د کمیونسټ مینفسټو د لیکلو کال 1848، د قامونو د ازادۍ پسرلی، د قامي ازادۍ کال یا د انقلاب کال هم بلل کیږي. دا ځکه چې په دې کال کښې زیاتره اروپا (یورپ) په سیاسي توګه لړزېدلی وو او د یو نوي سباون زېری بلل کېده. د کمیونسټ نظام غوښتونکي یو وخت دې ځای ته راورسېدل چې د 1950 په لسیزه کښې یې پر نیمی نړۍ باندې واک تر لاسه کړ، مګر د جون ایلیا د هغې وینا په سمون چې، “د کمیونزم په راتګ که د نړۍ مزدوران سره یو نه سول خو د نړۍ شتمن (سرمایه لرونکي) یې ضرور سره یو کړل او د یو بل ملګري سول”، د رښتني کمیونزم خوب هم هغسې بې تعبیره پاتې سو.
کارل مارکس او فریډرک اینګلز د مینفسټو و المانۍ ژبه ته د ژباړې (1872) په سریزه کښې لیکي چې و دوی ته دغه کار په نومبر 1847 کښې سپارل سوی وو، چې دوی د بشپړېدو ورستو، د خپرېدو لپاره لندن ته لېږلی وو او په دې وخت کښې په جرمني کښې انقلاب هم رامینځته سو. د دې انقلاب په هکله مارکس ویلي وو چې دی په اروپا کښې یو زورور انقلاب ویني، خو دغه انقلاب و نه توانېدلی چې د اروپا د بورژوا ډلې په مخ کښې دي تم سي. د بورژوایي اروپا لخوا دغه انقلاب ړنګ کړل سو او مارکس د بیا لپاره ډېر انتظار وکړ او د اینګلز په مرسته یې لیکل کول پیل کړه، او په کال 1864 کښې یې د International Workingmen’s Association، چې The First International هم بلل کيږي، په نامه یو تنظیم جوړ کړ. ورپسې په کال 1867 کښې کارل مارکس د Das Kapital په نوم کتاب لومړی ټوک د سرمایې پر موضوع ولیکی، چې د کمیونسټ نظریې بنسټ ګڼل او بلل کیږي. د کارل مارکس له مړینې 1884 څخه 23 کاله ورستو په 1917 کښې د ولادي میر لینن لخوا په روسیه کښې انقلاب راوستل سو د کوم زېری چې کارل مارکس د 1850 په لسیزه کښې ورکړی وو.
که یوې خوا ته کمیونسټ مینفسټو ده، چې د کمیونسټ نظریې ګوندیز مرام او لنډیز بلل کیږي، نو بلې خوا ته Das Kapital د سرمایې یا شتمنۍ لخوا د کارکونکې ډلې د استحصال یو پراخ او بشپړ جاج اخلي. دا دواړه اثار په تاریخ کښې په قوي کرښو منل کیږي او تر نن ورځې یې په نړیوال سیاست کښې یو ستر او مهم رول پاتې دی. که څه هم د کمیونزم په ضد ډېر کمپاین وسو خو دې مفکورې په خپل ځان کښې د خواري کښو او بې وزله خلکو پام و نه بایللی. کمیونزم که یوې خوا ته د جدید نیشنلزم لپاره لاره هواره کړه نو بلې خوا ته یې اشرافیایي حکومتونو ته هم ماتې ورکړه. اشرافیایي حکومتونو جمهوریت هم د کمیونزم له ویرې تسلیم کړ او لږ نیم یې د اولس واک ومنلی، که څه هم د کمیونزم له نظره جمهوریت هم د شتمنو خلکو په لاس کښې لوبیږي خو بیا هم د ځینې بشري حقوقو ژغورنه پکښې کیږي. کمیونزم د لاندې طبقې د مزدورانو لخوا له تشدد څخه ډک انقلاب له لارې واک تر لاسه کولو او د هغوی د امریت جوړولو ادعا کوي.
د کمیونسټ مینفسټو د یوې ژباړې په سریزه کښې مارکس او اینګلز ادعا کړې چې په ځینو ټکو کښې به یې ترمیم کوي خو په دې دوران کښې د مارکس د مړینې له کبله په راتلونکي کښې اینګلز دغه پلان له ذهنه باسي او مینفسټو پر هماغه پخواني حالت پرېږدي. مینفسټو څلور برخې (1، بورژوا او پرولتاریه، 2، کمیونسټ او پرولتاریه، 3، سوشیالسټ او کمیونسټ ادبیات او 4، په انقلابي وضعیت کښې د کمیونزم له نورو حکومت مخالف ګوندونو سره د تړاو تګلاره) لري، چې د اینګلز په وینا یې په څلورمه برخه کښې و ځایي وضعیت ته باید د هغه ځای خلک، چیري چې انقلاب راوستل وي، خپله پرېکړه وکړي. دا نوره مینفسټو به هماغسې عملي کول وي څنګه چې بیان کړل سوې ده.
