوي استعمار د وهلو لار پاته ده. خدائي خدمتګار تحريک پر هم دې لار د هندوستان ازادي غوښتونکو تحريکونو ته د ملګرتيا لاس ور اوږد کړ.
زما پۀ اند پۀ هندوستان کښې د براه راست کالونيلزم لۀ اختتام سره د افغان رياست بفر سټېټس هم پای ته ورسېد چې د خدائي خدمتګارو د مبارزې يوه لويه لاس ته راوړنه ئې ګڼلې شو خو لۀ بده مرغه، د افغانانو د ازادۍ اوږد مزل پای ته ونۀ رسېد، نور تفصيل ته نۀ ځو، پر تش مېدان پۀ تش لاس ولاړو خدائي خدمتګارانو د هند د تقسيم پر مهال خپله قامي مقدمه درج کړه، لۀ رېفرنډم څخه ئې بائیکاټ وکړ او پۀ بنو کښې ئې د ازاد رياست د غوښتلو قرارداد منظور کړ.
پۀ نوي جوړ شوي پاکستان کښې د سياست د ساحې د لټولو عمل چې کله نېشنل عوامي پارټي ته رسېږي نو مرام ئې قامونو ته هغه اختيار حاصلول وو چې د خپلې خاورې فېصله پۀ خپله مرضۍ سره وکړې شي. د قامونو دا حق پۀ هغه وخت کښې پۀ بېن المللي کچه منل شوی ؤ. نېپ پۀ دې حواله د کار کولو اٰپشن پۀ لاس کښې درلود او پۀ ډېر موثر انداز ئې د دې استعمال هم کړی ؤ. د قامونو د خود مختارۍ پروسه پۀ اخري تجزيه کښې بشپړې زمکنۍ خپلواکۍ ته رسېږي. دا يوه جمهوري لاره ده، د عامو اولسونو ذهنونو ته پۀ اسانه اپيل کولی شي او هم مبارزې ته نظرياتي غنا بخښلې شي.
د سردار محمد داود خان لۀ خوا د جمهوريت پر اعلان (1973) او د هغې پۀ نتيجه کښې بيا د ثور انقلاب (1978) پر جواز دواړو باندې د ولي خان نظر پۀ افغانستان کښې د ټولنې پر جوړښت او د بیړني سياست پر خطرناکو پايلو ولاړ ؤ. ولي خان د داوړو پېښو پۀ حقله يو ډول نظر درلود، هغه دا ؤ چې د داود خان جمهوريت او د نور محمد تره کي پۀ مشرۍ کښې رامنځ ته شوی انقلاب دواړه بیړني او بې وخته اقدامات وو. پۀ نورو ټکو، داود خان چې کوم بیړنی ګام اخستی ؤ، پۀ غبرګون کښې به ئې بیړني اقدامات کېدل او ټولنه ئې د شکست و ريخت پۀ طرف بېوله او د تشدد عنصر به پکښې تر يوۀ خطرناکه حده غلبه موندله. ولي خان پۀ دې سياسي پرمختګونو د پوهېدلو د پاره د افغانستان د ټولنيز او اقتصادي جوړښت يوه ژوره مطالعه کړې وه او د هغې پر اساس ئې هغه څۀ ته اشاره کړې وه چې پۀ لنډ وخت کښې پېښېدونکي وو او اوږد مهاله اغېزې لرونکي وو.
د باچاخان تحريک د ثور انقلاب پۀ حقله خپل يو علمي دريځ درلود خو د ردِ انقلاب پۀ حواله ئې خپل سياسي دريځ هم تر هر چا روښانه ساتلی ؤ. هغوي خپل قام ته دا حقيقت پۀ ډېره مېړانه سره رسولی ؤ چې څنګه امريکا او روس پۀ دې سيمه کښې د افغانانو د مفاداتو برعکس يو او بل ته اړم کېږي او څنګه به افغانان د دوي د جنګ پۀ سرو لمبو کښې لوغړېږي. د انقلاب او ردِ انقلاب پۀ منځ کښې بيا د باچاخان او ولي ګوند غېر جانبدار پاتې نۀ شو، پۀ افغانستان کښې دننه ئې د پخلاينې سياست تجويز کاوۀ خو د بهر مداخله ئې پۀ انتهائي سختو ټکو کښې غندله. پۀ داسې يو وخت کښې چې لۀ ټول عالمِ اسلام څخه پۀ افغانستان کښې د روان خونړي جنګ خلاف هېڅ يو موثر اواز نۀ اورېدل کېدو، يواځې د باچاخان او ولي خان ګوند ؤ چې دې جنګ ته ئې د جهاد پر ځای پۀ اولسي غونډو کښې برملا “فساد” وايۀ. هم دا ګوند ؤ چې د افغانستان پۀ حقله ئې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو شومې هڅې ټول افغان ملت ته افشا کولې. هم دا ګوند ؤ چې د ضياء الحق اسلام ته ئې د “امريکې اسلام” وايۀ او دا ئې د افغانستان د انقلاب خلاف يو منظم سازش ګاڼۀ. هم دا ګوند ؤ چې د ډ اکټر صاحب نجيب الله د ملي يو والي د حکومت، ملي روغې جوړې او سيمه ايزې همکارۍ طرحه ئې پۀ بشپړه توګه حمايه کوله او پۀ دې برخه کښې ئې خپله ټوله مرسته افغان ملت ته وړاندې کوله.
