fbpx
ډاکټر خادم حسین کوزه پښتونخوا مقالې

عدم تشدد څه ګټه اوکړه؟

۵- خپلواکۍ، قامي اختیار او ټولنیز عدالت ته رسبدلو د پاره دوه شرطونه پوره کول د لازم حیثیت لري. یو دا چې د قام، د قامي دریز او د قامي مبارزې حافطه په فعاله توګه او بغیر د پریکون نه ژوندۍ هم وي او د مبارزې د رڼا سوب هم. دویم دا چې تحریک د تهذیب او روح عصر ادراک اولري. د عدم تشدد مبارزې مونږ ته دا ګټه را‌ؤړه چې باچا خان څیړنیز مرکز په قامي تاریخ، ټولنه، ادب، سیاست او نړیوالو مسلو باندې کم نه کم دوه سوه تخلیقي، تحقیقي او تنقیدي کتابونه چاپ او خپاره کړل. په ۱۹۲۸ کښې پیېل شوې د تحریک مجلې پښتون دا دویمه لسبزه ده چې په نوي ‌‌‌‌‌‌ډول، زیات بشپړ او نورې زیاتې شتمنۍ سره مسلسل هره میاشت چاپ کیږي. دغه او ددې د تحرک په نتیجه کښې نورو ‌‌‌‌‌‌ډیرو محققینو او ادیبانو زیار اوکړو او په زرګونو کتابونه چاپ شول. ددې نتیجه کښې د قامي خپلواکۍ د پاره د قامي شعور، تاریخي شعور، علمي شعور او عصري شعور وړانګې او غوړیدې او خورې شوې. د شعور هم دا بیلا بیلې وړانګې د جلسو، جلوسونو، احتجاجونو او مزاحمتونو په شا په مخکښې ځي او نتیحې را‌ؤړي. که دغه شعور نه وي نو محض احتجاج نتیحه نه شي را‌ؤړی. چې د پښتونیت او افغانیت مفکوره په مخکښې لاړه نو هله د لر او بر نعره ژوندۍ پاتې شوه او د پښتون د تحفظ خبره اوشوه ګنې دا به څه نورې نعرې وې او خبره به د څه بل تحفظ کیده.
۶- په تاریخي توګه استعمار، امپراتورۍ او ریاستونه د قامونو د محکومیت د دوام د پاره په محکومو قامونو د علم د تخلیق ادارې او تعلیمي نظام نافذ کړي او دغه بیا د ګټې وټې نظام سره اوتړي. د نصاب او تدریس په ذریعه استعماریت مقدس کړی شي، او محکومیت احسان اوګرځولی شي.
د عدم تشدد مبارزې مونږ ته دا ګټه را‌ؤړه چې یو غاړې ته مو د ریاست د رسمي ادارو په ذریعه په ۱۹۴۶ کښې په پښتونخوا اسمبلۍ کښې د پیښور پوهنتون چارټر منظور کړو او د پښتونوا په هر ګوټ کښې مو تر ۲۰۱۲ د پوهنتونو او مکتبنو بشپړ جال خپور کړو او تر خپله وسه مو نصاب او تدریس کښې موثر بدلون راوستو او بلې غاړې ته مو په غیر سرکاري توګه یو مکمل متبادل قامي تعلیمي نظام د باچا خان ایجوکیشن فا‌ؤن‌‌‌‌‌‌ډیشن د سیوري لاندې د باچا خان سکولونو په ذریعه په ټوله پښتونخوا کښې اودرولو. د باچا خان سکولونو نصاب، تدریس، او تعلیمي ماحول د قامي او ټولنیز شعور ټول اجزا په داسې شکل کښې رانغښتي دي چې د حال د مارکیټ هنرونه او د موحوده تهذیب اقدار هم رانغاړي. د دولسو کالو نه باچا خان سکولونه په ‌‌‌‌‌‌ډیرو کمو وسیلو د نوي کهول داسې روزنه کوي چې راروانو ‌‌‌‌‌‌ډیرو لسیزو پورې به د قامي شعور ذهن سازي کیږي.
‎د ای این پي نه علاوه د پښتون نیشنلزم په نوم نور سیاسي ګوندونه هم په بیلا بیلو وختونو کښې د اقتداربرخه جوړ شوي دي، څوک راته ښودلی شي چې هغه ګوندونو په دې مد کښې تر اوسه څه کړي دي؟
(نور بیا)

Leave a Comment