مینفسټو لومړی د بورژوا ډلې د جوړېدو لاملونه په ګوته کوي او ادعا کوي چې د کرڼې له غلامانو څخه جوړ کړل سوې ابادۍ چې په ښارونو کښې بدلې سوې نو یې د بورژوا ډلې بنسټ کښېښود. یو مهم ټکي ته په اشاره سره مینفسټو وایي، چې بورژوا ډله چې کله په یو ډول کاروبار کښې ډېره شتمني ټوله کړي یا وپوهیږي چې په هغه ډول کاروبار کښې ځینې نورې برخې یا اکایي entities وسیله جوړوي یا سر پورته کوي نو له هغه کاروبار څخه سرمایه و یو بل کاروبار ته انتقال کړي. له دې کبله له هغه کاروبار سره تړلي مزدوران/کارمندان خپل روزګار وبایلي او د دوی ژوند نور هم کړاو ته مخامخ سي. دوی زیاتوي چې بورژوا (شتمنې) ډلې د بېلا بېلو مسلکونو لکه طب، وکالت، ادب او نورو خلکو پر تنخا یا اجرت باندې کار کولو ته اړ کړل او د هغوی مسلکونو عزت یې ولوټلی. دوی دا هم لیکلي چې بورژوایي نظام د قبیلوي، کلیوالي او رومانوي اړیکو جرړې پرې کړې او هر څه یې د بې احساسه او بې وجدانه پیسو احتیاج ته ورسول. رښتیا هم مینفسټو په دې هکله سم وایي ځکه چې د ټولنیز ژوند پیل تر هر څه لمخه سوی دی او ملکیت (رزښت) ورستو پسې راغلی دی نو ولې دي په بورژوایي نظام کښې دغه ټول څیزونه د ملکیت تابع وګڼل سي؟
د مینفسټو له نظره، بورژوا ډله د مارکیټ په غوښتنو په پیداوار کښې د زیاتوالي لپاره له مشینونو څخه د یو فرد په تقابل کښې ډېره استفاده اخلي او نوي نوي صنعتونه اجرا کوي چې پکښې پخواني هنرمندان خپل هویت له لاسه ورکوي. دلته کښې مارکس او اینګلز پر ځای دي، خو د اختلاف دومره امکان بیا هم پاتې کیږي چې د صنعت الزام پر ځای دی خو له مشینونو څخه کار اخیستل ډېرې ګټې هم لري؛ لکه د پیداوار معیار ښه کېدل، پر وخت و منډۍ ته پیداوار رسول او د هنرمند لپاره د مزدورۍ وخت را لنډول.
مینفسټو لیکي، لکه څنګه چې مادي پیداوار دی هماغسې په ذهني پیداوار کښې هم بدلون راځي. ټولنیز ژوند ته اړتیا سیوا کیږي او ځایي او سیمه ایز ادبیات په نړیووالو ادبیاتو کښې بدلیږي. د دې تر څنګ چې د تګ راتګ وسیلې پراخې سي نو وحشي قامونو ته په تهذیب کښې ځای پیدا کیږي. خو دلته پوښتنه دا رازیږي چې د ادبیاتو نړیوال هویت ته رسېدل به کوم زیان رسوي؟ د مینفسټو لیکلو پر وخت چې هر حالت وو خو وو، مګر دا وخت د ځایي او سیمه ایزو ادبیاتو په ساتنه هم خلکو ته روزګار پیدا کیږي هم یې د ساتنې او پالنې لپاره جدي ګامونه اخیستل کیږي. دا هم ناسمه ده چې وحشي خلک دي په تهذیبونو باید ګډ نه کړل سي، ولې چې د Mass Communication سترو رسنیو له لارې موږ توانېدلي یو چې تر یوه حده بشپړ او شریک تهذیب خپل کړو. ممکن هغه وخت دا امکان نه وو چې د راسه درسه یو قوي تړون دي عملي او اغېزمن سي مګر نن هر څه سته او دې له مساعد دي چې په کار راوړل سي.
