fbpx
خبرونه او شننې کوزه پښتونخوا

نړۍ دې له پنجابي ریاست د بدماشۍ پوښتنه حتمي وکړي

لیکوال افغان جرګه
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فواد چودري وايي که د هند او پاکستان ترمنځ جګړه پیل شي نو دا به یوازی دا نه چې په سیمه اییزه کچه به یو ستر امنیتي ناورین رامنځته شي بلکه په دې جګړه کې به د ایل اوسي کرښې دواړو خواو ته پورې را اورې پنجابیان او کشمیریان غټ زیان وویني.
هغه همدارنګه په مستقیم ډول وايي په دې جګړې سره به نړېوال امنیت ته ستر خطر پېښ شي ځکه چې له دې سره به ترهګري او توندلاري لاپسې زیاته شي نو له دې امله چې د دغه راتلونکو چلینجونو او خطرونو مخنیوي وشي باید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ ته په وخت د حل لاره پیدا شي.
پنجابی وزیر په ښکاره ټوله دنیا ګواښي مګر هېڅوک نه شته چې له دوي پوښتنه وکړي او یا هم ترې د دې بیان وضاحت وغواړي چې توره! که له هند سره د جګړې توان نه لری نو د نړېوال امنیت ګواښلو مطلب دې څه دی؟
ایا د نړېوالې ټولنې په نامه دغه د خوارو زارو قومونو لوټونکي د تور لینګي د دې خبرې ځواب نه لري او که دا هرڅه د دوي په خوښه ویل کېږي؟

Leave a Comment