نړۍ د ډاکټر نجيب طرحه ونۀ منله او پۀ نتيجه کښې افغان رياست ضعف ته ولټېد. پۀ نويمه لسيزه کښې چې کومه سياسي خالي ګاه پۀ افغانستان کښې راپېدا کړل شوه، هغه بيا پاکستان او د افغانستان نورو دښمنانو پۀ خپلو متشددو مزدورانو ډکه کړه. لۀ مجاهدينو وروسته د طالبانو ظهور افغانستان نېغ پۀ نېغه د هغه چا پۀ ولقه کښې ورکړ چې باچاخان د هند د وېش پر مهال پۀ “شرمښانو” ياد کړي وو. د باچاخان د مفکورې وارث ګوند عوامي نېشنل پارټي پۀ دې وخت کښې هم تر هر چا فعاله پاته شوه او د طالبانو پۀ نوم د افغانستان د دښمنانو د خونړۍ پاليسۍ نتائج ئې خپل قام ته بيان کړل. خو دلته دا يادونه هم ضروري ده چې پۀ افغانستان کښې څنګه څنګه رياست خوارځواکی کېدو، دلته پر عوامي نېشنل ګوند زمکه تنګېده. پۀ تېرو څلورو لسيزو کښې چې د ای اين پي پر نظرياتي او تنظيمي مرکزه څومره يرغلونه هم شوي دي، اساسي لامل پکښې د دې ګوند د افغانستان پۀ حقله دريځ دی.
لۀ نائن الېون وروسته چې د امريکا متحده ايالاتو او د هغوي اتحاديانو بيا د افغانستان پۀ طرف د تګ اراده وکړه نو د ای اېن پي رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان د يو مطبوعاتي کنفرانس پۀ ترڅ کښې د افغانستان، افغانانو او امن پۀ حق کښې خپله طرفداري اعلان کړه او پۀ افغانستان کښې د واکمنو طالبانو، قابضې القاعدې او د پاکستان د شرخوښي شر پالي اسټېبلشمنټ د پاليسيو څرګند مخالفت ئې وکړ او هم داسې ئې امريکا ته خپله هغه تاريخي تېروتنه ور پۀ ياد کړه چې پۀ نتيجه کښې ئې ټوله سيمه اور ته لوېدلې وه. ولي خان د افغانستان د ژغورنې او بيا رغونې پۀ حقله د ګوند يو جامع پاليسي بيان وړاندې کړ چې د بون لۀ کنفرانس څخه واخلې بيا تر اوسنيو مذاکراتو پورې د ګوند راهنمائي کوي. دا يواځې تر الفاظو پورې محدوده پاليسي نۀ ده بلکې لۀ نائن الېون وروسته چې د جنګ تهېټر محکوم افغان وطن ته راشفټ کړل شو نو يواځې عوامي نېشنل ګوند عملاً د دې پۀ ضد ودرېدۀ او د خپلو داسې مشرانو او کارکنانو سرونه ئې د افغانانو د امن او خپلواکۍ پۀ خاطر قربان کړل چې د ګوند د ملا تير ګڼل کېدل. يواځينی سياسي ګوند ای اين پي وه چې اېنټي طالبان ډسکورس ئې پۀ سياسي توګه چېمپېن کړ او د سياست پۀ ژورتيا خبر خلق پوهېږي چې لۀ نائن الېون وروسته تر 2014ز پورې د طالبانو مخالفت د پاکستاني اسټېبلشمنټ د پاره څۀ معنٰي درلودله.
پۀ دې وروستيو څو مياشتو کښې چې د امريکا، پاکستان، طالبانو او نورو قوتونو تر منځ د مذاکراتو قیصه ګرمه شوې، ای اېن پي بيا هغه يواځينی ګوند دی چې د دې مذاکراتو لۀ طريقه کار سره څرګند مخالفت لري ځکه چې پۀ دې مذاکراتو کښې افغان حکومت شامل نۀ دی. ای اېن پي د افغانستان پر سر هغه مذاکرات نۀ مني چې د افغان حکومت پۀ نګرانۍ کښې نۀ وي. د افغانستان د استقلال او خود مختارۍ هم دومره دفاع د عوامي نېشنل ګوند پۀ وس پوره ده او پته نشته چې د دې جرم به ئې لا څومره سزا مقرره وي؛ خو ښائي دا هم يوه لويه د افتخار خبره وي چې د افغانستان او عوامي نېشنل ګوند مستقبل لۀ يو او بله سره تړلی دی.

Leave a Comment