د مینفسټو له نظره چې څنګه سرمایه د مرکزیت بڼه اخلي هماغسې به سیاست هم مرکزي نکتې (ټکي) ته راځي. شتمن خلک به لازم وي چې واکمن دي هم جوړ سي. رښتیا چې دغه ټکی بېخي مهم دی مګر سیاست که په خپل څنګ کښې لږ څه هم تهذیبي مرسته وموندي نو لازم نه ده چې پر سیاست دي د شتمنۍ لاس بر سي، بلکې سیاست د بشپړ تهذیب په مرسته د بې وزله خلکو لپاره ایډیل او لازم ګرځي. مګر دا ممکنه ده چې سیاست که هر څنګه وي خو واکمني به له شتمنو خلکو سره بیا هم وي. دلته باید سیاست او واکمني سره بېل کړو تر څو سیاست د واکمنۍ تر لاسه کولو وسیله ګرځي.
یو بل ځای مینفسټو زیاتوي چې بورژوایي ډله د سرمایې په یو ځای ته راغونډولو د بې وزلو او غریب خلکو په شمېر کښې اضافه کوي چې په پای کښې هم د دوی په ضد یو خطر جوړیږي. خو مارکس او اینګلز بیا دا هم وایي چې بورژوا ډله د پرولتاریې لپاره اجرت ټاکي، تر څو هغوی ژوندي وساتي او مزدوري وکړي. همداسې د روزګار لپاره د زیال (عمر/age) پام کیږي نه د جنس، بلکې د بشري حرمت کلک توهین پکښې کیږي. دوی په مینفسټو کښې بربنډوي چې کله شتمني سیوا سي نو له شتمنو خلکو څخه نه سمبالیږي او دغه خلک هڅه کوي چې پرولتاریه ډله د ځینو مذمومو اهدافو لپاره، په څه اجرت، پر سیاست وګوماري. دا ټول ټکي یا نکتې خطر زېږوي هم یې په رښتني ژوند کښې غندنه کېدلی سي.
پر منځنۍ ډله middle class د تنقید کولو تر څنګ مارکس او اینګلز بل ځای د سوشیالسټ او کمیونسټ په تقابلي جاج کښې سوشیالسټ ډله د یوټیوپیایي فکر لرونکي خلک بللي، اعتدال خوښونکي یې ګڼلي او د مډل کلاس غوندې یې د انقلاب په مخ کښې خنډ بللي. د منځنۍ ډلې په اړوند یې بیان کړي چې هغوی د بورژوا په مخ کښې دومره هم نسي ټینګېدلی چې انقلاب لره حالات مساعد کړي، ولې چې دوی ویریږي، په مقاومتي حالت کښې به دوی پرولتاریه جوړ سي، یعني و دوی ته د نن پر ځای د سبا ډېر غم وي او دوی هڅه کوي له رسک risk اخیستو څخه ډډه وکړي.
د ډېرو نورو ټکو تر څنګ په مجموعي توګه کمیونسټ مینفسټو په خپل وخت کښې او راتلونکي تاریخ کښې یو کامل او بشپړ سیاسي اثر ګڼل کیږي. خو پر مینفسټو چې لومړی تنقید کیږي، هغه دا چې مینفسټو د بورژوا واکمنۍ پر ړنګولو او تش تر واکمنۍ د رسېدلو بیان کړی دی، خو د پرولتاریه اقتصادي نظام درولو لپاره یې جدي پاملرنه نه د کړې یا یې ګړسره په متبادل کښې اجرایه نه لري. بله دا چې یوې خوا ته د انټرنیشنلزم په نعره کمیونزم د سرحداتو منل نه تسلیموي، نو بلې خوا ته د سرمایې په ضد د سیمه ایزو او ځایي عنعناتو د بایللو ویره په دلایلو کښې بیانوي. بیاهم څرګنده دي وي چې کمیونسټ مینفسټو هغه منشور دی چې د یو انقلابي تنظیم لپاره تر هر جدید منشور زیات لازم بلل کېدای سي. مینفسټو دا وړتیا لري چې پر اساس یې اولسونه و یو انقلابي حرکت ته ښه په اسانه چمتو کړل سي.
له نژدې بشري عوارضو سره لیکل سوې کمیونسټ مینفسټو په خپل ځان کښې هر هغې پوښتنې ته ځواب ویلی، کومه چې د بورژوا ډلې لخوا د پرولتاریه د ویرولو لپاره راپورته کړل سوې وه، مګر هغه پوښتنې لا ځواب غواړي چې د یو بریالي انقلاب له راوړلو پس د نظام و چلونکیو ته پېښیږي. مینفسټو په رواج سوي نظام د پوهېدو لپاره یو اساسي اثر دی مګر د په خپل ځان کښې لا د بشپړتیا تر حده نه دی رسېدلی.